ښاغلی غني د غازی امان نیمګړی فصل تکمیلوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د افغانستان ولسمشر شو نو په لمړی وینا کې یې ټولو هیوادوالو ته په ټاکنو کې د خپلواکي د مبارکي ورکولو ترڅنګ له دې امله ورڅخه مننه وکړه چې په ډیرو سختو شرایطو کې لاړل او د خپلی خوښی وړ نوماند ته یې رایه ورکړه
.
ولسمشر غنی په هغه وینا کې دا خبره  هم وکړه چې د خدای په کرم او د ولس په ملاتړ به د غازي امان الله خان نیمګړی ارمانونه پوره کوم ، د غازی امان الله خان نیمګړی ارمانونه دا وه چې باید افغانستان یو اقتصادی هیواد جوړ شی ، له افغانستان څخه د نړی  نورو هیوادونو ته صادرات او واردات وشی ، د صنعت له مخی یو پرمختللی هیواد شی او تر ټولو غټ ارمان یې دا وه چې باید په هیواد کې تل پاتی سوله ، ورورګلوي او ارامي وي او افغانستان یو ازاد او خپلواک هیواد وي .
افغانستان اوس یو ازاد او خپلواک هیواد ده خو د اقتصاد ، تجارت او سیاست له مخی موږ وروسته پاتی هیواد یو ځکه له یوی خوا د نظام په داخل کې ځینی اشخاص او کړی موجودی دی چې له ملی ګټو څخه شخصی ګټی ورته لمړیتوب لری او له بلی خوا د سیمی هیوادونه په خاص ډول ایران او پاکستان نه غواړی چې په خپلو پښو ولاړ یو هیواد شوه ، په مختلفو ډلو او ټپلو لکه د فاطمینو ، داعش ، طالب ډلو باندی یې افغان وژنه او ورور وژنه شروع کړی .
د غازی امان الله خان او محمد اشرف غنی تر منځ فرق دا ده چې غازی امان الله خان له لمړی ورځی له انګریزانو څخه د ازادی غوښتلو لپاره توره راوچته کړه او مبارزه یې شروع کړه چې پدغه چاره کې بریالۍ هم شوه خو محمد اشرف غنی له لمړی ورځی څخه په افغانستان کې د سرتاسری سولې راوستو لپاره مټی رابډ وهلی او لا هم پدغه چاره کې بریالۍ شوی نده خو هیله مندی ورته شته .
موږ سیاسی ازادی د غازی امان الله خان د توری په راویستو واخیسته خو هلته مو اقتصادی ازادی نه وه اخیستی ، محمد اشرف غنی د اقتصادی او سوله ییزی ازادی لپاره هلې ځلې شروع کړی امید شته چې د غنی هلې ځلې به په افغانستان کې د روښانه څراغ په شان بلی شی او دا هیواد به یو ځل بیا په ازادی روښانه کړی.
ولسمشر غنی پدی هڅو کې ده چې بهرنیو هیوادونو ته هغه اشخاص او افراد په تعلیمی بورسونو لاړ شی چې استعداد ، لیاقت او شایسته ګې یې لری تر څو هلته د افغانستان سمه نماینده ګې وکړي.
ولسمشر غني هڅه کوي چې د د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د غازي امان الله خان نیمګړی څپرکی بشپړ کړي او په همدې خاطر یې هم د دارالامان ماڼۍ چې په کورنیو جګړو کې ویجاړه شوې وه، له سره ورغاوله او هم یې د دارالامان اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده او د دې ترڅنګ یې د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ او مناسبت د اماني عصر ټولې تاریخي ماڼۍ ورغاولې.