سېنما محتاطانه خوشبیني

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان فلم د موسسې پخواني چارواکي او د افغانستان د سېمنا لوبغاړي دغه صنعت ته د حکومت د پاملرنې په اړه په احتیاطي شکل خوشبني څرګندوي.

د افغان فلم د حکمي شخصیت د بدلولو او ارګ ته د افغان فلم د ارشیف د لېږدولو په اړه افغان سېنماګران د احتمالي خوشبنۍ تر څنګ دغه صنعت ته د جدي ګواښ د متوجې کېدو خبره کوي.

د افغان فلم پخوانی رئیس لطیف احمدي وايي، حکومت په لټه کې دی چې افغان فلم په تصدۍ، ادارې یا شرکت بدل کړي

.

دی چې په دې اړه د حکومتي۵ کسیزې کمېټې غړی هم دی وايي، حکومت د دغه اقدام په اړه ډېر څه نه دي ویلي خو وايي که بدلون راځي افغان فلم باید په یوه شرکت بدل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"که دا په ملي شرکت بدل شي چې د بهرنیانو او افغانانو لاس ورته ازاد وي او له ارشیف څخه یې استفاده وشي، خصوصي سکټور هم لېوالتیا پیدا کړې نو باید په دې باور وو چې په افغانستان کې فلم جوړونه بیا له سره پیلېږي او لکه د ۶۰ لسیزې په څېر دا صنعت بیا غوړېږي."

له دې سره جمهوري ریاست پرېکړه کړې چې د افغان فلم موسسې ارشیف د لا خوندیتوب په خاطر ارګ ته ولېږدوي.

افغان حکومت د افغان فلم ارشیف د لېږد د تاریخي اثارو د ښې ساتنې یوه برخه ګڼي خو سېمناګران بیا وېره لري چې مهم تاریخي اثار له یوې مخې له لاسه ورنه کړي.

له ډلې یي عرفان الله صافي ازادي راډيو ته وویل په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغان فلم د ډیجیټل کېدو هڅې پیل شوي وې افغان حکومت دا ګامونه پورته کړه چې په وینا هدف يې هېڅ نه دی روښانه.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ټول هغه څه دي چې نن سبا یې د سېنما ټول لوبغاړي او په وطن مین خلک په دوه لارو کې دوه زړه کېنولي دي، دا د خودسریو یو کار دی او په مجموع کې زموږ د څو لسیزو په لاسته راوړنو لوبې کېږي، دې موږ ټول اندېښمن او خفه کړي یو."

افغان فلم د غازي امان الله خان له دورې نیولې بیا د برهان الدین رباني تر دولته پورې لس زره ساعته ویډیوګانې لري.

په دغو ویډیوګانو کې د وخت د واکمنانو سفرونه، له نورو هېوادونو سره معاهدې او لاسلیکونه، د کابینې جلسې، افغاني فلمونه او نور ډېر څه شامل دي.

له دې سره د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، افغان فلم ته وروستۍ پاملرنه د دغه صنعت د ودې او ښې ساتنې په خاطر ده.

د یاد وزارت ویاند صابر مومند وايي، د افغان فلم د پرمختګ په اړه هر اړخیزې پلټڼې شوي دي:

"د اطلاعلاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي چې له دې برخې څه عواید تر لاسه کړي او ارګ ته د لېږد په اړه يې څو دلیلونه دي تر ټولو مهم دا چې په ملي موزیم او نورو ځایونو کې زموږ تاریخي اثار ټول لوټ شول ولې په ارګ کې هر څه خوندي دي او هلته يي ښه ساتنه کېږي."

دی وايي، د هغو سرغړونو او ناغېړیو له کبله چې د افغان فلم په موسسه کې وې د دغې موسسې رئیس هم لېرې شوی دی.