ژباړه: رفيع الله روشن
ماشوم چې تل به يې خپله مور تنګوله او مزاحمت به يې ورته کاوه، خپلې مورته وويل:
زه مې د زوکړې په ورځ بايسکل غواړم.
مور يې ورته وويل:
ايا ته فکر کوې چې موږ بايد تاته د کليزې په ورځ دې هرو مرو بايسکل واخلو؟
ماشوم ځواب ورکړ: هو
موريې وويل: اطاق ته ولاړشه ،قلم او کتابچه واخله او خدای پاک ته خط وليکه او ورڅخه وغواړه چې ستا د ښو او نېکو کارونو په بدل کې درته يو بايسکل درکړي.
ماشوم همداسې وکړل اطاق ته ننوت ،قلم او کاغذ يې راواخستل او يې ليکل

صحافي
ليک: عبدالهادي حيران
صحافي نن سبا زما دوست دى. نن سبا مې ځکه وويل چې نن سبا ژمى دى اؤ داسې معلومېږي چې طبيعت ئې سوړ دى. په اوړي کې ئې طبيعت دومره ايشيدلى وي چې د چا ورسره دوستۍ ته زړۀ نۀ کېږي. د دې مطلب دا شو چې موسمي دوست دى خو موسمي صحافي بالکل ندى. البته د نړۍ له نورو صحافيانو مختلف دى. ځکه چې نور صحافيان شپه په ويښه اؤ ورځ په ويدو تېروي خو دَى لکه د عامو انسانانو شپه په ويدو اؤ ورځ په ويښه تېروي. نور صحافيان غم ښادۍ کې د اخبار لپاره منډې وهي اؤ دَى د اخبار نه منډې وهي. يعنې نور صحافيان پردي غم ښادۍ کې خو حاضرېدلاى شي ځکه چې څۀ خبر مبر به ترېنه راټولوي ولې خپل غم ښادي ترېنه اکثر خطا وي. اؤ د دۀ چې د کوم ليرې دوست خپلوان کره سُنت هم وي نو دوه ورځې وړاندې رخصت اخلي. دا مراعات به ورته ښائي لدې امله ورکړاى شوي وي چې دَى د اخبار د هغه مخ مدير دى چې عموماً ټينډر نوټسو (د دولتي ټېکو اعلانونو) ته وقف وي خو چرته کله کله پکې خبر نيم هم ولګي.

خېر! دا خبرې دومره مهمې ندي. مهمه خبره دا ده چې دَى صحافي دى. اؤ کۀ څوک وائي چې نۀ دى نو يؤ ځل دې ورله خامخا د قميص مخامخ جېب ته وګوري، کۀ سپينې جامې ئې اغوستې وي نو پريس کارډ (Press Card ) به پکې له ليرې ښکاري. کۀ بيا ئې هم نۀ مني نو کالم دې ورله وګوري. په کالمونو کې دَى دومره لوړ تجزيه ليکونکى ښکاري اؤ په دومره لوړو موضوعاتو ليکل کوي چې د اياز امير د سر نه هم ورته خولۍ غورځېدلى شي خو لا تر اوسه پورې غورځېدلې ځکه نۀ ده چې هغه اياز امير په پښتو نۀ پوهېږي اؤ د دۀ کالمونه چا په اردو يا انګليسي ندي ژباړلي.

کره کتونکي وائي چې حقيقي ليکوال کله هم د خپل ليک اؤ تخليق نه مطمئن کېدلاى نشي خو دَى د خپلو کالمونو نه بالکل مطمئن دى. اؤ کۀ څوک ورله کالم ته بد ووائي نو دَى زر ځواب ورکړي چې: "پرېږده انټيسټَمينه! زما د کالمونو تعريف خو سليم راز هم کړى دى". ما د دې تعريف لپاره د سليم راز "تنقيدي کرښې" کرښه په کرښه ولوستلو خو يوه کرښه مې هم پکې پيدا نکړى شوه. کېدلاى شي چې په دويم چاپ کې يې ذکر راشي خو د پښتو د تنقيدي کتاب په دويم ځل چاپ کېدل يا الله اؤ يا الله نصيبه!.

د سليم راز د تنقيدي کرښو څخه وروسته مې د "انټيسټَمين" کلمې لپاره د درې څلورو ژبو ډکشنريانې وکتلې خو دا کلمه مې پکې پيدا نکړاى شوه. معلومه نده چې دا کلمه زما دې صحافي دوست له کومې راپيدا کړې ده اؤ څۀ معنا يې ده!!!؟. کېدلاى شي معنا يې څۀ ښه غوندې وي ځکه چې دَى يې کله کله د مشرانو لپاره هم استعمالوي. خو دا اوس زمونږ د بې علمۍ قصور دى چې په معنا يې نۀ پوهېږو. ځينې وخت کې دا کلمې هم سړي ته لوي جنجال جوړ کړي. لکه اوس دا د صحافي کلمه چې ده. دا کلمه ما د دې خاکې سرليک مجبوراً ايښى دى ځکه چې په پښتو کې مې ورته د دې نه بله ښه کلمه پيدا نکړاى شوه. اول مې ورته له انګليسۍ څخه مفغن کړاى شوې کلمه "ژورنالست" سرليک خوښ کړى ؤ خو هغه مې بيا ځکه د دې سرليک نۀ کړو چې ځينې پاکستاني پښتانۀ ئې "ژَورنالُوست" تلفظ کوي اؤ زۀ ډارېږم د دې خبرې نه چې هسې نۀ څوک ورته "ژَور نالُوستى" ووائي. دا ډارېږم ځکه چې دَى ډاکټر هم دى اؤ دلته ډاکټران زياتره بې سنده وي اؤ چې بې سنده وي نو ښکاره خبره ده چې نالُوستي به هم وي.
تاسې به وايئ چې دا خو د کمال نه ډک سړى دى چې صحافي هم دى اؤ ډاکټر هم دى. خو زۀ وايم چې د کمال نه نۀ، بلکې د کمالونو نه ډک دى. ځکه چې شاعر هم دى، نيمچه غوندې مُلا هم دى اؤ کۀ خداى د راروانې پېړۍ پورې عمر ورکړو نو

احمد سعید سپهر

«اعلان به سبک موسسات خارجی مصروف در افغانستان»
فرصت طلبان و ابن الوقتان بیشتابید
آنان که از وطنپرستی ،صداقت، اصولیت و تقوا، و از مبارزه برعلیه بنیاد گرایان رنگارنگ جهادی و طالبی و آزادی خواهی و آزاد منشی نادم و یا دلزده شده، و به "اشتباهات سی ـ چهل ساله" خود پی برده و تازه "هوشیار" شده و در صدد جبران "اشتباهات جبران ناپذیر" خویش باشند، و بخواهند صاحب چندین بلند منزل در کابل و آپارتمانهای مجلل مانند رهبران تنظیمی و قوماندانهای جهادی در دوبی شوند، و در پارلمان آینده کشور به چوکی پر در آمد وکالت تکیه زده و از امتیازات بی حد و

لیکونکی: څپاند "بیده
زه ورغلم او د وزیر څخه می د مرکی غوښتنه وکړه ، وزیر ومنله فقط څو دقیقی یی وخت وغوښتی تر څو نوی دریشی او نیکټایی واغوندی او عطر ووهی، وروسته مرکه شروع سول:
خبریال:تاسو وزیر یاست ؟او دکوم وزات؟
ــ سربیره پردی چی وزیر یم رئیس جمهور هم راڅخه بیریږی.خو دوزارت نوم نسم په ډاګه کولای چی کوم ساده او پرهیواد مین می  په نښه نکړی.
خبریال:تاسو څومره تحصیل کړی دی؟
ــ ده پر نیکټایی لاس کش کړ او ویی ویل! وزارت سیاسی پست دی کوم مشخص معیار نلری له بله طرفه امنیتی حالات داسی دی چی دولت او امریکایان راته ضرورت لری نو تحصیل ډیر مهم نه دی  که څه هم ما مدرسه ویلی ده.
خبریال:ستاسو قوت څومره دی ایا ولسی طاقت مو شاته سته؟

رفيع الله روشن
تر لوستلي ځايه يې د کتاب په منځ کې  د کيڼ لاس د شهادت ګوته کېښوده او په نورو ګوتو يې کتاب بند ونيوه، د سر طرف ته د راځړېدلې کورتۍ جېب ته يې ښي لاس ور وغزاوه ، ماهم څاره چې څه کوي د تورو نصوارو نيم پاکټ يې ځنې را

ووېست، کتاب يې ددې په خاطر چې صفحه يې ځنې غلته نشي، پړمخې خلاص په فرش کېښود،په يو لاس يې پاکټ ونيو او دبل لاس دوه ګوتې يې ور دننه کړې.
په زړه کې مې ورته ډېر قهر راغی خوپه خوله مې هېڅ ورته ونه ويل ځکه پوهېدم چې يواځې خپله مني،کنه بار بار مې ورته ويلي چې داهېڅ  ښه عمل ندی، ګوتې يې له پاکټه را ووېستې ګرد چونډی يی خولې ته دننه کړ او د لاس په يوه څنډه يې مخ ته زور وکړ ترڅو چونډی يوڅه هوار کړي ،زما په لوري  يې را وکتل  او ويې ويل:

عبدالملک پرهيز

د روغتيا وزارت يو داکتر د ليونيانو يو روغتون ته ورغۍ، هلته يي د ليونيانو په منځ کې يو سړي هوښيار په نظر ورغۍ . له هغه نه يي په زياتۍ مهربانۍ پوښتنه وکړه: ته يي ولي دلته راوستي يي

نوموړي په ځواب کي وويل: داکتر صاحب ! ما د يوي ښځۍ سره واده وکړ چۍ اتلس کلنه لور يي لرله. يوه ورځ زما پلار پر جني مين شو او له هغۍ سره يي واده وکړ. له هغۍ ورځۍ نه زما ښځه، دخپل ميړه دپلار دښځۍ مور شوه. لږ وروسته زما دښځۍ لور چۍ زما دپلار ښځه وه ، د زوي خاونده شوه. دا هلک زما ورور شو ځکه چۍ زما د پلار زوي ؤ

خو په عين حال کې زما د ښځۍ لمسۍ ؤ نو ځکه زما لمسۍ هم ؤ له دي کبله زه د خپل ناسکه ورور نيکه شوم. لږ وروسته زه هم د زوي خاوند شوم چۍ له همدغي ورځۍ زما د پلارښځه زما د ځوي ناسکه خور اود هغه نيا شوه، او زما زوي د خپلۍ نيا

عبدالسلام اندړ

دسويدن ـــ مالمو لوندسيټي ورځپاڼي څخه:
ليکونکی:
Karin Thurfjell

د سيپتامبر ديوشتمي نېټې دمالمو لوند سيټي ورحپاڼي په پنځم مخ کې مي يو په زړه پوري خبرولوست غواړم تاسومحترمو ته يې هم له درناوي سره وړاندي کړم.
دوه سری کب
مالمو: ممدوح ال – داکاک دمالمو اوسېدونکي په خپلو سترګو باور نه درلود کله چې هغه خپل ماهيان مړول ويې ليدل چې يو نوی زېږېدلی کب دوه سره لري.
اوس ممدوح غواړي دغه بې نظيره کب دانټرنيټ دبلوکيټ يا اي – بای دپاڼو له لاري يې دخرڅولوانانس ورکړي. ممدوح وايي دا په زړه پوري ده چې دېته څنګه ګوري او په څو به يې

زیاتې مقالې …