سوله او ټاکنې !

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

aaaaaa

 

مطیع الله

دا چې په روان کال کې افغان حکومت او نړیوال غواړي چې افغانستان ته سوله راولي او د سولې روانې هڅې زیاتې کړي. خو په همدې روان کال کې به د افغانستان د ریاست جمهوري ټاکنې هم تر سره کېږي، او د دې لپاره هم په هیواد کې دننه پوره چمتوالی نیول شوی دی.

افغان حکومت غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې څوک درغلي ونکړي او بهرني هم پکې لاس وهنه ونکړي. په همدې خاطر غواړي چې راتلونکې ټاکنې شفافې او په امن کې تر سره شي. د جمهوررئیس غني زیات ټینګار پر شفافو او سراسري ټاکنو دی، مګر د ولسمشرۍ نور نوماندان لکه له ټاکنو چې وېره لري او له همدې امله د ټاکنو پرځای د موقت حکومت نغاره ډېره غږوي.

ځینې سیاسیون د همدې لپاره په لوی لاس ټاکنې او سوله یو د بل تقابل کې بولي، حال دا چې دا دوه جلا پروسې دي چې یوه د بلې لپاره مرسته کوي. یو شمېر افغانان وايي چې خدای نا خواسته د سولې لپاره ټاکنې ترسره نشي، نه له دې سره به په هیواد کې سوله او ارامي له مینځه لاړه او یو ډول کړکېچ به رامنځته شي. خو افغان حکومت بیا داسې نه غواړي چې د سولې لپاره ټاکنې تر سره نشي ټاکنې به تر سره کیږي ځکه چې دا د اساسي قانون ماده ده چې ټاکنې به په خپل وخت پرته له کوم ځنډه تر سره کېږي او بله دا چې د سولې پروسې د بشپړولو لپاره منتخب حکومت ته اړتیا ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د همدې لپاره وايي چې ټاکنې او سوله باید یو له بل سره ونه تړل شي، دواړو ته افغانستان او ولس دواړو ته هم مهاله اړتیا لري.په همدغه روان حالت کې  حکومت د ټاکنو امریکا او طالبان د سولې په خبرو کې مخ پر وړاندې ګامونه پورته کوي او داسې هيلې ورسره را ټوکېدلي دي چې تر ټاکنو پورې د افغانستان سوله یزه راتلونکی په داګه شي او دغه ځورېدلي او کړېدلی ولس خپل نوي ژوند پېل کړي.

خو افغان حکومت وايي چې یو شمېر بهرني غواړي چې د افغانستان په سوله او ټاکنو کې ګډوډي رامنځ ته کړي. که چېرته د هیواد روان حالاتو ته وګورو او فکر وکړو دوی په ريښتیا سره غواړي چې د افغانانو سترګو ته خاورې وشیندي. او په دې وروستیو کې  د افغان دښمنان هم راپاڅېدلي دي چې په هیواد کې ګډوډي رامنځته کړي. که چېرته دوی همداسې خپلو ورانکاریو ته دوام ورکړي په داسې کار سره به د افغان ولس زړونه هم له رایې اچونې ورتور کړي.او یو ډول ناورين به رامنځته کړي.

ښاغلي غني وایي، د سولې تر راتلو مخکې تل تشدد زیاتیږي او  د تشدد د زیاتېدو هدف د زیات امتیاز تر لاسه کول دي. او دا باید مونږه د دایمي وېرې سبب ونه ګرځو چې ګواکې تل به همداسې حالات وي. نو لنډه دا چې ټاکنې هم حتمي دي او هم له ټاکنو مه واره سوله نیمګړې ده، ځکه ټاکنې د واک د سوله ییز لېږد ټول منلې لاره ده او د همدې لپاره باید ټاکنې په ښه ډول ترسره او د سولې لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.