پرده

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

تواب ترابي
هغه هم دَ پښتنو او سعوديانو په شان دَ پردې په حق کښې ؤ ـ دَ اختر ورځې وې ، وړو له څه دَ جامو ، پېزارو اخستو دَ پاره هغه  ښځه دَ ښځو مارکيټ ته بوتله ، ښځه ئې مارکيټ ته ننوته او دې ورته په خپل ګاډي کښې کيناستو او انتظار ئې کولو ـ
څه سعت پس ورته ښځې مس کال ؤکړو،نو دې دَ مارکيټ دروازې له وراغلو خو ټولو ښځو بورقې په سر کړې وې ، ده په کښې دَ يوې دَ لاسه سامان واخستو خو هغه دَ ده ښځه نه وه ـ هغې چغې کړې ، نر ښځې راغونډ شول ، په ده ئې راکيښودل او

سم دَ بوسو سخې ئې ترې جوړ کړو ـ
کور ته چې راغلل نو خپلې ښځې ورله زخمونه ټکورول او ده به په زبيرګو زبيرګو کښې وې ، دَ داسې پردې دي بېخ اوځي زما ئې بېخ اووستوـ