سهارنۍ د ورځې د درې وخته خواړو تر ټولو مهمه غذا ګڼل کیږي او اوس یو ځل بیا یوې نوې څیړنې ښودلی چې د سهارنۍ نه خوړل حتی کله ناکله که هم ويد شکرې په ناروغۍ د اخته کیدو خطر پیدا کوي.
جرمني پوهانو د ۹۶ زره کسانو د روغتیایي معلوماتو له ارزولو وروسته چې په شپږو څیړنو کې یې ګډون کړی و، دا نتیجه ترلاسه کړې چې که یو شخص حتی کومه ورځ یو وار هم سهارنۍ ونخوري د شکرې په دویم ډول ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر په سلو کې شپږ فیصده لوړیږي