ولسمشر غني د کمترۍ او برترۍ احساس د له منځه وړلو په هڅه کې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
محمدبشیر یوسفزوی
په دې کې شک نشته کله چې د ټولنې نظم خرابېږي، نو یوه عمومي ګډوډي او بې نظمي رامنځته کېږي او کله چې دغه ګډوډي، جنګ، ناامني او دربدري څلوېښت کاله ادامه وکړي، نو ټولنیز نظم ورسره همغومره زیات ګډوډېږي.
موږ عملا ولیدل چې دې اوږدو جګړو له امله تاسیسات او ودانۍ او نظام څه چې ان د ځینو اخلاق وشړېدل،
د دوی چلند او برخورد بدل شو، ځینې بېخي د فرعونیت درجې ته ورسېدل. خلک یې تر پښو لاندې دل کړل. هر څه یې ځانته منحصر کړل او په خپلو بدو کړنو، ظلمونو، وحشتونو او جنایتونو سره یې ډېرو هیوادوالو ته د کمترۍ حس ورکړ.
مګر ولسمشر غني د کمترۍ او برترۍ احساس د له امنځه وړلو پر ضد راپورته شو او ان د کمپاینونو پر وخت یې دا شعار په زغرده ورکړ چې هیڅ افغان له بل افغانستان کم نه دی او هیڅ افغان له بل افغان څخه زیات نه دی او نه باید دغه ډول احساس وکړي.
نوموړي عملا له خلکو سره په لیدنو کې هغوی ته وویل چې زه موږ بادار نه بلکې خادم یم، هیڅ مقام باید د بادارۍ خوب ونه ویني او نه دا احساس وکړي، ځکه اصل بادار ولس دی. موږ ټول خدمتګاران یوو او د ولس د عزت، هوساینې او سوکالۍ لپاره کار کوو.
نوموړی چې په ارګ کې له بېلابېلو اقشارو سره ګوري او یا هم په ولایتي سفرونو کې د اړوندو ولایتونو د بېلابېلو اقشارو استازو سره ګوري، نو همدا ورته تبلیغوي چې هیڅوک له بل چا څخه کم یا زیات نه دی، موږ ټول برابر یوو، موږ ټول باید برابرۍ او د هیواد د مالکیت حس وکړو.
نوموړي حتی له ترکیې دولتي راډیو تلویزیون سره په مرکه کې هم وویل: "هېڅوک تر بل غوره یا کم نه دی. زموږ د فرهنګ په اړه به درته ووایم. هیله لرم ستاسو توجه مې جلب کړې وي. زموږ ډېری ودانۍ چې زموږ د ملي هویت ښودنه کوي له منځه تللې دي. د یوه لوی پروګرام له لارې به یې ټولې بېرته جوړې کړم. د دغو ودانیو په اړه چې کوم ویاړ او افتخار شته دی، په هېواد کې له ډېری انکشافي پروژو غوره دی، دا ځکه چې دلته زموږ د ملي هویت موضوع مطرح ده. "
نوموړي زیاته کړه، "افغانستان مختلفې ژبې او اقوام لري، خو زموږ واک زموږ په تنوع کې دی. موږ باوري یوو چې هر افغان پرته له دې چې خپله ژبه په پام کې ونیسي، ځان په دې کور [هېواد] پورې تړلی بولي. همداراز په دې بهیر کې بېرته هېواد ته د ګډوالو او هغو افغان قشرونو راګرځول دي چې بهر ژوند کوي. نږدې څلور میلیونه کسان په کډوالۍ کې ژوند کوي چې له دې ډلې یو میلیون کسان د ترکیې په ګډون د همکاریو او اقتصادي پراختیا سازمان (OECD) په غړو هېوادونو کې ژوند کوي. هغوی ډېر بااستعداده دي. خو باید ووایو چې ددې تراژیدۍ یوه ګټه په افغان کډوالو کې د انساني پانګې رامنځته کېدل دي، چې واقعاً حیرانوونکې ده."