حکمتیار دې له امنیتي او دفاعي ځواکونو بښنه وغواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
د حزب اسلامی مشر او د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار وړمه شپه له طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه درلوده. چې د حکمتیار دې مرکې ته زیات هیواد وال په تمه ول چې له مودو پس له ده سره مرکه کېږي او د دې په تمه ول چې د ده خبرې به د افغان دولت په ګټه وي او که په تاوان.
ځکه چې حکمتیار ډېره موده له هیواد څخه بهر و له خپل هیواد څخه لرې وه خو ښاغلي غني بیا ده ته وړانديز وکړ چې خپل هیواد ته راستون شي تر څو خپل هیواد ته خدمت وکړي، او خپل هیواد د پرمختګ په لوري بوځي.
حکمتیار وړمه شپه خپل ځان معلوم کړ چې خپل هیواد ته په راستنېدو بیا هم دی احسان فراموشه دی او د ولسمشر غني دا احسان یې چې نوموړی یې له غرونو، پردیو وطنونو او جنګ څخه په عزت خپل وطن او سوله ییز ژوند ته راوست، هېر کړی دی. د افغانستان د دښمن چې ای ایس ای دید هغه صفت یې کولو. ښاغلی چې راتلونکو ولسمشرزیزو ټاکنو ته هم نوماند دی خو د ده په خبرو او فکر کې یوه هم داسې مثبت خبره او پلان نه وه چې د هیواد او ولس لپاره یې تر سره کړي.
حکمتیار په یاده مرکه کې په خبرو کې وویل  چې طالبان اوس هم جهاد کوي، هغوی شپه او ورځ زیار اوباسي چې اسلام او خپل هیواد او ولس وساتي. او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو پسې یې منفي خبرې  او سپکاوی یې  ورته وکړ،  ده  وويل چې افغان امنیتي ځواکونه د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له کبله جنګېږي او هره ورځ په سل هاو امنیتي ځواکونه شهیدانېږي. د هیواد دښمن چې د افغان امنیتي اودفاعي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي د جهاد نوم ورکوي. ښاغلی په خپل دومره زیات عمر او پوهې سره هم په دې پوه نشو چې جهاد د چا پر وړاندې کېږي او څه ډول کېږي . دی چې کومې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي  دا خو جهاد نه بلکې ورور وژنه ده.
افغانان چې له خپل ځانه هم په خپلو مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې زیات باور لري، او تل یې ترې ملاتړ کړی دی. د دښمن پر وړاندې ورسره په جګړه کې یې ګډون کړی او ویاړ پرې کوي. د حکمتیار په خبرو باندې په خواله رسنیو کې زیاتې نیوکې پر حکمتیار باندې کېږي او دا غوښتنه ترې کوي چې دی دې له امنیتي او  دفاعي ځواکونو څخه بښنه وغواړي. ځکه چې همدغه ځواکونه دي چې د دښمن پر وړاندې ولاړ دي او د سر په بدله له هیواده او هم له ولس څخه ساتنه کوي.
د حکمتیار په خبرو به نه هم له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ولس مينه کمه شي او نه به هم په خپله امنیتي ځواکونه د ده په خبرو باندې وشرمېږي او خپلې دندې به پرېږدي. بلکې دوی به لا زیات په خپلو دندو باندې وویاړي ځکه دوی پوهېږي چې یوازې دښمن له موږه وېره لري او ځکه خو داسې منفي خبرې کوي.