”خورۍ پرېږدئ، ما واده کړئ”

طنزونه او ټوکې
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له لوستونکو سره ديونکل شريکول

انډيوال کونړی
څومياشتې مخکې بينا،اودڅلوېښت مړيزې ديموکراسۍ دخوږوپه ټولومزو،رازونواورمزونو خبراود ټوپکسالارانواو پوډرسالارانونه بې پروااوخپل اختياره ولس!!!،دوسلو اوپېسوله زور پرته؟؟؟ په پوره باور،خپل استازي انتخاب؟؟؟!!! کړل. په دی وروځوکې دملت ددغو”خوا خوږو اومنتخبو اتلانو”؟؟؟!!!

په بانډار ځای کې دسرغنه د ټاکلو له پاره د”قانونيانو”او” قانون څکو” ترمنځ انډوخر ښه به غَرب کې روان دی.دقانون په بټۍ کې دبې قانونۍ اوګډوډۍ تنوردومره توددی چې لوخړې يې تراسمانه رسي اوهرډول روټه(وربشينه)،غنمينه اوان سوکړک پکې

ښه په منډه اوبې ځنډه پخېږي .
داخوپرېږده ،دوۍ لادې جوړجاړي ته نه دي رسېدلي چې روټه پخه کړي که ډوډۍ اوياسوکړک، دتنور له تودوالي نه د ګاونډمهالڅارويارانو ښه ”قانوني”!!! ګټه واخيسته.زموږ داګاه اود ديموکراسۍ په خوندونو کې ترستوني ډوب ملت مشرواستازو!!!په پوره زيرکۍدوه پېړې جوړې اوتاوده تنورته يې په داسې مهال وردننه کړې چې لادڅلوردېرشوولايتونونه نوروولس مينو مشرانو!!! ته ولسواک ولسمشر په بڼو لارکانټه (جارو)کوي.
زما هم عجيبه غوندې حافظه ده،دې پېښې دا زوړ نکل رايادکړ:يووخت يوکورنۍکې دوه خويندې ډېروخت دلونډانوله پامه لوېدلې اوکور پاتې وې.دپېغلتوب ځانخوښي يې په ختمېدووه چې له کوم لوري بخت ويشونکی مارغه راغي اوددوي په بام کېناست.مرکه راغله،خودمشرې خورله پاره مشرې خورالادخپل راتلونکې په باب د رنګه خوبونوپه لړکې دمرکچي لونډدعمرپوښتنه نه وه کړې چې کشرې دبې مېړه پاتې کېدوله ډاره پرمور او پلار غږ کړ چې : ”خورۍ پرېږدۍ ما واده کړئ”. د۲۰۱۱زکال دفبروري دويمه