مينه (صابر) وردګ

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= زما ښکلې څانګې!!!!}زما ښکلې څانګې!!!!

اې!! زما ښکلې څانګې
اې! د ښايست پرښتې
اې! د ګلونو شازادګۍ
اې! زما د هيلو څانګې
ته رانه چېرته لاړې
زه دې يوازې پرېښودم
سترګې دې پټې کړلې
ماويل په خوب ويده يې
ګوندې راويښه به شې
خو دا زړه نه منله
او نه مې فکر کړای شوای
چې ته تنکۍ لښته به
د هيلو ډک زړه سره
او په دې ځوانه ځوانۍ
خاورو ته غېږ ورکوې
زما له غېږې نه به
د همېشه لپاره
په اوږد مزل لاړه شې
نه دې اواز اورمه
اې! د شمشاد بلبلې
پوهېږم بيا نه وايې!!
ماته په خپله ژبه
چې دې ماښام په خير
درپسې وژړېدم
خو راستنه نه شولې
اې! زما ځواني مرګې څانګې
اې! زما شهيدې څانګې
اې! زما ګرانې څانګې
الله دې درکړي جنت
هېڅ به دې هېره نه کړم
تل مې په ياد کې اوسې
اې! زما ښکلې څانګې
زما نازنينې څانګې!!!

مينه (صابر) وردګ
د دُرخانۍ د عالي لېسې د لسم (ب) ټولګي زده کوونکې

{/slide}