د هند "ډاکو حسینه"؛ د څو میلیونو غله چې غوښتل یې یوه شپه کې شتمنه شي 

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند په لودهیانا ښار کې پولیسو د ډاکو حسینه په نوم مشهوره بدمعاشه ښځه له خپل میړه سره نیولې ده.

د يادونې وړ ده، چې د جون په لسمه لودهیانا ښار کې د نغدو پيسو له رسولو يوه شرکت څخه په میليونونه روپۍ غلا شوې دي.

د لودهیانا ښار پولیسو ادعا کړې، مندیپ کور چې په مونا مشهوره ده، د دې ښار د سي ام اس له شرکته څه باندې ۸۰ میلیونو هندۍ روپیو د غلا اصلي پلان جوړونکې ده.

د لودهیانا ښار پولیسو ژمنه کړې وه، چې د غلا دا موضوع به په ۶۰ ساعتونو کې حل کوي.

د پولیسو په وینا، مندیپ د همدې شرکت یو کارمند منجندر سینګ سره په ګډه د غلا پلان جوړ کړی و.

په دې قضیه کې تر اوسه شاوخوا ۷۰ میلیونه هندۍ روپۍ ترلاسه شوې دي او ۱۸ تورن کسان نیول شوي هم دي.

'ډاکو حسینه' ځان وکیله بولي.

له دې پېښې وروسته مندیپ کور چې له پخوا په مونا مشهوره وه، د ډاکو حسینه په نوم هم مشهوره شوه.

پوليسو د غلا په دغه پيښه کې د اصلي تورن په ګډون ډېر شمېر کسان نیولي دي او تر دې دمه یې شاوخوا ۷۰ میلیونه روپۍ بېرته ترلاسه کړې دي.

د نوموړې د میړه جسویندر سینګ یوه نږدې ملګري د نوم د نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، مندیپ کور تیر کال د ټولنیزو رسنیو له لارې له جسویندر سره ملګرې شوه.

څه موده وروسته، دوی د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې واده وکړ.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، دا د مندیپ کور دویم واده و.

جسویندر له یوې غریبې کورنۍ سره تړاو درلود، د هغه پلار مهندر سینګ خټګر و.

جسویندر سینګ له واده مخکې هم په بېلابېلو برخو کې کار کړی و، خو له واده وروسته یې د خوراکي توکو په یوه برخه کې د څه مودې لپاره کار وکړ او وروسته یې دغه دنده پرېښوده.

د نوموړي ملګري وايي، له تېرو دوو مياشتو وزګار و او هر چا ته به يې ويل، چې مېرمن يې وکيله ده او ښه عاید لري.

مندیپ کور مونا څوک ده؟

 

مندیپ کور د لودهیانا ښار په یوه بې وزله کورنۍ کې زیږیدلې وه.

د مندیپ کور مور د ورځې مزدوري کوي.

تر ۲۰۲۰ کال پورې مندیپ کور د یوې عادي نجلۍ په توګه ژوند کاوه.

خو په تیرو دریو کلونو کې د نوموړې په ژوند کې لوی بدلونونه راغلل.

مونا د تلاشۍ په برخه کې لودهیانا پولیسو سره د 'رضاکارې' په توګه هم کار کاوه.

د یادولو ده، چې د هند په پنجاب ایالت کې تر کورونا ویروس وروسته د تلاشۍ په موخه له پولیسو سره د مرستې لپاره رضاکاران ګمارل شوي وو.

کله چې رضاکاران د لودهیانا پولیسو لخوا وګمارل شول، مندیپ کور هم ورسره یوځای شوه.

د دې دندې له پای ته رسیدو وروسته مندیپ کور د یو څه وخت لپاره د بیمې په شرکت کې کار وکړ.

له هغه وروسته یې دوه یا درې نورې دندې هم وکړې.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، مندیپ کور په سیمه ییزه محکمه کې د وکیلې په توګه کار کاوه او له عریضه کوونکو سره به یې په کوچنیو کارونو کې مرسته کوله، په داسې حال کې چې نوموړې یوازې تر دولسم ټولګي زدکړې کړې وې.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د خبر له مخې، مندیپ په پیل کې جسویندر ته ویلي و چې هغه یوه وکیله ده.

د مندیپ کور نیول

 

پولیسو د مندیپ کور د نیولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي وو.

مندیپ کور او د هغې میړه، له سي ام اس شرکت څخه د شوې غلا اصلي تورن کسان دي چې له پېښې شپږ ورځې وروسته د پولیسو لخوا ونیول شول.

د پولیسو د کمشنر سینګ سیدو په وینا، په دې قضیه کې له مخکېنیو نیول شویو تورنو څخه شواهد هم ترلاسه شوي چې دوی ټول له غلا وروسته اوتراکنډ ته تللي وو.

مندیپ کور او د هغې میړه جسویندر سینګ له اوتراکنډ څخه د بېرته راستنېدو پر مهال ونیول شول.

د پولیسو په وینا، له مندیپ کور یې ۱۲ لکه روپۍ او د هغې له میړه یې ۹ لکه روپۍ ترلاسه کړې دي.

څنګه یې د غلا پلان جوړ کړ؟

مندیپ کور د لودهیانا په محکمه کې له منجندر سینګ سره ولیدل.

د معلوماتو له مخې، منجندر سینګ د سیمه ییز شرکت سي ام اس کارکوونکی و.

د پولیسو یوه کمشنره وايي، چې منجندر سینګ او مندیپ کور نږدې ملګري دي.

"دواړو غوښتل چې په یوه شپه کې شتمن شي او بیا یې د سیمه ییز شرکت سي ام اس د غلا پلان جوړ کړ."

مندیپ کور او د هغې میړه جسویندر سینګ ته نږدې کسان هم په دې باور دي چې دوی دواړو غوښتل له لنډې لارې "شارټ کټ" څخه په یوه شپه کې بډایه شي.

جسویندر سینګ د همدې دلیل لپاره مزدوري پرېښوده، پداسې حال کې چې مندیپ کور د هوسا ژوند کولو هیله درلوده.

د پولیسو په وینا، دوی هغه کسان دي چې نورو تورنو ته یې د شتمن کېدو خوبونه ورښودل.