ښکلا څه دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

ښکلا چی معمولاً ښکلی شیانو او یا اجناسو ته لکه گل ، طبیعت ، موزیک یا، ښځی ته
پکار وړل کیږی له ډیرومخکی زمانو څخه لا تر اوسه ډیر په زړه پوری موضوع دی
مگر مخکی له دی چی په نوموړی موضوع رڼا واچو ، یوځل بیا په تاکیدی ډول سره
څرگندوم چی ښکلا که د شاعران، ادیبان ، دوکتوران اویا د ساده خلکو له خوا تعریف
اوتوصیف شوی ، اکثراً د ښځی د ښکلا په اړین شوی دی .
پس په واقیعت کی ښکلا هغه عینی انعکاس دی ، چی دلیدونکی په سترگو کی نغښتی دی ،
اویا دلیدونکی په سترگو کی وی ،چی د ښکلا تعریف او توصیف دخپل لړلید اوپوهاوی
له نظره په ادبی کلیماتو او جملو افاده او بیانوی.
یا په بل عبارت ، ښکلا په عام ډول سره هغه اړین او صاف او کرکترونه دی ، چی په یو
شخص ، په یو محل )place( ، په یو نهاد )object( ، اویا په نظریاتو اوایدیا کی موجود وی
کوم چی دا نسان په ماغزه ،او په سترگو کی دخوښی ، معنی ، مفهوم ، یا قناعت احساس
راژوندی کړی ،چی دیو لړ حساس بوږنونکی تظاهراتو پر بنیاد لکه شکل ، رنگ ، بوی ،
شخصیت ، آواز ، یا خیال څخه منشا اخلی.
ښکلا دښکلا پیژندنی )Aesthetic( ، ټولنی پیژندنه )Socioloy( ، ټولنیز روان شناسی ،
او دکلچر یو برخه تشکیلوی.
ښکلا یو کلتوری خلقت او رازیږونه دی ، همدارنگه ښکلا نن د پانگوالی په ټولنه کی یو
ستر تجارتی بڼه غوره کړی ، چی پانگوالی دخپل متاع دخرڅلاو دپاره ښکلی پیغلی
استخداموی .دبل طرفه ښکلا هغه کیمیاگری دی چی کیمیا گر دمختلفو موادو له مخلوطولو
اوگډولو څخه یو ښکلی شی یا عنصر را زیږوی.
ښکلا په ذهنی لحاظ سره هغه ذهنی هڅی او اند دی چی اکثراًدیو نهاد )Entity( څخه شخص یو برداشت او تصور پخپل ذهن کی را زیږوی کوم چی نوموړی برداشت دطبیعت
سره په موازنه اوهم اهنگی کی قرار ولری .او په شخص کی کشش او دتمایل احساس را
پیداکړی . پس ویلی شو چی ښکلا دلیدونکی په سترگو کی دی.
ښکلا ممکن په شخص کی یو ژوندی هستکونکی احساس وی ، یا داچی ښکلا شاید چی
یو پټ او خاموش مثبت عکسوی انگیزه دیو هستونکی شی مفهوم او معنی وی.
ښکلا دعینیت له پلوه یعنی هر هغه را جذبونکی او بوږنونکی تظاهردی کوم چی په شخص
کی ، یو مفهوم را ژوندی کړی
داخلی ښکلا : دهغه تصور او مفهوم په کار وړل دی کوم چی دیو شی مثبت اړخونه بی له
دی چی فزیکی موجودیت ولری بیان شی ، یا داچی دهغه فزیکی نښی اونښانی په شخص
باندی خپل اغیزی وغورځوی او شخص هغه ته تمایل پیدا کړی لکه مهربانی ، درناوی
مرحمت ، کرم ، سخاوت ، سجایا ، خندا، مسکا ، نخره یا عشوه اودا سی نور.
لویانو ویلی دی:
ښکلا د لیدونکی په سترگو کی وی.
مثلاً ډیر ځل دا سی لیدل شوی ، چی تا سی یو ښکلی ښځی یا انجلی ته واییی ، چی خدای
دی له نظره وساتی ډیر ډیر ښکلی او ښا یسته یی ، هغه سمدلاسه تاسی ته وایی دستاسی
سترگی ښایسته دی چی ښا یسته وینېی.
او س دپورتنی لنډ څرگندونی څخه لاندی دوه سوالونه زمونږ په ذهن کی را پیدا کیږی:
ایا دا واقعاً ریښتیا دی ? چی ښکلا د لیدونکی په سترگو کی دی. *
ایا دښکلا دټاکلو دپاره کوم عینی قبول شوی میعار یا اندازی موجود دی *
ددی دوه پورتنیو سوالونو ځواب په لاندی ډول دپوهانو او ښکلا پیژاندانو دیو
لړ علمی څیړنو او تحقیقاتو په پام کی نیولو سره لوستونکی ته وړاندی کوم او هیله لرم
چی تر یو حده دهغو تنده مات شی.
ښکلا پیژوندونکی دښکلا دپاره ځنی نښی او نښانی را ویستلی دی چی ښکلا لا پسی
مالگین کوی، لکه ، ایا ښکلا حمله کونکی بڼه لری ، ایا ښکلا په هوښیاری ، فعال ،روغ
اوپه زړه وړونکی شکل دشخص په ذهن کی را پیدا کیږی او یا څنگه؟
ښکلا پیژوندونکی دیو لړ ریسرچونو پر بنیاد دښکلی نارینه اوښکلی ښځینه دغړی
دتوصیف دپاره ځنی شاخصونه ټاکلی دی چی په لاندی ډول پر هغه تم کیږو..
اول په نارینه کی:لوړ قد ، په ویښتو پوښلی سر ،راوتلی اوبرجسته وریځی ، هموار گیډه، دعلوی اوسفلی غړو ښه تناسب ،خوشحال او بشاش څیره ،په قطار سره
برابر غاښونه ، دمخ تنا ظر اودا سی نور.
له بل پلو هغه نارینه چی دهغوی اونه لنډ اودغړو تنا سب یی نابرابر اویا دنورمال حد څخه
ښکته او پورته وی او یا داچی دهغه مخ نا متنا ظر او دهغه وچوله گنځ وی ، دا سی انگرنه
کیږی چی نوموړی شخص شاید دغړو دا عدم تناظر دزیږیدو له وخته ولری ،چی دهغه
ا سباب دطبی په لحاظ ډیر زیات دی اودهغه څیړل پراخ حوصیله غواړی او دلته لازم نه
گڼل کیږی چی پری بحث وشی ،اما که چیری نوموړی شخص دزیږیدو په وخت نورمال وی
اودخپل عمر په وروستیو وختونو کی پورتنی اوصاف تر لاسه کړی وی ، داسی تصور کیږی چی ممکن نوموړی شخص ځنی روحی او سیکا لوژیکی ستونزی ولری لکه روحی
انحطاط ، معدوی پرابلمونه ، دخوب اود استراحت تشوشات ، سردردی ، دذکاوت او هوښیارتیا کمښت ، نظر وهغو نارینو ته کوم چی دهغوی مخ او صورت متناظر وی.
دوهم په ښځینه کی :دښځی دبدن هغه غړی چی دنارینه پاملرنه او توجه
را جلبوی عبارت دی له : له سترگی ، زلفی ، متنا ظر مخ ، لاسونه ، مړوندونه ، متناسب
او زړه وړنکی ورنونه ، غټی او ښوی پنډی ، نری ملا ، موزون حوصیله ، را سته اوسم
دملا تیر ، راوتلی متنا ظر تییونه ، نری گوتی ، سپین په منظم قطار سره پروت غاښونه
نری وریځی ، صراحی ډول سپین او ستره غاړی ، ښکلی اوموزون کالی او زیورات.
که چیری په یو مونث جنس کی پورتنی غړی ناموزون بڼه ولری اغلباً په هغه کی ځنی ناروغی موجود وی اویا داچی دنر دخشونت سره مخامخ وی اویا داچی سیکالوژیکی
پرابلمونه ولری او یا داچی پخپل ژوند کی دمینی له پلوه کمی ولری اویا داچی دخپل
ودی په دوران کی لازم غذایی مواد نه وی اخیستی .خصوصاً دودی په دوه کلنی او د
بلوغیت په دوران کی او یا داچی دجنیتیکی له لحاظه ناروغ جن )Gen(ولری.
په هر صورت دعرف له مخی ښکلا هغه بوږنونکی انگیزه او ذهنی احساس دی چی
پر ښکلا باندی دمینو خلکو احسا س دښکلا وړاندی کونکی اغیزه ډیر پیاوړی وی
لکه چی په دی لاندی بیت کی جوته کیږی:
زړه چی مین شی ښایست نه غواړی
خوب یی چی را شی بالښت نه غواړی
پای