طالبان ولې بار بار د سولې بلني ردوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
اېمل پیاوړی
طالب اصل نه د سولې لپاره جوړ شوی او نه هم د سولې فکر، واک او اختیار لري. دا هغه جنګي ډله ده چې په دې وروستیو کې په مصنوعي توګه د پاکستان او نورو په ملاتړ رامنځته او په ډارماتیک ډول د جنګسالارانو پرځای واک ته ورسول شول او بیا همداسې په ډراماتیکه توګه له واکه وشړل شول، مګر بېخي نابود نشول
.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې وروسته چې امریکا وقهرېده او دغه برید یې د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده شبکې کار او پلان وباله او هغه مهال اسامه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو مېلمه و، نو له همدې امله امریکا د طالبانو پر ضد جنګ شروع کړ. په دغه جنګ کې یې نړیواله ټلواله رامنځته کړه، د هوایي بریدونو له لارې یې طالبان وشړل، مګر طالبان غلني پاکستان ته لاړل.
پاکستان له سره بیا پر طالبانو پانګونه وکړه، هغوی یې سره راټول کړل، منظم یې کړل، جنګي روزنه او وسلې یې ورکړې او بیا یې د افغان دولت او په افغانستان کې د مېشتو امریکایي او بهرنیو ځواکونو پر ضد وجنګول. لا هم وسله وال طالبان د دولت او بهرنیانو پر ضد جنګېږي. په دې کې پاکستان تاوان وکړ، ځکه چې د تروریزم په ملاتړ بدنام شو، شهرت او نوم یې خراب شو، نړیوال ورباندې مشکوک شول، پاکستان باندې نړیوال فشارونه زیات شول، له سیاسي صحنې څخه څنډې ته او منزوي شو، له افغانستان سره یې اړیکې خرابې شوې او لا هم پاکستان د نړۍ او سیمې په کچه د طالب د یارۍ او ملګرتیا زیان ګالي.
له دې ور اخوا لکه څنګه چې د طالب موجودیت او منځته راتګ طبیعي او د دوی د واک خبره نه وه، نو همداسې د طالب د سولې او جنګ انتخاب هم د دوی په لاس کې نه دی. دا تصمیم له پاکستان او د دوی نورو بهرنیو بادارانو پورې اړه لر ياو پاکستان چې طالبانو ته څه نقشه، اجنډا او برنامه ورکوي، نو طالبان مجبور او مکلف چې همغسې عمل وکړي.
په دې وروستیو کې پاکستان د امریکا له لوري له سخت فشار سره مخ دی، نو په همدې خاطر یې طالبان دېته مجبوره کړي دي چې له امریکایانو سره د سولې خبرې او مذاکرات د تړلو دروازو تر شا ترسره کړي. حال دا چې طالبانو دا اتلس کاله افغانان په دې نامه وژل چې ولې یې امریکایان په هیواد کې منلي او د دوی پر ضد نه راپورته کېږي، مګر نن طالبان په خپلو له امریکایانو سره د سولې خبرې کوي مګر د خپل هیواد، نظام او هیوادوالو په ورځ هره ورځ جنګ، ترور، جنایت او بریدونه کوي. دا د دې ښکاره دلیل او ثبوت دی چې وسله وال طالبان نه د جنګ او نه هم د سولې د انتخاب صلاحیت لري او په همدې خاطر تل د دولت د سولې بلنو ته منفي او رد ځواب ورکوي.
طالبانو ته ښایي چې د پاکستان له حلقې ځان وباسي او د خدای امر ته چې سوله ده تسلیم شي او په دې ډول د افغانانو تر ټولو لویې هیلې ته د زړه له کومې لبیک ووایي.