د افغانستان په جنګ او سوله کې دګاونډیانو رول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

افغانستان چې د اسیا په زړه کې ځای لري، پخوا به یوازې په کلیشه یي توګه په لیکنو، ویناوو او شعرونو کې د اسیا زړه یادېده، مګر ولسمشر غني په دې وروستیو څلور نیمو کالو کې د خپلو اقتصادي، ملي او سیمه ییزو برنامو او پلانونو پر مټ په واقعي توګه د اسیا په زړه او څلور لاره بدل کړ او د سیمه ییزه همکاریو د وصل مرکز یې وګرځاوه.

کرار کرار د سیمې هیوادونو هم د افغانستان ارزښت درک کړ او په دې پوه شول چې له افغانستان سره د دوستانه اړیکو لرل نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د هیوادونو په ګټه هم دي او د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات او امنیت لپاره ګټور دي.

لکه څنګه چې د افغانستان په جنګ کې ځینې ګاونډیان رول لري، نو همداسې په سوله کې هم ګاونډي هیوادونه ځانګړی رول لري. خو متاسفانه چې یو شمېر ګاونډي هیوادونه د افغان سولې په دغه تازه او تاوده بهیر کې خپل رول څنګه چې ښایي هغسې نه ادا کوي. که څه هم ایران او پاکستان بار بار ولسمشر غني ته په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی، مګر د دوی دغه همکاري یوازې ژمنه پاتې شوې او په عمل کې یې خپله همکاري نه ده ثابته کړې.

پاکستان چې د افغانستان تر ټولو نیږدې ګاونډی هیواد دی، هر وخت یې چې د طالبانو له ملاتړ لاس واخیست، نو همغه شیبه به په افغانستان کې جنګ پای ومومي. ځکه چې ترهګرې ډلې دوی روزي، پټنځایونه یې ورته ورکړي، د سپکو او درنو وسلو او مالي مرستې هم دوی ورسره کوي. او د نورو پر وړاندې یې لمسوي.

ولسمشر محمد اشرف غني پر خپلو ګاونډیو هیوادونو غږ کوي او له دوی څخه په افغان سوله کې کوم شهکار نه غواړي، یوازې همدومره ورته وایي چې حداقل له وسله والو ډلو او ګروپونو سره خپلې اړیکې وشلوي. له دوی سره دې خواخوږي نه کوي او همدارنګه دې مرستې، جنګي وسایل او نور تجهیزات نه ورته برابروي. که چېرې ایران او پاکستان د ولسمشر غني دغه سپارښتنې په عمل کې صادقانه پلې کړي، نو دا له افغان سولې سره لویه مرسته ده. ښاغلی غني وايي چې  که د سیمې هیوادونه د زړه له کومې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته ونه کړي. په دې سره به نه یواځې افغانستان بلکې ګاونډي هیوادونه به هم هره ورځ له بد مرغیو سره مخامخ وي.

افغان دولت باور لري او دا یې مسولیت هم دی چې په هیواد کې سوله راولي او دغه راز مسول دی چې د هغه چا په وړاندې چې جګړه غواړي، د سولې غږ نه اوري او سولې ته اماده نه دي جګړه وکړي او تروریستي ډلې وځپي، ځکه حکومت هیڅ وخت هم تروریستي دلو سره خبرو او سولې ته چمتو نه دی، حکومت یوازې له افغان وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکرات کوي.

افغانستان په خپل اوږد تاریخ کې هیڅ ګاونډي ته هم کوم خطر او تهدید نه دی پېښ کړی، مګر له بده مرغه پر افغانستان د شورویانو له یرغل وروسته ایران او پاکستان تل د جنګي ډلو او ناامنۍ پلوي کړې او په افغانستان کې یې د جنګ له ادامې سره مرسته کړې ده.