طالبان دې له ترهګرو خپله لاره جلا کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګزو ځواکونو له وتلو او ورپسې د کمونست پلوه واکمن رژیم له ماتې وروسته افغانستان د جهادي ډلو او تنظیمونو له لوري په کورنیو جنګونو کې ښکېل شو. دې جنګونو د ورانیو او ویجاړیو ترڅنګ بربادۍ او بدبختۍ هم وزېږولې، ځکه ترهګرې او تروریستي ډلې افغانستان ته راغلې. اسامه بن لادن د پاکستان په مرسته او د جهادي ډلو په ملاتړ افغانستان ته راغی او کرار کرار دلته

القاعده خپلې ځالې جوړې کړې، طالبان را پیدا شول او دوی له القاعده سره خپلې اړیکې وغځولې، لنډه دا هیواد د یو بل بد ناورین سره مخ شو، داسې ناورین چې لا یې هم په اور او لمبو کې سوځي.

د القاعده له خوا زموږ د هېواد یرغمل کولو څخه را پدېخوا تر پولو ورهاخوا ترهګریزو شبکو موږ په نښه کړي یوو. لا هم زموږ هیوادوال هره ورځ د دغو ترهګرو د تروریستي بریدونو او فعالیتونو قرباني کېږي. د دې مسوولیت هم پاکستان ته ورګرځي، هم جهادي ډلو ته او هم طالبانو ته.

طالبان لا هم له ترهګرو سره غاړه وړي، مګر جهادي ډلې یو وخت د القاعده خواخوږي او ملاتړي وو اوس له هغوی څخه پټ ګرځي او وېرېږي چې دوی په نښه نه کړي. مګر بل لورته همدا جهادي ډلې حکومت ته هم خنډونه ایجادوي. بې ځایه فشار واردوي او په ملي مسایلو کې د ملي ګټو پرځای په خپلو شخصي ګټو زیات تاکید کوي.

القاعده او ترهګر غواړي چې د افغاني ټولنې او دولت تباهۍ له لارې په نړیواله کچه خپل ترهګریزو او ورانکارو موخو ته ورسېږي. دوی افغانانو ته د ورکولو لپاره هېڅ نه لري او نه هم له افغانانو سره کومه شخصي دلچسپي یا دښمني لري، بلکې دوی غواړي زموږ پاکه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راولي، دلته خپل مرکزونه او ځالې جوړې کړي او بیا زموږ مقدسه خاوره د خپلو شومو موخو او ترهګریزو فعالیتونو د پلان او ترسره کولو لپاره وکاروي.

دوی زموږ له ستراتیژیک موقعیت څخه ګټه اخیستې تر څو په سیمه او نړۍ کې فاجعې وزېږوي. د دې تروریستي شبکو هدف افغانستان نه دی، بلکې یو حساس ځای دی چې له دې ځایه ابزاري استفاده وکړي، له بده مرغه په همدې دلیل د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګمراهان دلته راځي او زموږ ټولنې ته مرګونه او تاړاک له ځانه سره راوړي. بل پلوه زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د سپر او دېوال په څېر د دوی پر وړاندې جنګېږي، مبارزه کوي او د دوی مخه یې ډب کړې ده.

طالبان دې د جهادي ډلو په څېر له ترهګرو او القاعده څخه خپله لاره بېله کړي. له جګړې دې لاس واخلي او خپلې ستونزې دې د سولې او مذاکراتو له لارې له افغان حکومت سره حل کړي. دوی باید د سولې له برابرې شوې زمینې او فرصت څخه استفاده وکړي. دوی دې د خپلو بادارانو د درواغو په وعدو او ملاتړ نه غولېږي، دوی هیڅ وخت واک ته نشي رسېدلی او نه هم په داسې ځواک بدلېدلی شي، چې افغانان یې اطاعت وکړي، ځکه افغانان هیڅ وخت او د هیچا د زور تابع نه دي.

د افغانانو غوښتنه همدا ده چې که چېرې طالبان په حقه وي او یا خپل ځانونه برحقه بولي، نو بیا دې سولې ته غاړه کېږدي، د جګړې لاره دې پرېږدي، انسان وژنه او افغان وژنه دې ودروي، د پردیو په لمسون کې دې خپل هیواد نه بربادوي، کنه دوی به دغه د سولې او مذاکراتو فرصت له لاسه ورکړي او بیا به د جنګ او زور له لارې وځپل شي.