زرکړ: په افغانستان کې د کومېک کتاب د سبک پیل

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د لیک او لوست کچه د نورو هېوادونو په پرتله ډیره ټیټه ده. د یونېسکو او د نړیوال بانک د وېب پاڼو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې یوازې ۳۱ سلنه خلک لیک او لوست کولای شي. د بېسوادۍ د دې لوړې کچې له امله په افغانستان کې د مطالعې کلتور لکه څنګه چې په کار ده، وده نه ده کړې

.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان دننه د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو کتابونو د ژباړې او چاپ بهیر چټک شوی او د لوستونکو تنده پرې څه نا څه ماتیږي.

خو د افغانو لیکوالو د کیسو او ناولونو کتابونه لا هم کم خپرېږي. د خیالي کیسو په برخه کې، د کامېک کتاب سبک یا ژانر لا تراوسه په افغانستان کې نه دی غوړیدلای.

په کامېک ژانر کې بیا د اتلانو یا (سوپرهیروز) فرعي ژانر د افغان لیکوالانو لخوا لوستونکو ته لا تراوسه نه دی وړاندې شوی.

خو اوس د شوب په نامه شرکت د لومړي ځل لپاره په پښتو، دري او انګلیسي ژبو کې د افغان اتل یا Superhero کامېک کتاب، چې زرکړ نومیږي، افغان لوستونکو ته وړاندې کوي.

د زرکړ کامیک کتاب د یو افغان لیکوال لخوا چې بیټنی کان نومیږي لیکل او جوړ شوی دی. بیټنی کان په افغانستان کې د کامېک سبک بنسټ ایښودونکی دی چې لومړنی کامیک کتاب یې د شوب د شرکت لخوا ټولنې ته وړاندې شو.

یاد شرکت وایي، دوی غواړي چې افغانو او نړیوالو لیدونکو او لوستونکو ته د افغانستان د تاریخ، کلتور، او ټولنیز ژوند کیسې د کتاب، فلم او تلویزیون د لارې وړاندې کړي او په دې توګه د افغانانو تاریخ او کلتور ژوندی وساتي.

د کامیک ژانر دوه پیړۍ وړاندې په جاپان کې رامنځته شو، او وروسته په امریکا او اروپا کې اوج ته ورسېد. د شلمې پیړۍ په درېیمه لسیزه کې د سوپرمن پر کرکټر باندې د کامېک کتاب رامنځته کېدو په امریکا او نړۍ کې د کامېک صنعت روښانه او زرین دور ته داخل کړ.

دې سره د اتلانو کامېک کتابونه په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې خواره او مشهور شول.

د سوپرمن له کرکټر وروسته د بټ من، سپایډر من، کپتان مارول، هولک، او همدارنګه د فنټسټېک فور او نورو مشهورو اتلانو کامیک کتابونه په میلیونونو ټوکه په نړۍ کې خرڅ شوي دي.

د کامېک کتابونو تر څنګ یې سینمایې فلمونه، د تلویزیوني سریالونه، انمیشن او کارتونونه د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلي او په میلیاردونو خلک یې په ډېر شوق سره ګوري.

د اتلانو کتاب ځانګړتیاوې:

د اتلانو کامېک کتابونه پر یوه مرکزي کرکټر را څرخي چې نوموړی اتل ځانګړي مهارتونه لري. دا کرکټرد یو ځانګړي ښار یا د نړۍ خلک له قانون ماتوونکو یا تېري کوونکو ژغوري، د ظلم مخه نیسي او عدالت رامنځته کوي.

ډېری وخت اتلان په کامېک کتاب کې دوه څیرې لري. یوه یې د یو عام وګړي څېره ده چې د نورو خلکو سره یې توپیر نه کیږي.

خو کله چې خلک د قانون ماتوونکو یا ظالمانو لخوا وګواښلی شي نو دا عادي کس د اتل جامه کې را ښکاره کیږي او عام وګړي له ظلم او بې عدالتۍ ژغوري

.

ولې افغان اتل په کامېک ژانر کې؟

زرکړ لکه د سوپرمن، بټ من او سپایډر من په څېر یو افسانوي اتل دی چې د ظلم او بې عدالتیو پر وړاندې مبارزه کوي او د زرغون مینې د اوسېدونکو د حقونو دفاع کوي.

زرکړ، یو افغان دی چې په نولسمه پیړۍ افغانستان کې ژوند کوي او ځانګړي مهارتونه لري. دی د ګوربت په څیر چټک دی، خپل دښمن په چټکۍ سره تعقیبوي او د څار نه یې لېري نشي پاتي کیدای. زرکړ ځیرک او په هیواد مین افغان دی چې غواړي بېوزله او بې کسه هیوادوال د زورواکو له تېري او ظلم وژغوري.

د شوب شرکت وایي، موخه یې دا ده چې د افغانستان کوچنیانو او ځوان نسل ته زرکړ یو ښه مثال ثابت شي چې په هغوی کې د وطن پالنې حس ژوندی وساتي، د هېواد او هیوادوالو خدمت یې د ژوند هدف وګرځي او ښه خوی ترېنه زده کړي.

زرکړ به ماشومان او ځوان کهول وهڅوي چې ځانته لوړ ارمانونه وټاکي او د ترلاسه کولو لپاره یې زیار وباسي. د زرکړ د کرکټر ترڅنګ، په کامېک کتاب کې د زمرود ښځینه کرکټر د نجونو، پېغلو او ښځو لپاره یو مثبت مثال دی.

زمرود د یوې افغانې پیغلې په توګه د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي، په پوره زوړرتیا د قانون ماتوونکو زورواکو پر وړاندې دریږي او خپل هېوادوال هڅوي چې د زور پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي.

د دې کتاب چاپوونکي هیله لري زرګړ به په ځوان نسل کې د لوست کلتور عام کړي، کوچنیان به لوست سره مینه پیدا کړي او د عمر په تېرېدو سره به کتاب د ځان څخه نه بېلېدونکی ملګری وګڼي.

ماشوم په کمکي عمر کې جالبه کیسو او انځورونو ته اړتیا لري چې ساعت پرې تیر کړي او په ژوند کې ورته ګټور تمام شي.

کوچنیان په کم عمر کې د پېچلو موضوعاتو او کتابونو د لوست توان نلري، نو ځکه د زرکړ کامېک کتاب به دا تشه ډکه کړي او د افغانو ماشومانو ملګری به شي.

د وطن پالنې، هیوادنۍ مینې او د خدمت د ځانګړتیاو د ودې ترڅنګ، د زرکړ کامېک کتاب لوستونکو ته د افغانستان کلتور، ټولنه، پخوانۍ تاریخې پېښې، او د افغانانو دودونه ور وپیژني، او لوستونکي د دوه پیړۍ پخوا افغانانو د ژوند او ټولنې سره اشنا کوي.

هغه افغانان چې اوس مهال خپلو کورنیو سره له هېواده بهر ژوند کوي او غواړي چې خپلو ماشومانو ته داسې کتاب ډالۍ کړي چې په مرسته یې د افغانستان تاریخ او کلتور سره بلد شي، او هم وتوانیږي چې په خپله ژبه لوست وکړای شي ترڅو ترینه هېره نشي، نو د زرکړ کامېک کتاب یوه مناسبه ډالۍ ده چې خپلو کوچنیانو، نجونو او ځوانانو ته یې ورکړي.

ډیري افغانان چې کله د کورنیو ناورینونو له امله بهرنيو هیوادونو ته کډن شول نو کوچنیانو یې د نورو هېوادونو او کلتورونو د اتلانو کتابونه لوستل او د هغوي د کارتونونو په کتلو رالوی شول.

دې وضعیت ته په کتلو افغانانو یو ډول د محرومیت او یوازیتوب احساس کاوه. د دوی په زړونو کې دا ارمان راتله چې کاش یوه ورځ یو افغان کامېک کتاب ولولي، او کارتون او سینمایې فلم یې وګوري، ترڅو هېواد او هیوادوالو سره یې پرې مینه زیاته شي.

زرکړ د همدې تشې د ډکولو لپاره افغان ټولنې او لوستونکو ته وړاندې کېږي، چې چاپي او انلاین بڼه یې په افغانستان او ټوله نړۍ کې د امازون انټرنیټي شرکت له لارې ترلاسه کېدلی شي.

په دې هیله چې ګران هېوادوال یې له لوستلو خوند واخلي او پرې وویاړي.