کوچنی عملي

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
تر لوستلي ځايه يې د کتاب په منځ کې  د کيڼ لاس د شهادت ګوته کېښوده او په نورو ګوتو يې کتاب بند ونيوه، د سر طرف ته د راځړېدلې کورتۍ جېب ته يې ښي لاس ور وغزاوه ، ماهم څاره چې څه کوي د تورو نصوارو نيم پاکټ يې ځنې را

ووېست، کتاب يې ددې په خاطر چې صفحه يې ځنې غلته نشي، پړمخې خلاص په فرش کېښود،په يو لاس يې پاکټ ونيو او دبل لاس دوه ګوتې يې ور دننه کړې.
په زړه کې مې ورته ډېر قهر راغی خوپه خوله مې هېڅ ورته ونه ويل ځکه پوهېدم چې يواځې خپله مني،کنه بار بار مې ورته ويلي چې داهېڅ  ښه عمل ندی، ګوتې يې له پاکټه را ووېستې ګرد چونډی يی خولې ته دننه کړ او د لاس په يوه څنډه يې مخ ته زور وکړ ترڅو چونډی يوڅه هوار کړي ،زما په لوري  يې را وکتل  او ويې ويل:

پوهېږې پرون مې ټوله ورځ کې ايله يو سيګرټ څکولی دی، هغه هم سهار وختي .
زه چې له مخکې ورته غوصه وم ورته ومې ويل: بد دې کړي،کمعقله ته لا په خپلو دې بدو کړنو او اعمالو فخر هم کوې ،خبرې مې اوږدې کړې ، ورته ومې ويل: ګوره په دې کې نه ثواب شته،نه ځواني ،نه انرژي اونه درباندې څوک ښه وايي اوپه دې هم ښه پوهېږې اوهرځای به دې لوستي هم وي چې (سليم عقل په سالم بدن کې وي) ته خوښه هوښيار يې،ښوونځی دې لوستی اوس لوړې زده کړې کوي اوبيا شرعيات وايي ، بيا ولې داسې کوي؟
په داسې حال کې چې سخت ټوخي نيولی و او سينه يې شغېده ،ځواب يې راکړ:
هو څنګه چې تاته وويل کټ مټ همداسې ده او زه دې له خبرو سره همغږی يم، خو کاش وروستی فکر لومړی وای،ته پوهېږې! کله چې مې په لومړيو وختونوکې سيګرټ څکول فکر مې کاوه چې داټول خلک به ماته ګوري او وايي به چې فلانی خو سيګرټ هم څکوی ،ځان راته دنورو خکلو په وړاندې ډېر غټ او د احترام وړ ښکارېده ،ترټولو قېمتي سيګرټ به مې اخستل او د ځان ښودلو لپاره به مې يې قوطۍ هم په لاس کې نيولې وه، خو اوس چې يې سينه راخرابه کړه،غاښونه مې تور او ژېړ شول، نو په خپلو پخوانيو جاهلانه کړو وړو ډېر پښېمانه يم او ځانسره وايم چې هغه وخت هم خلکوماته د شتمن،ښه ځوان او يوه ښه شخصيت په صفت نه راکتل بلکې هغوی ماته په نفرت او ترټولو دبد انسان په صفت راکتل ځکه چې ما د نورخلکو په پرتله په ډېر کوچنيوالي کې نصوار او سيګرټ کول.
رفيع الله روشن