د بلخ امپراتوري نسکوره شوه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

بلخ د افغانستان یو له نسبتاً ارامو ولایتونو څخه دی، مګر په دې وروستیو کې د غیر مسوولو وسله والو له لوري په کې د خلکو ژوند او جایداد خوندي نه دی. مرکزي دولت د بلخ د خلکو د ژوند، سر او مال د خوندیتوب او د لا ښه امنیت د تامین په موخه د نوي امنیه قومندان د مقررۍ اقدام وکړ چې دا یې قانوني صلاحیت هم دی، مګر د بلخ پخواني والي عطا محمد نور یې پر وړاندې غبرګون وښود او غیر مسوول وسله وال یې لارو او واټونو ته د اعتراض او د نوي امنیه قومندان د معرفي کولو د مخنیوي په موخه واستول.

 د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او پخوانی د امنیه قومندان اکرم سامع  خپلو ملاتړو او غیر مسوولو وسله والو ته وویل چې لاس په کار شئ، په ولایت کې داسې وران کاري او ګډوډي رامنځته کړئ چې حکومت  یا له خپل دغه نوي تصمیم څخه واوړي او یا یې هم تطبیق نشي کړای. مګر حکومت د هغوی مخه ونیوله، ګڼ وسله وال یې هم ونیول او نوی امنیه قومندان یې معرفي کړ.

د بلخ مخکېني والي عطا محمد نور غوښتل چې د خلکو له احساساتو څخه په ناوړې استفادې د ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ شخړه رامنځته کړي او هغوی یو د بل په تقابل کې واقع کړي، ځکه له کومې ورځې چې د هغه امپراتوري نسکوره شوې، نو سخته عقده مند شوی او هره لحظه له حکومت څخه د غچ اخیستنې په فکر کې دی، مګر د پولیسو ځانګړو ځواکونو او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین وضعیت ته په کتو هر څه مخکې له مخکې مهار کړل.

ښاغلی عطا چې له پخوانیو بدنامو جنګسالارانو څخه یو دی او د کرزي په وخت کې یې هیڅ وخت هم د مرکزي حکومت تابعداري نه کوله، نو له همدې امله یې په امپراتور شهرت موندلی و او په بلخ کې یې امپراتوري اعلان کړې وه، مګر ولسمشر غني هم دغه امپراتور کاواکه کړ او هم یې د هغه خیالي او هوایي امپراتوري داسې رانسکوره کړه چې خلکو ته یې د خوښۍ او ارامۍ احساس ورکړ.

د افغانستان خلکو له جنګسالارانو او غیر مسوولو وسله والو څخه تر پوزې رسېدلي او د هغوی ظلمونه او جنایتونه نور نشي زغملی، نو د همدې لپاره یې همېشنۍ غوښتنه له دولت او ولسمشر غني څخه د هغوی بې وسلې کول او له واکه ګوښه کول و. حکومت په تېر کال کې په بېلابېلو ولایتونو کې غیر مسوول وسله وال او جنګسالاران بې واکه کړل، وې نیول او د  قانون منګولو ته یې وسپارل چې ولس د دې اقدام تود او پراخ هرکلی وکړ.

حکومت لا هم د وسله والو او زورواکو پر وړاندې جدي دی او په دې برخه کې به هیڅ ډول نرمښت ونه کړي. مګر په دې برخه کې د ولس ملاتړ ته هم اړتیا ده. ولس باید د حکومت د دغې مبارزې د هرکلي ترڅنګ همکاري هم وکړي، تر څو غیر مسوول وسله وال او زورواکان د ولس په منځ ځانون مصون ونه ګڼي، د دوی ولسي مصونیت باید له منځه لاړ شي. دوی باید په خپلو کړنو پښېماني وښيي. توبه وکاږي، قانون ته غاړه کېږدي.