طالبان یوازې یوه لاره لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
وسله والو طالبانو لا په همغې ورځې خپل مشروعیت له لاسه ورکړ او د ولس به ذهن کې د دوی پر ضد کرکه او نفرت پیدا شو، چې د افغانانو او بین الافغاني مذاکراتو پرځای یې له امریکا متحدو ایالتونو سره مستقیمې خبرې پیل کړې. ځکه همدې وسله والو طالبانو به ویل چې امریکایان د دین دښمنان او یرغلګر دي
او له دوی سره جهاد فرض دی او په همدې خاطر یې ډېر بې خبره ځوانان د امریکایانو پر ضد جګړې ته وهڅول.
مګر کله چې خبره د امتیاز او ګټو راغله، نو هم جهاد پاتې شو او هم یې فرضیت پاتې شو، هم یرغل سر وخوړ او هم دیني ارزښتونه تر پښو لاندې شول، ځکه چې وسله والو طالبانو له کوم فکر او تدبیر پرته په ډېره عجله د امتیاز او قدرت ترلاسه کولو په هوس او شوق له امریکا سره د سولې مذاکرات پیل کړل.
طالبانو داسې ګڼله چې هر څه د امریکا په لاس کې دي، له خدای یې هیله وشکېده او افغان دولت خو له پامه هیڅ هم نه ورتللو، مګر کله چې ولسمشر غني د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو د سولې پر مذاکراتو نیوکې وکړې، نو کرار کرار ورسره دغه پروسه وشړېدله او د طالبانو د وروستیو بریدونو له امله ولسمشر ټرمپ د دغې پروسې د لغوه کولو اعلان وکړ.
د ټرامپ دغه اعلان به د طالبانو حیثیت او مشروعیت ته نوره هم صدمه ورسوي، په دې کې شک نشته چې وسله وال طالبان هیڅ مشروعیت نه لري، مګر دوی چې د خلکو په ذهنونو کې کوم د دروغو مشروعیت جوړ کړی وو هغه یې هم له لاسه ورکړ، ځکه ولس ته داسې اېسي چې وسله وال طالب هیڅ دی، نه د مذاکراتو د پیلولو واک لري اونه یې هم د لغوه کولو، ځکه مذاکرات د امریکا په غوښتنه پیل او د امریکا په غوښتنه له منځه ولاړل.
له همدې امله وسله والو طالبانو سخته صدمه ولیدله، مګر د دې باوجود هم وسله وال طالبان د جبران یوازې یوه لاره لري او هغه داده چې دوی د امریکایانو له ضده راولاړ شي له افغان دولت سره مخامخ بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. تېر په هېر وګڼي په راتلونکي کې له تشدد او تاوتریخوالي لاس واخلي. خپل سیاسي او نور ملاحظات له دولت سره شریک کړي. خپلې ګیلې او شکایتونه د مذاکراتو مېز ته وړاندې کړي او په دې ډول په څو ورځو یا اونیو د سولې بین الافغاني مذاکرات نتیجې ته ورسوي. وطن له غمه خلاص کړي، هیوادوالو ته د سولې او امن فضا برابره کړي. له جګړې لاس واخلي، په خپلو ځانونو او خپلو اولادونو رحم وکړي او عادي او سوله ییز ژوند ته مخه کړي. د وسله والو طالبانو له دې کار سره به هم خدای راضي، هم به ولس راضي وي، هم جنګ او ترور او انتحار او انفجار ختم شي او هم به امن قایم شي، مګر طالبان دا کار ځکه نه کوي چې دوی خپل واک او اختیار نه لري.