نړۍ اونيزه

طنزيه ليکنه

د نارنج ګل د مېلې هغه خراباتيان اکثره دوکه باز ختلي چې ناظمانو ته جاېزې اعلانوي، په دوى کې د عادي شاعرانو او خلکو نه واخله بيا تر دولتي چارواکو پورې راځي.
موږ ته ترې سږکال څو ښاغلو شاعرانو او ناظمانو سر ټکولى:

يو ناظم چې د نوم اخيستو نه يې ډډه کوله وويل، چې تېر کال يې يو ملګري د څو زرو روپو غږ د ده لپاره وکړ، خو وايي تر اوسه يې نه دي ورکړي او کېداى شي چې ګرېوان تر ګرېوان يې ورسره ونېسي. موږ يې دعوه روغه ګڼو او په ملګري يې غږ

تواب ترابي
هغه هم دَ پښتنو او سعوديانو په شان دَ پردې په حق کښې ؤ ـ دَ اختر ورځې وې ، وړو له څه دَ جامو ، پېزارو اخستو دَ پاره هغه  ښځه دَ ښځو مارکيټ ته بوتله ، ښځه ئې مارکيټ ته ننوته او دې ورته په خپل ګاډي کښې کيناستو او انتظار ئې کولو ـ
څه سعت پس ورته ښځې مس کال ؤکړو،نو دې دَ مارکيټ دروازې له وراغلو خو ټولو ښځو بورقې په سر کړې وې ، ده په کښې دَ يوې دَ لاسه سامان واخستو خو هغه دَ ده ښځه نه وه ـ هغې چغې کړې ، نر ښځې راغونډ شول ، په ده ئې راکيښودل او

عبدالملک پرهیز

يو تن چې په بالون کې سپور ؤ او تر زيات مزل وروسته یوې سيمې ته ورسید چې نه پوهیده کوم ځای دی او چيرته دی. سترګې يې په یوه کرونده کې په یو تن ولګیدې او خپل بالون يې را ټيټ کړ او پر نوموړي سړي يې غږ کړ.
وروره ويلی شې چې زه چيرته يم؟
له لاندې څخه سړي ځواب ورکړ.
هو! ته لس متره پورته په بالون کې يې!
د بالون سړي په ځواب کې وويل:
داسې ښکاري چې ته هرومرو د کمپيوتر د چارو کار پوه يې؟
د ښکته له خوا سړي ځواب ورکړ:
هو! خو و دې نه ويل چې ته څنګه پوه شوې!
د بالون سړي ځواب ور کړ:

ع. شريف زاد
وايي چې يوه وچه بېد يا کې يو شل او يو ړوند يو ځاى شول. هلته اوبه نه وې، سيورى نه وه او د دواړو ژوند په خطر کې وه. ړوند لاره نه ليده او نه پوهېده چې کومې خواته ودانۍ او ابادي ده؟ شل ته لورى لودن معلوم وه، خو تللى نه شو او پښې ېې نه وې. دوى دواړه تر مفاهمې او موافقې وروسته په دې راضي شول چې شل ړانده ته بايد ور په شا شي، دى به هغه ته لاره ښيي

او هغه به ځي. په دغه ډول دواړه ودانۍ او ابادى ته ورسيدل او يخې اوبه، توده ډوډۍ يي پيدا کړه. نو که دغه شان د عمل يووالى په يوه ټولنه کې بې له کومې پلمې نه ايجاد شې او شخصي ګټې له ملي منافعو نه اوچتې ونه ګڼل شي طبيعي خبره ده چ

لیکونکی: څپاند "بیده
زه ورغلم او د وزیر څخه می د مرکی غوښتنه وکړه ، وزیر ومنله فقط څو دقیقی یی وخت وغوښتی تر څو نوی دریشی او نیکټایی واغوندی او عطر ووهی، وروسته مرکه شروع سول:
خبریال:تاسو وزیر یاست ؟او دکوم وزات؟
ــ سربیره پردی چی وزیر یم رئیس جمهور هم راڅخه بیریږی.خو دوزارت نوم نسم په ډاګه کولای چی کوم ساده او پرهیواد مین می په نښه نکړی.
خبریال:تاسو څومره تحصیل کړی دی؟
ــ ده پر نیکټایی لاس کش کړ او ویی ویل! وزارت سیاسی پست دی کوم مشخص معیار نلری له بله طرفه امنیتی حالات داسی دی چی دولت او امریکایان راته ضرورت لری نو تحصیل ډیر مهم نه دی که څه هم ما مدرسه ویلی ده.
خبریال:ستاسو قوت څومره دی ایا ولسی طاقت مو شاته سته؟

ع. شريف زاد
يوه سوالګر ديوه بخيل امير په دروازه کې غږ وکړ هغه خپل غلام ته وويل. اې عنبره ته مبارک ته ووايه. هغه دې جوهر ته ووايي جوهر دې ياقوت ته او يا قوت
الماس ته او الماس دې مرجان ته ووايي او بيا مرجان دې سوالګر ته ووايي چې معاف مو کړه بابا!

ع. شريف زاد
دعلم نتيجه: د ښوونځيو سوزول، د مسلکي ښوونکو نه درلودل،د تعليمي سويي معيار راکښته کيدل او په ځينو سيمو کې هيڅ ښوونځي نه لرل.
د ماموريت نتيجه: بډې اخيستل او رنګارنګ پلمې کول
دمال او ثروت نتيجه: تور مارکيت دوامداره ساتل او په تور مارکيټ کې معامله کول
د هو ښياري نتيجه: چل او فريب، سازش او ............ د ناپوهى نتيجه: دنورو پيښې کول، يو دبل وژل،فساد ته وده ورکول، تورې په تورو کې پياوړي کول

زیاتې مقالې …