د سولې مذاکرات ولې د افغانانو په رهبرۍ؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

پښتو متل دی چې پردی غم له واورو سوړ وي، نو نن جنګ پر افغانستان دی، قرباني یې افغانان دي، نو له همدې امله  د سولې مذاکرات باید د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي، ځکه چې افغانانو هم روان بحران او ستونزې په اسانه تشخیصولی شي، هم ورته مناسبې او سوله ییزې حل لارې لټولی شي او هم د اساسي قانون د حکم مطابق جنګ او سوله د افغان دولت صلاحیت دی

او د دوی په رهبري او مالکیت باید دا پروسه ترسره شي. مګر په دغه مهمه پروسه کې د نړیوالو ملاتړ ته هم اړتیا ده. پکار دی چې د افغان دولت په رهبري خپل حمایوي نقش ته دوام ورکړي.

د ولسمشر غني په مشرۍ افغان دولت نه یواځې خپلې ستونزي تشخیص کړي، بلکې د رهبرۍ لپاره یې خپل ظرفیت، قضاوت او استقامت هم ښودلی او په ډېرو ازمایښتي حالاتو کې له خپل مسیره یا لومړیتوبونو څخه نه دی ګرځېدلی. سوله د افغان دولت ملي غوښتنه ده، اوهر افغان د خپل رهبریت او مسولیت په ادا کولو کې هر ډول قربانۍ ته تیار دی.

 

افغان وسله وال ځواکونه هره ورځ د هیواد د دفاع په برخه کې بې حده قربانۍ ورکوي، دوی وضاحت او اطمینان ته ضرورت لري چې د دوی ظرفیت او توانایي به په خطر کې نه لوېږي او نه به ضایع کېږي.

 

د استقلالیت حق د اوسني نړیوال نظام اساس دی. د ملي وحدت حکومت د اصلاح یو واضح او سیستماتیکې اجنډا له مخې پر مخ ځي. د استقلالیت دغه حقوق لږ تر لږه دا ایجابوي چې د سولې بحث همغږي او شریک رهبریت له افغان دولت سره وي. دوه ګونی برخورد د منلو وړ نه دیحکومتونو ته باید اجازه ورنکړل شي چې خپلو هېوادونو کې شورشونه په تشدد وځپي او د نورو هېوادونو شورشیانو ته زمینه او بستر اماده کړي.

موږ باید په دې بحثونه پیل کړو چې نړیواله ټولنه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ملاتړ وکړي. پر موږ د بې سرحده جګړې تپل کېدل او په افغانستان کې د جګړې څو بعدي ماهیت موږ اړ باسي تر څو ژور تفکر ولرو او بهترین دیپلوماتیک مهارتونه استعمال کړو چې د یو ټاکلي وخت په چوکاټ کې د افغانستان د راتلونکي تضمینولو او بې طرفۍ حفظولو لپاره یوې نتیجې ته ورسېږو. د بین المللي تروریستي سازمانانو ګواښ له منځه وړلو لپاره همغږو هڅو ته اړتیا ده تر څو دا یقیني شي چې زموږ د نړیوالو شریکانو مالي او ځاني قربانۍ ضایع نه شي.

پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره په پروسه کې د نړیوالو شریکانو وړاندیزونو او ملاتړ ته اړتیا ده. د افغان دولت  له خوا د وړاندې شویو مرحلو تسلسل سره موافقه، یا یو د بدیل تسلسل وړاندیز، به د سولې پروسې په بریالیتوب کې مرسته وکړي. هغه ساحه کې چې افغانستان ډېر ملاتړ ته اړتیا لرو، د سولې هوکړې څخه وروسته د افغانستان اړتیاوې دي. کله چې د سولې توافق عملي کېږي، نو د سولې له تامین وروسته د ثبات د تحکیم لپاره د نړیوالو رول ځکه ضرور دی چې دوی باید شغلونو د ایجاد او کاري زمینو په برخه کې داسې پروژې پلان او پلې کړي چې د افغان دولت له اړتیاوو او لومړیتوبونو سره همغږې وي، تر څو له جګړې ستړي او راستانه شوي وسله وال طالبان په کې د خپلې کورنۍ لپاره رزق وګټي او له جګړې او وسلې سره د تل لپاره مخه ښه وکړي.