سپي څنګه د یوې ښځې د تي سرطان په مالومولو کې مرسته کړې؟

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تریشا وايي سپی به یې هغه هېڅکله یوازې پرېنږدي

انګلنډ کې یوه ښځه وايي‌، سپي یې ورسره مرسته کړې، چې پوه شي د تي پر سرطان اخته ده.

۵۰ کلنه تریشا الیسن چې د انګلند ښار ناتنګهم شایر ښار ولفورډ سیمه کې اوسېږي وايي، دوه کلن سپي "کالي‌کراس لونا" یې په اپرېل میاشت کې پر تي ورټوپ کړل او پښې یې پرې وهلې.

دا وايي"ما درد حس کړ او معایناتو ته ورغلم."

له معایناتو وروسته مالومه شوه، چې آغلې الیسن د تي پر سرطان اخته ده او اوس تر درملنې لاندې ده.

مېرمن الیسن چې د دوو ماشومانو مور ده او د ماشومانو د پالونکې په توګه کار کوي ویلي:"زه تلویزیون ته پر کوچ پرته وم چې لونا پر ما راټوپ کړ. هغه ډېر مینه ناک او مهربانه سپی دی مخکې یې هېڅکله داسې چلن نه و راسره کړی هغه به ما یوازې پرېنږدي."

نوموړې زیاتوي:" له هغې وروسته زه ښه نه وم او درد مې احساساوه، ډاکټر لیدو ته مې وخت واخیست او معاینه مې وکړه، په دوو اوونیو کې یې پایله راغله چې سرطان یم، دوی ډېر ژر تشخیص کړ."

 

آغلې الیسن وايي:" زه پوهېدم چې هغه زما کوچنې ژوند ژغورونکی دی."

هغې د ناتنګهم ښار په روغتون کې دوه عملیاته کړي، چې د سینې غوټه یې له منځه یوړل شي، خو لا هم تر درملنې لاندې ده.

هغه وايي:"ښه حس لرم. ما تل ځان کتلی او په وروستي ځل مې چې دا کار وکړ احساس مې کړه چې تي کې مې څه نشته."

نوموړې دا هم ویلي چې:"زما په فکر دا کار د ښځو لپاره ډېر اړین دی، چې خپل تیونه وګوري آن که دوی په کور کې سپی هم و نه لري چې مرسته ورسره وکړي."