طـــنــــز

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ
ددونرانو دډېروکنفرانسونوجوړول ډالربازان اواينجوبازان سم ګنکس کړي دي،اوس يې بياپه لندن کې جوړوي،چې ښه يې ګيچ کړي. ۱
داځکه چې دوی ټول خدای وهلي هسي په چټي پټي کارو لګيادي، په اصلي کاريې خدای سترګي ړندې کړې دي،ترځنګانه هم پکې خښ دي،خدای مکړه پکې ډوب نشي،موږ خوهسي هم ژوند پکې تېرکړی، ورسره عادي يو.د دوی غم راسره دی،چې پکې غرق نه شي. ۱
دوی ناحقه وخت دپروژو په پلانو،ريسرج اوسروې تېروي، ۱
ياهم له ښځوڅخه هغه نيمګړي حقونو چې يې درلودل ځيني اخلي، ۱
ياداچي کوهي اوڅاګاني کيني،کله چې قبر ځيني جوړکړي نوبياوايي په دغه ځای کې اوبه نه وې
کوهی ناکام شو . ۱

داسي پل چکونه جوړوي لکه ښکاريان چې پړانګانواوزمريانوته تلکې او يا دام ږدي.آ
حکومت اوخلک يې هم ګنکس کړيدي،لاره ځيني ورکه ده چې پرکومه پښې سپکي کړي.آ

که رښتيا،دوی له افغانستان سره دمرستي لپاره کنفرانسونه جوړوي،نوهغه کاردي وکړي،چې هم د دوی او هم دخلکو پکې خيروي،نوهغه دی چې د کوکناروبوټی به دمځکې له سره بيخي ورک شي،د ايروينودقاچا قبرانوکاروبار به هم هغسي ژېړشي. ۱
له خيره سره دکرهڼي حاصلات به زيات ،کيمياوي سره به صادراتي قلم شي ، ۱
په دوبي کې به ژېړي دوړي ورکې شي،په ژمي او پسرلي کې به له ژېړو چيکړو څخه چې خلک پکې تباه کېږي هم خلاص شي. ۱
هغه تازه تازه مېوې ،سابه،دقصابانوبوټۍ بوټۍ ځړېدلي غوښي او هغه سپين سپين پنيرونه به هم له ژړمخي اوژړ رنګي څخه خلاص شي . ۱
که خېروو،نوپه شفاخانواوکلنيکونوکي به هم ګڼه ګوڼه کمه شي، ځکه داسهال اوپېچ امېب خو به داسي تری تم شي (ورک)لکه خدای چي هيڅ نه وي پيداکړی. ۱
دمچانو نغمې اواتڼونه به هم ليږ کم شي، ۱
همدارنګه درشوت خورو،غاصِبينو اوقراردادي غلوپه خولوبه هم ژېړي خټي ور وتپلي شي .آ
دچاپلوسانو،بوټ پاکانو،مخبرانو اوشيطانانودژېړي انفلوانــزا ويروس به هم نيست اونابود شي. ۱
امريکاکښت کړی تروريستي کَبل به هم وچ شي، ۱
غلو،کېڅه بورانواو وړو رشوت خواره به چې له کارو لويږي په خارجي
موسيسوکې به بې دانګرېزي ژبي له زده کړي ،بې له کاري تجربې په لوړوډالري معاشومقررشي.ا

اصلي،غټه ډالري خبره خوداده چې: ۱
،دونران،ډالربازان اواينجوبازان اودهغوی قراردادي غله بايد،دلندن کنفرانس ته دخرو اوخرګاډو دفعاليت لپاره يوه سالمه ستراتيژي دامريکايي ديموکراسي په رڼاکې جوړه کړي اودتطبيق چارې دې (ډي ډي آر) قومندانانو،بيسوادو جنرالانواولوړرتبه بېسوادو دولتي کارکونکوته په غاړه ور واچوي. دکاري ظرفيت دلوړېدو د لنډ مهاله کورس له فارغېدو څخه دي ورسته دښاردبدرفتو،تشنابواوچټليو دپاکولو امرورکړي کله چې يې تشنابونه ښه پاک کړل، خره اوخرګاډي هم ښه
ترغوږو بارشول نودزراعتي مځکو،کښت اوکروندو په لوردي داکاروان ور هی کړي.آ
په ښارکې به راه بندان نه وي،ځکه خره خوخره دي ښاريانوته مزاحمت نه جوړوي.ا
انتحــاري اوخــودکُشه حملې به لدې کبله کمي شي، چې که ځان الوزونکی ځان الوزوي نوټوله مځکه به بې لمازه کړي،پدې کارکې ددوی اُخروي نقصان دی ځکه په ټوله ځمکه ولاکه دلمانځه ځای پيداکړي!!!،انساني امريکايي پاروبه هم په مځکوکې ښه وشيندل شي اوبزګران خواران به يې د شيندلوله غمه بېغمه شي،نوهم هغه ده صېب چې له خيره سره!دځان مرګي اوخودکُشي ګراف به راټيټ شي اوباالاخيره به دجنګي مجرمينومحکمه کولو ته لاره هواره شي .که لدې کاروان سره امريکايي کوهي ځواکونه اودناټوغيراتلافي قواوي يوځاي شي او دغه پورتنۍ ستراتېژي په ټول ملک کې وغزوي اوصادقانه يې پلي کړي،خوردوبُرد پکې ونه کړي نو ملک به د اولسمي انساني پيړۍ په لور چټک ګامونه واخلي.ا
بلَک واټر به دخرو دګورم ځای پيرداري کوي.... ،(بي.بي.ثي) راديوبه تبليغ ورته کوي ....،نودوی،اوهم حکوت به ليږ له سرګنکسي څخه په خير خلاص شي. ۱
عبدالسلام اندړ