زموږ ماشومتوب

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

موږه لوى شوي د باروتو په لوکو کې

کروندو کې د کوکنارو په عطرو  کې

موږ ته مينه وه پردۍ او ناروا کار

مينه بند د تاو تريخوالي زنځيرو کې

توپک لاس کې تل جګړو ته ملا تړلي

 ويده کېږو په ډبرو غرو رغو  کې

تل وژل سر پريکول زموږ تعليم وه

وينځل شوي مو ماغزه په مدرسو کې

ماشومان راوړو دنيا ته پرې خوښېږو

ورکوو يې جهالت سپېرو لاسو کې

نه مو خوند د ماشومتوب نه د ځوانۍ شته

سبا نه نشته  تل خوځېږو  په تيارو کې

ډ ،پسرلي له هيلو تاند غوټۍ رژېږي

د خزان د یخ سېليو په څپو کې