عبدالسلام اندړ
شغال  دځنګله  له ټولواک ، خپلواک او زبرځواک زمري سره  دخپلې هوښيارۍ ،چاپلوسۍاو مکارۍ له کبله ډېر نږدې وو  او هم يې  له ځنګل څخه دخرس په شړلو کې له زمري سره مرسته کړې وه . زمري هم  شغال ته  ناز ورکاوو او سرې سرې بوټۍ به يې ورته تحفه کولې .
ددې لپاره  چې شغال ځان  ټولواک  ته  لا  وفادار او فرمانبردار  وښيي، نو د ګاونډي ځنګله  له اوسېدونکو څخه  يې ښه قوي،وفادار چاکران اونوکران  دټولواک دربار ته ور وستل چې دټو لواک لخواپه لوړو رتبو هم ونازول شول .
د شغال شيطانت، دغلبازي، مکر او حيله تر کلي  پوري ورسېده . دکلي  دخرو ،غويو اوپسو ګلې به يې  دځنګله باچا ته ور  وستلې ،  باچا به  هم ښه چاغ چاغ  پکې خوښول  او مزې به يې پرې کولې .  
د شغال دجادوګرۍ  اثر  آن دکلي په چرګانو هم پرېوت ، چرګانو بلا وهلوته خو هسي هم يوازي شعور ور په برخه شوی دی  او شغال چې به څه ورته ويل هغه به يې منل اوپه مينځ  کې يې داسي دبي اتفاقۍ نفاق  او دوښمنۍ سوراوربل کړ چې ببرو

له لوستونکو سره ديونکل شريکول

  انډيوال کونړی
څومياشتې مخکې بينا،اودڅلوېښت مړيزې ديموکراسۍ دخوږوپه ټولومزو،رازونواورمزونو خبراود ټوپکسالارانواو پوډرسالارانونه بې پروااوخپل اختياره ولس!!!،دوسلو اوپېسوله زور پرته؟؟؟ په پوره باور،خپل استازي انتخاب؟؟؟!!! کړل. په دی وروځوکې دملت ددغو”خوا خوږو اومنتخبو اتلانو”؟؟؟!!!

عبدالسلام اندړ

پرېکړي سرچې الله اکبرونه ويل! اياشهيدنه دی ؟
نه چندان پخواوختونوکي دګران وطن په ټولوکليوکي به دعمومي قومندان لخواداسي ظالم، بې رحمه،جاهل،مور او پلار ريټلي،چارعيب شرعي وړوکی قومندانان تعينېدل چې په کليو اومنطقه کي به يې ډېر ژردويري اوحشت فضاخپروله. هغه به بيا کمېټه،مخبيران اوپيره دارا ن له داسي خلکوڅخه ټاکل لکه ځان غوندي او عمومي قومندان ته به هم ښه داعتمادوړ وو اوهغه ټول صفتونه به يې درلودل چي دعمو مي قومندان به خوښوو.
د اړودوړپه سرکي عمومي قومندان فيصله کړي وه چې دحکومتي اويا حکومت ته دخو شبينوخلکوحلا لول غزاده، داچي غزا دهرمؤمن مسلمان فرض ده،برسېره پردې منصب ور کول کيږي اوهم به تنخوا ورته دغنيمت اوله جهاد سره دکمک له پيسو

ژباړه: نجیب الله پیمان

یو وخت د عقل او بخت تر مینځ اختلاف پیدا شو.د دوئ اختلاف پدې وو چې کوم یو لدې دواړو نه د انسان په ژوند کې د اهمیت وړ ده .
بخت وویل : انسان ماته زیاته اړتیا لري.
عقل وویل : نه انسان ته زه ډیر ښه یم .
عقل او بخت د دې چارې د ثبوت د پاره لاس په کار شول،بخت د یوه بیکاره او تنبل هلک په سر کښیناست چې پدې کار سره عقل سمدستي د هلک له سره والوت.
د پاچاه وزیر په داسې حال کې چې زوی یې هم نه درولوده دغه هلک ولید نو سمدستي یې دغه هلک ځان په زویتوب ومانه، او له ځان سره یې کورته بوته ،وزیر د زوی د نه لرلو له کبله د دې هلک په پیداکیدو سره له ډیرې خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییده ،نو هلک ته یې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې ،د خوراک، پوښاک یې هم څه کمی نه وو له سهاره تر ماښامه به یې لوبې کولې.

ليكوال: جلال نوراني
ژباړن: محمد نسيم پسرلى

امير صيب! دا مي عادت دئ چي د چا غيبت نۀ کوم، اصلاً دا يو بد خوى دئ. زموږ پۀ همدې دفتر کي ډېر مامورين کار کوي خو زه د دوى په کارو کي کار نه لرم. زه يوازي خپله دنده تر سره کوم. تاسي به خپله هم متوجه سئ. زه نه د اجرايې د

مامور غوندي له وظيفې تښتېدونکى يم او نۀ د خدماتو د مدير غوندي سوء استفاده کوونکى چي د دوتر بادپکه يې هم کور ته وړې وه. زما نۀ خوښيږي چي چغلي وکړم، هاغه دئ د تهيې مدير چي ستا دوتر ته تلويزون اخيستۀ، يو زر اوغانۍ يې ځان ته