پر حساب ورکولو د ولسمشر ټینګار

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د ولسمشر غني همېشنی ټینګار دادی چې ادارې او مسوولین باید ځواب ورکوونکي وي او دوی ولس ته ځواب ورکړي، حتی تېر ځل یې د ولسي جرګې د پرانیستې پرمهال د ولس استازو ته وویل، هره اداره او وزارت او چارواکی چې خپله ورکړل شوې بودجه معقوله او پر وخت ونه لګوي، نو تاسو حق لرئ چې له هغه څخه حساب وغواړئ،
حتی په هرو شپږو میاشتو کې باید دوی ولس ته حساب ورکړي او که حساب او ځواب یې د قناعت وړ نه وو، نو تاسو حق لرئ چې د باور رایه مو ترې واخلئ او له دندې یې لیرې کړئ.
پر حساب ورکولو د ولسمشر غني ټينګار یو لامل دادی چې د فساد مخه ونیول شي او مسوولین دا حس کړي چې دوی خودمختاره نه دي، بلکې دوی ولس ته ځواب ویونکي دي، بله دا چې باید ولس ته پر وخت خدمات برابر شي، تر څو له یوې خوا د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي او له بل لوري د دولت او ملت تر منځ د اعتماد فضا رامنځته شي.
په رسمي توګه د خسا ورکولو اصول په درې برخو ویشلی شو. لومړی داچې په هره اداره کې باید د محسبې اول او مقررات وضع شي چې په مستنده توګه ټول عواید او لګښتونه درج کړي او ترڅنګ یې د څارنې ځانګړې کمېټې چې له مسلکي اشخاصو څخه جوړې وي او د دولت پّ بودجوي واحد کې څارن مسوولیت په غاړه لري موجودې وي.
دویم دا چې د تفتیش او محاسبې مستقلې ادارې او کمېسیونونه چې ځانګړي صلاحیتونه لري او کولی شي د دولت لوړ رتبه مامورین او د هغوی خپلوان تر څارنې لاندې ونیسي. دریم د اجرایي قوې له خوا مقننې قوې ته د حساب ورکولو بهیر دی چې د دولت کابینه د پارلمان غړیو ته حساب ورکړي، ځکه د پارلمان غړي د ولس استازیتوب کوي او لازمه ده چې ولس په نامه د څارنې حق او وجیبه ادا کړي.
په یوه اغېزمن دولت کې اجرایي قوه پّ دوامداره توګه مفننه قوې ته حساب ورکوي او دا معلومات د ډله ییزو رسنیو په وسیله ولس ته رسېږي چې پر بنیاد یې د پارلمان غړي د اجرایي قوې له چارواکو څخه پوښتنې کوي او که چېرې د پوښتنو ځواب د قناعت وړ نه وي، نو اجرایي قوې د مجازاتو د اصل په بنیاد خپل وړاندیزونه مقننه قوې ته وړاندې کوي او بېرته د خپلو اجراتو په اړه راپ،ر ورکوي، خو که په قانون کې ستونزې موجودې وي، نو مقننه قوه قانون بدلوي او یا د تعدیل په اساس پېچلتیاوې لیرې کوي او که اجرایوي قوې چارواکي ستونزې لري، نو هغوی خپلې ستونزې حلوي.
په اغېزمنه دولتدارۍ کې د تعادل او توازن اصل ته ډېره پاملرنه کېږي. د سترې محکمې او قضاییه قوې استقلال ساتل د دې اصل ډېر مهم رکن دی، ځکه اغېزمن دولت د قانون د حاکمیت پر بنسټ ولاړ وي، نو ځکه په دولت باندې د قانون تعبیر او تطبیق د قانونمندۍ پّ لحاظ په خپهل ډېر لوی څارونکی دی.
همدا سږ کال ولسمشر غني ټول وزارتونه او ادارې مکلفې کړې چې د رسنیو له لارې باید ټول ولس ته د خپلو کړنو راپور او حساب ورکړي او دغه بهیر په ژوندۍ بڼه د تلویزیونونو له لارې خپور شو.