ګلناره کریمووا: سویس وايي د ازبکستان د پخواني مشر لور د جرمونو لویه شبکه چلوله

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سویس څارنوالانو د ازبکستان د پخواني ولسمشر لور ګلناره کریمووا د جرمونو د یوې نړیوالې ډلې په مشرۍ تورنه کړې چې د سلګونو میلیونو ډالرو بډو په توګه یې اختلاص کړی دی.

چارواکو په څېړنو کې د ۷۸۰ میلیون سویسي فرانک په ارزښت (۷۰۰ میلیونه پونډه؛ ۸۵۷ میلیون ډالره) ضبط کړي چې د ۲۰۱۳ -۲۰۰۵ کلونو ترمنځ مودې پورې تړاو لري.

کریمووا د اختلاص په تور له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ازبکستان په زندان کې ده.

هغې د بډو (رشوت) هغه تورونه رد کړي چې پر ګټورو مخابراتي قراردادونو پورې یې تړاو درلود.

هغه پخوا په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي دولت کې د لوړې کچې څېره وه، د خپل استبدادي مشر اسلام کریموف د لور په توګه یې خورا ډېر نفوذ درلود. اسلام کریموف په بې‌رحمانه توګه خپل مخالفان وځپل.

هغې د ګاڼو (زېوراتو) د تولید خپله کرښه درلوده، یو تفریحي تلوېزیوني چینل یې چلاوه او د ګوګوشا په نوم د پاپ ولسي سندرې یې خپرولې.

د سویس له لوري لګول شوي تور کې یو نامعلوم سوداګر په نښه شوی چې د روسیې د مخابراتو شرکت ازبک څانګه یې چلوله.

کریمووا د ازبکستان د مخابراتو سکتور ته د لاسرسي په بدل کې د بډو اخیستو او د سویس بانکي حسابونو او نورو هېوادونو کې د حسابونو یوې پراخې شبکې له لارې د پیسو په مینځلو تورنه شوې ده.

د هغې جعلي سازمان د دفتر په نامه پېژندل شوی و. د درغلیو سربېره، دې ډلې ظاهراً په خپلو عملیاتو کې له تاوتریخوالي او ترهولو کار اخیستی دی.

په تېره اګسټ میاشت کې د بریتانیا د جدي درغلیو پر وړاندې دفتر یا اېس اېف د څه باندې ۲۰ میلیونه پونډو په ارزښت هغه درې لوکس ملکیتونه ونیول چې ملکیت یې له کریمووا سره و.

د سویس فدراي څارنوالانو په تورونو کې راغلي چې د حسابونو نوموړل شوې ګټه اخیستونکي مالکان "خیالي سړي" وو او دا حقیقت یې پټ کړ چې کریمووا ریښتینې ګټه اخیستونکې وه.

کریمووا په جنیوا کې ملګرو ملتونو کې د ازبکستان د سفیرې په توګه له خوندیتوب او مصونیت برخمنه وه، خو په ۲۰۱۳ کال کې یې مصونیت له لاسه ورکړ- په دې وخت کې سویس وکړای شو چې د هغې د مالي چارو په اړه پلټې پراخه کړي.

د هغې سازمان په سویډن، فرانسه، ناروې، هالنډ، د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا کې تر جنايي څېړنو لاندې راغلی.