ولسمشر غني وایي د سختې ورځې ملګري کم وي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا وروسته چې په افغانستان بدې ورځې راغلې، نو ټول تالا ترغې  او د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شول، نو له ډاکټر غني څخه هم کور، وطن او مېلمه پالنه پاتې او د لیرې وطنونو مساپر شو، د حفیظ الله امین په وخت کې یې ټوله کورنۍ زندان ته واچوله.
هغه وایي، "یو تره مې دې خدای وبښي شاپور خان هغه ژوندی ونه ووت نور ووتل او زما ملګري چې ټول د غریبو کورنیو او زما شاګردان وو، همېشه به یې زموږ پوښتنه کوله او د پلار  ملګري مې چې  ډېر معتبر خلک وو ټول غیب شول په سخته ورځ  دې کم خلک پوښتنه او ساتنه کوي.."
په افغانستان کې د جګړو په کلونو کې خلکو ته د سر او مال د زیانونو د اوښتلو تر څنګ د دوی ټولنیزې ښېګڼې، د سوله ییز ژوند معیارونه، کلتوري ارزښتونه او ګڼ نور معنویات هم کمرنګه او زیانمن شول چې له امله یې د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ ټینګ ملي یووالی که متضرر نه کړ، خو حد اقل ځینو ته یې د برترۍ یا ځان لوړ ګڼلو احساس ورکړ، مګر ډاکټر غني وایي، "موږ یو ژوندی ولس یوو. د دې ژوندي ولس بافت ډېر عجیب دی. هیڅ برخه د افغانستان نه وه چې د یو امپرارتوري مرکز نه وو او هیڅ قوم د افغانستان نه دی چې څو سوه کاله یې حکومت نه وي کړی،نو ځکه افغانستان کې باید یو مساوات وي. نه دې څوک زیاتی وکړي او نه دې څوک چاته کم وایي. "
نوموړی وایي کلونه وروسته چې هېواد ته راستون شو، نو هر څه بدل شوي و، "د موقت حکومت پرمهال چې ۲۴ کاله وروسته افغانستان ته راغلم، نو کرزي صیب د توکیو کنفرانس ته لېستونه برابرول. درې اونۍ په بهرنیو چارو وزارت کې کېناستم  او د دولت ټول مامورین او وزارتونه مې وارزول. ما شپږ نفره پېژندل بالکل د افغانستان بافت بدل شوی وو . "
د ده په وینا  "د ۲۰۰۲ کال د فبروري میاشت کې کرزی صیب او زه امریکا ته لاړو. جورج بوش مو ولید، بېرته چې راتلو کرزي صیب په طیاره کې راته وویل، چې ګردېز کې وضعه خرابه ده، پاچاخان او قومي مشرانو ټکر کړی دی. زه له هوایي میدان څخه لاړم کالي مې نه وو، د کرزي صیب جامې مې واغوستې د هغه لاسونه خو له ما اوږده دي، نو ځکه یې لستوڼي اوږده وو.  پنځه ورځې زه په ګردېز کې وم ."
هغه وایي، "که له خلکو سره د اړیکو او د ټولنې د اصولو د درک  سابقه نه وای، نو څه فکر کوې یو سړی چې پس له ۲۴کاله راشي، نو روغه کولی شي؟ په هغو میاشتو کې ګردېز سوړ وو، مګر زه د ورځې په دښته کې وم، ځکه ګردېزیان پاچاخان ته نه تلل او پاچاخان ګردېز ته نه راتلو. ملکان چې راغلل ما ویل د ولسمشر خاص استازی یم، د کوچیانو د خان لمسی یم که ځان باندې پوه نه شوئ او زیاتی مو وکړ بیا پوه شئ چې یو کوچی مو په منځ کې دی. دا ټولینزې اړیکې او مېلمه پالنه سړي ته حثیت ورکوي."