د نڅاګرې ایرانۍ نجلۍ اعتراف؛ 'د خپل زړه لپاره نڅېدم'

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایراني چارواکو ویلي، هغه نجلۍ یې نیولې ده، چې د خپلې نڅا یوه وېډیو یې پر خواله رسنیو خپره کړې ده.

۱۸ کلنه مائده هژبري د خپلې ایراني ډوله نڅا یوه وېډیو او بله د لوېدیځې نڅا وېډیو خپره کړې ده، چې پر انسټاګرام سلګونه ځله لاس په لاس شوې او لسګونه زره مینه وال پرې ورمات شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ، د ایران حکومتي تلوېزیون د مائدې په ګډون د ځینو هغو نجونو خبرې خپرې کړې، چې ټولو یې په ایران کې د "اخلاقي معیارونو تر پښو لاندې کولو" تېروتنه منلې وه.

خو مائدې ویلي، دا کار یې پر خواله رسنیو د خپلو مینه والو د ډېرولو په خاطر کړی

.

د مائدې د اعتراف په یوه وېډیو کې هغې پوښتونکي ته ویلي: "یوازې د خپل زړه لپاره نڅېدم او له دې کاره مې هېڅ عاید نه درلود."

تر اوسه څرګنده نه ده هغې دا څرګندونې پخپله خوښه کړې او که ورته اړایستل شوې ده. ځینو خلکو پر تلوېزیون د نجونو په تړاو د دا ډول پروګرام خپرېدل نجونو ته سپکاوی بللی.

مائدې کابو ۳۰۰ وېډیويي کلیپونه پر خواله رسنیو خپاره کړي، چې ډېری یې د خپلې نڅا دي، په ځینو کې بې حجابه ښکاري. د هغې د مینه والو شمېر تر ۴۳ زرو اوړي.

ایراني پولیس پر انټرنېټ د نڅا د وېډیوګانو خپرېدل جرم بولي چې ترسره کوونکی یې باید سزا وویني. په ایران کې د خواله رسنیو ګڼ داسې اکونټونه بند کړل شوي، چې دا ډول کلیپونه او وېډیوګانې خپروي.

دا مهال په ایران کې عملاً پر فیسبوک، ټویټر او د خواله رسنیو پر ځینو نورو وېپپاڼو کارولو بندیز دی، خو ګڼ ایرانیان د 'پراکسي" له لارې له نورو لارو چارو خواله رسنۍ کاروي.

پر ټویټر "نڅا جرم نه دی" هشټګ هم ډېر لاس په لاس شوی دی.

ایران ښځې ټینګو قوانینو مراعاتولو ته اړباسي، هلته په عامو ځایونو کې له سړو سره د ښځو پر نڅا بندیز دی، خو د کورنۍ غړي پخپلو کې نڅا کولی شي.

 

 

اسم این دختر جوان «مائده هژبری» است. شاید شما هم فیلم‌های رقصش را دیده باشید. پلیس به خاطر رقص‌هایش دستگیرش کرد.
هر جای دنیا بود، مایه افتخار کشور می‌شد، اما جمهوری اسلامیِ ضدبشر، با همه فساد و کثافت‌کاری‌اش، طاقت خوشی مردم ایران را ندارد!

مائده د جمناستیک لوبغاړې ده، چې پخپل کور کې د نڅا وېډیوګانې یې خپرې کړې.

ویل کېږي چې په تېرو څو اونیو کې ګڼ نور نڅاګر ایرانیان هم نیول شوي.

د حسین روناغي په نوم یوه خواله رسنۍ کاروونکي لیکلي: "د نړۍ هرځای کې ووایئ چې ۱۷ او ۱۸ کلنې نجونې د نڅا، خوشحالۍ او د دوی د ښکلا له کبله د فشحا خپرولو په جرم نیول شو او بندي شوې دي او پر ماشومانو او ... تېري کوونکي ازاد دي."