مکسیکو کې یو ښاروال د تمساح سره واده کړی

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاروال ویکټور هوګو سوسا وایي ځکه یې د تمساح سره واده وکړ چې د خپلو نیکونو دود او دستور تازه کړي.

شریک کول

د مکسیکو په جنوب کې د یو واړه ښار ښاروال پدې نیت د تمساح سره واده کړی چې له یوې خوا د خپلو اجدادو دود او دستور تازه کاندي او له بلې خوا د سیمې خلکو لپاره نیکمرغي راولي.

ښاروال ویکټور هوګو سوسا دغه تمساح چې د واده په مراسمو کې ځانګړې جامې هم وراغوستل شوې وې، الیشیا ادریانا ونوموله او هغې ته یې د شهزادګۍ نجلۍ خطاب وکړ.

دا ډول تمساحګانې په مکسیکو او مرکزي امریکا هیوادونو کې پیدا کیږي.


ښاروال سوسا د واده په مراسمو کې وویل، "زه دا مسؤلیت منم ځکه چې د یو بل سره مینه لرو. د مینې پرته واده نشي کیدی. زه د شهزادګۍ نجلۍ سره واده ته غاړه ږدم".

په همدې سیمې کې د ښځینه تمساح او سړي تر منځ واده تقریباً ۲۳۰ کاله وړاندې شوی و. د روایتونو له مخې د سیمې د اصلي اوسیدونکو جنجال وروسته تر هغه حل شو چې د چونتال پاچا د یوې بلې قبیلې د شهزادګۍ نجلۍ سره واده وکړ چې په اصل کې ښځینه تمساح وه.

د سیمې یو مخور شخص وایي پدې ډول واده کولو سره د انسان او ځمکې تر منځ اړیکه ټینګیږي او د قدرت خاوند څخه د باران، ښه کښت او ټولو هغو شیانو د ډیروالي لپاره غوښتنه کیږي چې د چونتال د سیمې د اوسیدونکو د خیر او ښیګڼې لپاره دي.

د ښځینه تمساح سره د واده مراسم داسې دي چې تر واده کولو وړاندې تمساح کور په کور ګرځول کیږي تر څو د سیمې خلک یې پخپلو لاسونو کې ونیسي او ورسره ونڅیږي.

ښځینه تمساح ته شنه لمن وراغوستل کیږي او په سر یې څو رنګی ټیکری وي چې په لاس جوړ شوی وي.

د تمساح وربوز تړل شوی وي تر څو تر واده وړاندې څوک ونه داړي.

د دې مراسمو څخه وروسته تمساح د ښارګوټي ځانګړي دفتر ته په سپین کمیس کې وړل کیږي او د واده په مراسمو کې برخه اخلي.

 

ښاروال سوسا د واده په مراسمو کې وویل، " زه دا مسؤلیت منم ځکه چې د یو بل سره مینه لرو. د مینې پرته واده نشي کیدی. زه د شهزادګۍ نجلۍ سره واده ته غاړه ږدم".


د واده کولو رسم دا هم دی چې د سیمې یو کب نیونکی باید خپل د کب نیونې جال هوا ته پورته واچوي او سندره ووایي. په سندرې کې د کب نیونې د ښه موسم، د ښارګوټي د اوسیدونکو لپاره د نیکمرغۍ، د خلکو تر منځ برابرښت او په سولې کې د ژوند کولو غاړې ویل کیږي.

تر واده وروسته ښاروال پداسې حال کې د ناوې تمساح سره یو ځای نڅا کوي چې د سیمې دودیزه موسیقي غږول کیږي.


ښاروال سوسا چې د شهزادګۍ نجلۍ وربوز یې ښکل کاوه د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، "ډیر خوښ یم چې د دوو کلتورونو یو ځای کیدل لمانځو. خلک ډیر خوښ دي".