سلمان به پریانکا وبخښي؟

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

په بالیوډ کې اوس دا پوښتنه کښته پورته کیږي چې ایا د هندي فلمونو مشهور ستوری سلمان خان به لوبغاړې پریانکا چوپړا وبخښي او که نه؟

پریانکا چوپړا له سلمان خان سره نوي فلم 'بهارت' کې رول لوباوه چې د فلم په ورستیو کې یې کار پرېښود.

په هندي سینما کې ټول پوهیږي چې سلمان خان له دې کار کرکه لري چې فلمي لوبغاړې دې د فلم په وروستیو کې کار پریږدي

.

تر دې وړاندې به سلمان خان نندارې ته د فلم تر وړاندې کېدو مخکې په ځینو غونډو کې پر پریانکا ټوکې کولې.

د سلمان خان یو بل فلم 'ډبنګ ۳' په را روانه ډېسمبر میاشت کې نندارې ته وړاندې کیږي او راتلونکی اختر به د پربهودا دیوا په ډایرکټرۍ د سلمان خان یو بل فلم بازار ته راشي. په دې فلم کې هم سلمان خان د یوه پولیس رول لوبوي او لوبغاړې یې کترینا کیف ده.

د سلمان خان ټیم د دې فلم د ښځینه لوبغاړې لپاره د پریانکا چوپړا نوم وړاندیز کړی و خو سلمان خان د هغې رول رد کړی دی.

ښکاري چې سلمان خان په خپله نه غواړي پریانکا سره په فلم کې کار وکړي.

تر دې وړاندې پریانکا په اسمان ګلابي دی 'سکای از پېنک' فلم کې رول لوبولی چې روانه میاشت به نندارې ته وړاندې شي.

ویل کیږي معلومه نه ده چې پریانکا ولې بهارت فلم کې کار پریښي په داسې حال چې له اسمان ګلابی دی فلم وروسته بله پروژه هم نه لري.

د سلمان خان بهارت فلم یو ځل بیا ثابته کړې، چې د عاید له پلوه تر خپلو سیالانو مخکښ دی.

د نوموړي فلم په باکس افس کې د ۲۰۱۹ فلمونو په لړۍ کې تر ټولو لوړ عاید کړی و.

'بهارت' په وروستیو اونیو کې څه باندې د دوه ملیارده هندي پیسو عاید ریکارډ ته رسېدلی و. ویل کیږي دې فلم په لومړۍ اونۍ کې څه باندې ۱،۹ میلیارده هندي پیسې (۲۵،۶ میلیونه ډالر) ګټلې وې.

دا په ۲۰۱۹ کې تر ټولو فلمونو په یوه ورځ د ډېر عاید ترلاسه کوونکی فلم بلل شوی و.