ملنګ جان : پښتو ، پښتونواله او پښتونستان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د لړم په لسمه د پښتنو د ستر ولسي شاعر ملنګ جان د شهادت ۵۲ تلین لمانځو . دی په همدې نېټه په ۱۳۳۶ کال « کله چې له کابله ننګرهار ته له خپلې کورنۍ سره همسفر و ، د لته بند په غاښي کې پرې ګاډي واوښت او له خپل یوازیني درې کلن زوی دواجان سره د مرګ ګورنډي ته وغورځید » .


د مړینې په وخت ملنګ جان ۴۳ کلن و . نو ځکه ویلای شو چې هغه ځوانیمرک ومړ او لوی څښتن هغه پر پښتو او پښتنو د زیات عمر لپاره ونه لوراوه .
ملنګ جان ، پښتو ، پښتونواله او پښتونستان سره هممانیز یا مترادف مفاهیم دي .
کله چې موږ له ملنګ جان څخه غږیږو په حقیقت کې موږ له پښتو ، پښتونوالې او پښتونستان څخه یادوونه کوو . د ملنګ جان له نوم سره پښتونواله او پښتونستان تړلي دي .
پښتنو کې به موږ د ګوتو په شمېر شاعران لکه خوشحال بابا او یا څو نور ولرو چې د ملنګ جان په څېر ، دومره له هغه مفاهیمو سره چې د دوی د شعرونو خټه ، بوده او تنسته جوړوي ، له هغو سره په عمل کې نږدي پاتې شوي وي او په ژوند يي د خپل ژوند د لارې مل ګرځولي وي .
دا چې ملنګ جان وايي :
زما ځواني ډول کوي دپښتو او پښتونواله سره ****** زه په پښتو او پښتونواله باندې سر ورکوم
ملنګ جان د یوه ژمن پښتون پتوګه ، په هر شي سر نه ورکوي بلکې نوموړی په داسې څه سر ورکوي او خپله ځواني پرې خاوري کوي چې هغه د پښتنو د شتون او هویت لپاره تر هر څه زیات ارزښت لري او هغه پښتونواله ده .
ملنګ جان ، پښتو او پښتونواله لکه ارواښاد وزیر محمد ګل خان بابا چې وايی « پښتنو لپاره که پښتو او پښتونواله نه وي هیڅ به نه وي » یوازي ساده خبرې نه بولي ، بلکې ملنګ جان پښتونواله د پښتنو له خپلواکۍ سره تړي . که پښتانه خپلواکي ونه لري او د نړۍ د خپلواکه ملتونو پشان د خپل هېواد چارې پخپله لکه څنګه چې يي زړه غواړي هسې مخې ته یونه سي ، ملنګ جان دا پښتو او پښتونواله نیمګړې بولي . هغه پښتونواله په ودانۍ ، پوهه او پرمختګ کې له ګاونډیو هېوادو او نړۍ سره د پښتنو په سیالۍ کې ګوري .
ملنګ جان لکه ارواښاد علامه عبدالحي حبیبي چې پښتنو ته د پښتو او پښتونوالې په اړه بشپړ کتاب لیکي او ددې کتاب په هره برخه کې پښتانه د هغو پلي کولو ته رابولي ، دی هم ورته د خپل شعري غونډ « دیوان » زیاته برخه وقفوي او د پښتو او پښتونولۍ د ارزښت په بیانولو کې له دوی سره ځان ملګری بولي .
خو د پښتو او پښتونولۍ ځیني مخالفین په دې اند دي چې پښتونواله بویه ، د زړو او له کاره لویدلو اندیښنو ، دودونو او خرافاتو ټولګه ده . په داسې حال کې چې پښتو او پښتونواله د زړو پر ځای د نویو اندیښنو خپلول او د زړو دودونو او خرافاتو په وړاندې د مبارزې یوه بڼه او نوم دی .
که داسې کسان په پښتنو کې هم وي ، چې هغوی پښتونواله زړه پالنه بولي او یوازې په دې ځان پښتون بولي چې پر خرافاتو ټينګ ولاړ وي او له پښتونولۍ څخه د پرمختګ او لوړتیا په ضد ګټه اخلي ، په غلته پوه شوي .
هغه پښتانه هم چې پښتو او پښتواله په پيسو خرڅوي ، خپله ژبه پریږدي او د نورو د خوښۍ لپاره له خپلې ژبې تېریږي او په خپله ژبه او هویت شرمیږي . دوی هم له بده مرغه د پښتنو د مخالفینو په ډله کې راځي.
بلخوا ملنګ جان د پښتونستاني غورځنګ دوېیم نوم دی .
ترڅو چې زه ژوندی یم لاس به وا نخلم له تانه ******** زما پښتونستانه
یا لکه چې وايي :
هر څه نه به تېر شم خو ایمان نه تېرېدی نشم ***** زه لکه ایمان پښتونستان نه تېریدی نشم
یا داچې :
لوګی شمه له تانه پتنګ دې یم پتنګ *********** زما پښتونستانه ملنګ دې یم ملنګ
موږ د ډیورند د کرغېړنې او تپلې کرښې په اړوند چې یو ورور يي په دوه برخو ټوټې کړي ، یوازې د ملنګ جان په شعورونو کې د بلوغ تر بریده کرکه او نفرت وینو . او د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره د پښتنو په ویښتون او پاڅون کې د هغه د شعر د جادوګر اغیز مرهون یو .
ملنګ جان نه یوازې دا چې شاعر و او شعر ویلی ، بلکې هغه د پښتنو په منځ کې د یوه ملي غورځنګ نوم دی .
تر څو چې پښتنو پښتونستان نه وي ګټلی ، ترڅو چې د ډیورند کرښې پښتانه سره په دوه برخو ویشلي وي او تر څو چې پښتانه په یوه ملي مرکز نه وي راټول شوی ، تر هغو به د ملنګ جان خوږې نغمې د پښتنو د لارې مرستندویه وي .
ریښتیا هم پښتانه باید د اقتصادي ، پوځي او اداري مرکز تر څنګ یو واحد ژبنی او کلتوري مرکز اباد کړي ، د کندهارښار د داسې یو مرکز اغیز لرلای شي . داسې مرکز د ملت په تړښت ، جوړښت ، شتون او وده کې د بنسټ ډبره جوړوي او دا هغه څه دی چې د ملنګ جان د شعر منځړي جوړوی.
د ملنګ جان په خوږو او ملي نغمو اوس هم د پښتنو دېرې او حجرې تودې دي . او داسې افغان یا پښتون به نه وي چې د هغه په خوله کې دې د ملنګ جان دا ملي سندره نه وي :
دا زموږ زیبا وطن ********* دا زموږ لیلا وطن
دا وطن مو ځان دی ******* دا افغانستان دی
اروا دې ښاده وي
د ۲۰۰۹ کال د لړم ۹ مه
مرادزی