د پروفیسور مایکل سیمپل لیکنه

د ‌ذ. آسمایی ژباړه
    

څلورمه او وروستۍ برخه

۶ - د هزاره ګانو په شا تمبولو شواهد
داسی شواهد شته چې د هزاره ګانو پرمختګ د نورو قومی ډلو په منځ کې یو ډول نارضایتې راپارولې ده. هغه نوی قومي نظم چې هزاره ګانو پکې واک او امتیازاتو ونډه ترلاسه کړیده ، په نړیواله کچه د طبیعې یا دایمي په توګه د منولو وړ نده. په مستقیمه توګه د فشار راوړلو مثالونه تراوسه پورې نسبتا لږ او د هزارګانو د دریز د ګواښلو لپاره کافی ندي. خو د ملي سیاست قطبي کول او د پښتنو د شکایتونو کیسې اوریدل ، دا په ګوته کوي چې د هزاره ګانو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.
د شیعه ګانو د سخت دریزې ټولنې پر وړاندې د غبرګون تر ټولو سخته بیلګه هاغه وه چې د کال ۲۰۱۱ د محرم په مراسمو کې د ځو بمي بریدونو په بڼه راغله. د طالبانو غورځنګ په چټکۍ سره د بریدونو غندنه وکړه او داسی ښکاریده چې دا کومې افراطي ډلې کار وي. د محرم په هکله د هزاره ګانو ډیر څرګند چلند د غیر شیعه ګانو لخوا شکایتونه رامنځنه کړل چې دوی فکر کوي هزاره ګان په کابل کې د ځواک په توګه د ښودلو لپاره له دغو مراسمو څخه ګټه پورته کوي. یولړ شکایت کوونکو په دغو مراسمو کې د ایران سپانسر رول په هکله تاکید کاوه چې له یوی بلې خبرې سره هم مطابقت کوي. کله چې هزاره ګان هرات ته مهاجر شول ، په چټکۍ سره داسې اوازی ګډې وې چې ایرانی اجنټان هزاره ګانو ته د څمکې پیرودلو تمویل له لیارې په سیمه کې ستراتیژیک شتون رامینځته کوي. دا اوازې او وړاندیزونه ځکه د منلو وړ نه وو ، چې ګواکې د ایران حکومت راستنیدونکو ته سخاوتمندانه مرستې کوی ، مګر دا خبره د کډوالو راستنیدونکو سره د سخت چلند راپورونو سره مستقیم توپیر لري. داسې مالومیده چې د هزاره ضد دا آوازې په ښار کې د یو ډول قومی سیالیو سره تړاو درلود.
داسې شواهد هم شته چې هزاره ګانو د نورو ډلو په پرتله د سیاسي غنیمتونو ترلاسه کول ، کوم چې دوی یې په لټه کې وو ، ډیر ستوځمن موندلي. پارلیمان باید د ولسمشر لخوا غوره شویو وزیرانو ته د تایید رایه ورکړي ، ځکه چې په دې پروسه که د قدرت معامله وه. په لومړي سر کې د قومی قدرت دلالانو به له ولسمشر سره د خپلو نوماندو د وزیر په توګه د وړاندیز لپاره خپله معامله سرته رسوله ، خو ورسته به نوماندان باید پارلیمان ته مخامخ شي او اکثریت ترلاسه کړي. کله چې رییس جمهور کرزی په کال ۲۰۰۹ انتخاباتو وروسته کې خپله کابینه وړاندې کړه ، هزاره دلالانو ته ناممکنه شوه چې د پارلیمان له لیاری خپل نوماند تثبیت کړی. د اییتلاف معامله چې په بریالیتوب سره یې د نورو ډلو نوماندان وټاکل ، ظاهرا هغه وخت مات شو چې د هزاره ګانو وار راورسید. د هغه اوږد مهاله سیاسی بحران په زړه کې چې د ۲۰۱۰ کال د پارلیمانی ټاکنو وروسته را منځته شو ، د غزنې په ګډ ولایت کې د هزاره ګانو د بریا پر وړاندې د پښتنو پاڅون وو. ولسمشر کرزی لومړی دریځ چې د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو لپاره د قضایې اقداماتو ملاتړ ، له دې مفکورې څخه الهام اخیستۍ وه چې هغه ټاکنې چې هزاره ګانو ته د غزني د کنټرول ورکوي ، حتی که په قانوني توګه هم د اعتبار پایله ولړي ، بیا هم د پښتنو د حقدارۍ احساس به زیانمن کړي. دې شخړې له اجرایوي واک او ټاکنیزی دیموکراسۍ د کارکوونکو تر منځ د پام وړ توپیر را منځته کړ. په کوچنۍ کچه ، د اروزګان څخه مخکښ هزاره نوماند ، له پراخو شواهدو سره ادعا وکړه چې د ټاکنو چارواکو په خپل سر ده هغه رایې لغوه کړې ، ځکه چې هغوی له دې احتمال سره مخ وو چې د هزاره ټولنې لوړ ګډون کولای شي په دې پښتون اکثریت ولایت کې څوکۍ وګټي.
د مخالف وسله والو کمپاین د هزاره ګانو ضد هر هغه احساساتو لپاره چې د ټولنې د ودې له امله راپاریدلي دي ، یوه څرګنده لیاره برابروی. په دې لړ کې ، کله نا کله د سخت تاوتریخوالي پیښي شوي چې پکې هزاره ګانو داسې شکایت کړی چې دوی په ځانګري ډول په نښه شوي دي. ترټولو زیات زیان منونکي هغه هزاره ګان دي چې د پښتنو سیمو په شاوخوا کې او یا د قومي لومړۍ کرښې په اوږدو کې ، چیرې چې طالبان فعال دي ، ژوند کوی. ډیري یې هغه اعدامونه دي ، کوم چې طالبانو په لویو لیارو کې چې هزاره ګانو پرې تګ راتګ کاوه ، دوی یې په نښه کول. د یوې بیلګې په توګه په ۲۰۱۱ کال کې د بامیانو ولایتي شورا د هزاره غړی تښتول او وژنه ده ، چې د کابل او بامیان تر منځ په لیاره کې یې له پروان ولایت څخه سفر کاوو. په ورته ډول ، د ترانزیت لویې لیاره او هزارجات تر منځ د قره باغ ولسوالۍ ته تلونکي هزاره مسافر هم وخت په وخت تر بریدونو لاندي راغلي دي. د تاوتریخوالي نمونې د تیرو دورو یادونه کوي چې پکې هزاره جات ددې لارو په اوږدو کې محاصره شوی وو.
په عین حال کې ، د یاغیانو پروپاګندې او تبلیغ کوونکو داسی کیسه جوړه کړې چې د کابل رسمی دریز ته انعکاس ورکوي او هغه دا چې قومي مسایل غندی او پرځای یې ملی دریز غوره کوي. د موادو لویه برخه په پښتو ژبه ده او کلتوري مسایلو ګټه اخلي ، کوم چې پښتنو ته معنی لری. خو دوی پشتانه د بهرنیو پوځونو او فاسد حکومت پر وراندی ، پرته له دې چې کوم ځانګړی قومي دښمن په ګوته کړی ، راټولوی. په ګرافیک اسنادو کې له رژیم سره تړلي ټولو پخوانیو مجاهیدینو مشرانو ته پکې اشاره کوي ، چې په قصدي ډول د ټولو قومي ډلو مشران پکې شامل دي. شواهد ښیي چې د طالبانو د هزاره ضد احساساتو ډیرې کیسې دی ، چې د هزاره ګانو له راپورته کیدو څخه رضایت نلری او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به یې له منځه یوسي.
کابل میشتو څارونکو یادونه کړې چې د ۲۰۰۹ کال شاوخوا وروسته سیاسي بحثونه او ورته اعمال د قومي قطبي کیدو له لیاری تیر شوي وه او په ټولو څلورو لویو قومي ډلو په ډله ایز شعور سره سیاسی مشران چمتو وه چې قومي شکایتونه بیان کړي. خو داسې کوم شۍ نشته چې د قصبي کیدو عوامل په اسانۍ سره مشخص کړي ، خو د قومي سیاست د بیا را ژوندي کیدو تمایل په عامه خبرو اترو کې د قومی پلوه تورنو مسالو د ننوتلو په لیاری په اسانۍ سره څرګند شوی دی. د ژبې مساله له اوږدې مودې راپدیخوا د قومي تاوتریخوالي په لیاره کې یوه وسیله وه. د خبرو په وخت کې د هزاره ګانو پلویان داسې ادعا کوي چې پښتانه شیوونستان د ولسمشرۍ مانۍ څخه په ګټې اخیستو سره غواړی د افغانستان د څوکلتوری هویت د له منځه وړلو په لیاره کې خپل ماموریت تعقیب کړي او د پښتو ژبه او کلتور د نورو په پرتله مخکې کړي ، نو ځکه چې ډیر وخت قومي شکایتونه یو بل ته ورته دی. هزاره ګان او تر یوې اندازې پوری اوزبیکان و تاجیکانو شکایت دادی چې اجراییه قوه د پښتنو شوونستانو په لاس کې ده ، چې د هیواد ثبات له خطر سره مواجه کوي او د نورو ډلو په پرتله ، د پښتنو ګټو ته وده ورکوی. په همدې ډول پښتانه د نورو ګروپونو رهبران ملامتوی چې د فدرالیزم رواجولو له لیارې د هیواد ویشلو لپاره کارکوي.

۷ - پایله
د افغان د لاسته راوړنو او پلورالیزم دوام
د هزاره ګانو پرمختګ وروسته له کال ۲۰۰۱څخه د پام وړ ده. هغه ټولنه چې د مشرانو یې په یاد ده ، د پښتنو د شاهي کوره نی لپاره یې د غلامانو په توګه خدمت کاوه ، اوس اوس یې ځان په ملي سیاست کې د مهم رول لوبولو او د اقتصادی ودې څخه د لومړي ځل لپاره د ګټې اخیستونګي په توګه ځای پر ځای کړی دی.
خو د ۲۰۰۲ کال څخه وروسته لسیزه کې ترلاسه شوي ډیر پرمختګونه کوم قانوني یا اداري بنسټ نلری او په سیاسي عمل ولاړ دي چې د هغو شرایط له امله را منځته کیږي چې احتمالا لنډ مهال وی. دا د یوه لیواله اقلیت د ستونځې جوهر دی. هزاره ګانو له طالبانو وروسته په سیاسي او ټولنیز پرمختیایي پروسو کې د نورو ډلو په پرتله هغه وخت پرمختګ وکړ ، چې په لیوالتیا سره یې پکې ګډون وکړ ، په داسې حال کې چې تر ټولو لویه قومي ډله ، پښتانه ، ددې پروسو په اړه په زیاته توګه نرمښت وښود. په داسې حال کې نړیواله مداخله چې د لسیږی اوږد سیاسي نظم ملاتړ یې کاوه ، پای ته رسیږي ، هزاره ګان دې ته اړ دي چې په پام کې ونیسې تر څو دوی کومې لاسته راوړنې کولای شي و ساتي او کومي لنډ مهاله دي. داهم باید وویل شي ، هغه نړیواله مداخله چې د کال ۲۰۰۱ څخه وروسته نظم پرې ولاړ دی ، بالاخره د وخت محدودیت لري.
په هغه سیاسی مسایلو چې هزاره ګان خوشالیدل ، د ولسمشر ماڼۍ له خوا ، د ملاتړ په توګه هزاره اشرافو ته ورکړل شول. په دې کې شک ده چې دغه قراردادونه به ترڅه وخته پورې دوام پیدا کړي. که چیرې په سیاسی منظره کې بدلون راشي او د بغاوت پای ته له رسیدو سره د پښتنو د ګډون زیاتوالي ته لیاره هواره شي ، نو ښایي چې دا قراردادونه به په خپل ځای پاته نشي.
ددغو ټولو پرمختګونو سره سره ، بیا هم هزازه ګان د هیواد بیوزله ټولنې دي او د تبعیضی کړنو د بیرته راستنیدو د مخنیوي په برخه کې ونډه لري. نو له همدې امله ، یوه هغه اساسي لیاره داده چې هزاره ګان که غواړي د خپلو لاسته راوړلو د ساتنې لپاره هڅه وکړی ، باید چې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د قومی اړخونو په اړه د عقلي بحث او څیړنو لپاره ځای پرانیزي. په ټولنیزو او اقتصادي لاسته راوړنو کې د پاته قومي تشو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول ، کولای شي د مثبت عمل یا تبعیض ضد اقداماتو لپاره د پالیسي جوړولو یو اساس چمتو کړي. یو له دغو اقداماتو څخه به دا وي چې ملي سرشمیرنه تر سره شي. د هزاره ګانو او نورو توکمیزو ډلو لپاره سرشمیرنه به یوه څرګنده لیاره وي چې ددوی د ځینو سیاسي او ټولنیزو لاسته راوړنو ادعا پاوړې کړي.
په تاکنو کې د هزاره ګانو ګټې د سیاسی فضا ددفاغ لپاره ښه پکاریږی ، دا په دې معني ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو یا د پارلیمان د کمزوري کولو لپاره د هر ډول هځو په وړاندې مقاومت کول دي. د قومي محاسباتو منطق دا څرګندوي ، چې که چیرې نوۍ ولسمشر هڅه وکړي چې د واک د ویشلو کنوانسیونونه له سره جوړ کړي ، مجبور به وي چې د اکثریت ساتلو په خاطر ، هزاره اشرافو ته ددوی د هڅو په برخه کې قناعت ورکړي.
د هزاره ګانو د پرمختګ هغه ارخ چې په ممکن ډول دوامداره به وي ، حتا د سیاسي چاپیریال کې د بدلونونو سره سره ، یوه تعلیمی لاسته راوړنه ده او دا د ټولني د پیوستون او تشبث له لیاری تر لاسه شوې ، او د حکومت په ملاتړ پورې تړلې نده. په زړه پوری ده چې پښتانه د خپلو هزاره ګاونډیانو د بدلیدو په هکله تبصرې کوي. باید وویل شي چې دا د هزاره ګانو په تعلیم که پانګونه ده چې پښتانه یې داسې حیران کړي چې یوه ورځ به هزاره ګان پر دوی واکمن شي.
په کلتوری او دودیز ډول په سیاست کې د افغانستان جوړښتي بحثونه د غیر مرکزي په مقابل کې د مرکزي کولو په اړه دي. شایسته سالاري او ملاتړ دواره د قومي ډلو د راتلونکي لپار اغیزې لري. که څه هم هزاره ګان په دودیز ډول په غیر مرکزي کولو کې اخته دي ، له کال ۲۰۰۱ را هیسې ددوی د اشرافو یوه عملي ستراتیژ تعقیب کړې ، کومه چې د ولسمشرد تیم لخوا تعقیبږي او هغه د مرکزي کولو ملاتړ دی چې ترڅو ښې ونډې ترلاسه کړي. د هزاره ګانو لپاره به یوه لار دا وي چې د خپلو لاسته راوړنو د بنسټیز کولو لپاره د غیر مرکزي کولو اجندا ته مخه کړي ، ځکه چې په ځینو مرحلو کې متمرکز سیستم باید په ملي دولت بدل شي داسې یوه ملي اداره منځته رواړي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د هزاره ګانو او نورو اقلیتونو لپاره د خیر غوښتنو چلند تعقیب کړی. شایسته سالاری د اصلاحاتو راوستلو لپاره ښه مفکوره ده ، خو لکه څنګه چې معني لري ، پلي کول یې ستونزمن ثابت شوي دي. په داسې حال کې چې هزاره مشران د غیر متمرکز کولو غوښتنه کوي ، مګر دوی په دې هکله پرمختللې اجندا نلري چې څنګه ډاډ ترلاسه کړي چې ددوی خلک به وکولای شي د کار په بازار کې په مساوي شرایطو سیالي وکړي. داسې د تبعیض ضد افغان اجنډا رامنځته کولو ته اړتیا ده چې داسې میکانیزمنونه پکې شامل وي ، ترڅو د واسطه بازی د کړنو په مقابل کې کار وکړي.
له ۲۰۰۱ کال را پدیخوا د هزاره ټولنې وده د اشرافو د سیاسي ستراتیژۍ ، له ښکته څخه پورته او د سیاسي چاپیریال د ترکیب له لیاری تر لاسه شوي ده. ددې لاسته راوړنو ساتل به هم د هزاره ګانو د سیاسي ستراتیژۍ په پراختیا پورې اړه ولري. په همدې ډول پلورالیږم په افغانستان کې په هیڅ دول هم خوندي نده ، خو دا حقیقت چې هزاره ګانو ځانونه دومره پورته کړي ، چې پرته له کوم رادیکال غبرګون سره مخ دي ، هیله را منځته کوي. تر اوسه مالومه نده ، هغو شرایطو چې هزاره ګانو ته یې ددې پرمختګ توان وکړی ، وبه لیدل شي چې څومره وروسته له سیاسې او امنیتي انتقال څخه ، چې ټاکل شوې وروسته له ۲۰۱۴ څخه څومره به دوام وکړی.
پای

 
 
دریمه برخه

۴ - هغه عوامل چې د هزاره ګانو په راپورته کیدو کې یې مرسته کوی
ولې هزاره ګانو وکولای شو چې دومره ژر پرمخ ولاړ شی :

د هزاره ګانو ملاتړ سیستم او هغوی په ملی کچه کې شاملول د ریاضی پر منطق پرمخ وړل شوی ، ځکه چې د رژیم د پیاوړتیا لپاره د هغوی شمیر ته اړتیا وه. د دریم لمبر قومی ډلې په توګه ، هزاره ګان د پاچا جوړونکی رول لپاره شمیر درلود. د هزاره ګانو په ملاتړ ، د پښتنو لوړ پوړی ګروپ کولای شوای چې اکثریت تر لاسه کړی. تاجیکان چې د دوهم لمبر ګروپ په توګه هم بې له هزاره ګانو نشی کولای چې اکثریت تر لاسه کړی. په سیاست کې د یوه عامل په توګه د قومیت څخه د خلکو انکار بدی معنی وو چې دا ډول محاسبی ډیر لږ په عام خلکو کې خپریږی. په دوره یي ډول ټاکنیزی سیالۍ د قومي بلاک رایو له لیارې ټاکل شوی ، لکه د ۲۰۰۳/۲۰۰۴ کال د اساسي قانون لویې جرګې او د ۲۰۰۵ کال د پارلمان د مجلس رییس ټاکنو په جریان کې چې وشول. په دې ډول چې د هزاره ګانو شمیر په هره رایه کې دومره مهم کیدای شي ، د ولسمشرۍ لپاره یې یو پیاوړی هڅونه برابره کړه چې د هزاره ګانو اشراف د خپل ملاتړ شبکې سره تړلي و ساتي.
د هزاره ګانو په هکله باید وویل شی چې د ټولو قومی - ژبنی ډلو څخه له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته په حکومت کې د ګډون په هکله تر ټولو لږ کلتوری خنډونه درلودل. ځینو به داسی ویل چې دوی ګواکې په نوی نظم کې تطابق او وړتیا له ځانه ښیی. برعکس ، د یاغیانو د کمپاین موضوع یوه هم دا وه چې ملکی خلک له حکومت تړلي هر پروګرام څخه محروم او بې برخې و ساتی او دې خبرې په پښتون میشتو سیمو کې تر ټولو زیات اغیز درلود. د هزارګانو له خوا د طالبانو ردول او د بن د نظم پر ځای د اسلامی امارت د بدیل په توګه ، د دوی مفکوره دا وه چې د هزاره ګانو په سیمه کې د دوی فعالیت نا ممکن ده او د دوی بې تفاوتی د شورشیانو پر ضد په دې معنی وه چې د دوی یوځای کیدل له امنیتي قوتونو او له دولت سره د همکاری په هکله ډاډ درلود ، په داسې حال کې چې پښتنو دروند تاریخی بار ، یعنی د بهرنیو پوځونو ماتولو مکلفیت په خپلو اوږو ایښۍ وو ، کوم چې د یاغیانو تبلیغ کوونکي پسی ګرځیدل.
د ټاکنیزی دیموکراسی چې په نوی نسل کې پیل شوه ، در هزاره ګانو په سیمو کې یې پراخ اپیل درلود او دا ځکه چې له تاریخی محرومیت او وروسته پاتې والی د تیښتې یوه څرګنده لیاره وړاندی کوی. عامه بخثونه ، په ځانګرې توګه په لومړنیو کلونو کې ، نوي نظم د ډیموکراسی ، د قانون حاکمیت ، بشری حقونو ، د ښځو آزادی ، نړیوال ادغام او اقتصادی لیبرالیزم په ګډون له یوې عصری پروژې سره تراو درلود. عصری کولو پروژه د هزاره ګانو په فکری حلقو کې د پام وړ جذابیت درلود او له طعنو سره به د ایران ټولنی سره مخ کیدل چې د کلیوالی افغانستان په پرتله یې عصری کول خورا ډیر منلی وو ، د هزاره ګانو منل یې خورا زیات کړل. د ښځو له حقوقو څخه دفاع لا دمخه د هزاره ګانو د سیاسی عمل او هویت یوه برخه وه ، په دې معنی چې د هزاره ګانو ګوندونو د طالبانو او د سني مجاهدینو ګوندونو لخوا ددوی څخه مخکې د لګول شویو محدودیتونو مخالفت کړی وو. د یوې نړیوالې سیاسي پروژې سره د تړاو مفکوره د هزاره ګانو په حلقو کې د منلو وړ وه ، په داسې حال کې چې دودیز دښمنان پښتانه یا تاجیکان وو. سیاسی دودونه او کلتوری اغیزی په ګډه سره په دې معني وه ، چې د هزاره ګانو اشراف د نوی نظم په اړه د نورو ډلو د خپلو ملګرو په ترتله چې په دودیز افغان ملتپالې کې ډیر ډوب وو ، لږ متردد وو.
۵ - پالیسی
پالیسی پورې تړلی وسایل چې هزاره ګانو سره یې مرسته کړیده
په افغان ټولنه کې د هزارګانو د موقف بدلون په شعوری تبعیض ضد پالیسۍ د پایلې محصول نده ، بلکه د هغې پالیسۍ د مثبت اړخ اغیزی په توګه ترلاسه شوی ده. له بلې خوا ، د خپله هزاره ګانو هڅې هم په دې کې شاملې دی. په همدې ډول ، د هزاره ګانو راپورته کیدل د یوه جانبی امتیاز په توګه د بین المللی مداخلې له خوا هم په نظر کې نیول شوی وه.
د هزاره ټولنې ډیرو برخو ته پوځي مداخلې چټک او بدلون راوړونکې ګټې وړاندې کړې دی. په کال ۲۰۰۱ کې ، د طالبانو په وروستیو ورځو کې ، هزاره جات له بشری بحران سره مخ شو ، چې د روانې جګړې له امله بحران نور هم هغه وخت زیات شو ، چې طالبانو د ځمکو سوزولو تاکتیکونو ته مخه وکړه. نړیوالې مداخلې پایله د طالبان چټک او نسبتا بې لګښته شاتګ وو. البته راتلونکې لسیزه کې هزاره جات له کوم امنیتی لوی ګواښ سره مخامخ نشو. سره له دې چې په نورو سیمو کې د بغاوت زیاتوالۍ راغلۍ ، مګر سیمه له ثبات څخه برخمنه شوه او سیمې ته په لیارو کې له بغاوت سره نښتې لیارې په کنترول کې دی.
په ملی سطحه د هزاره اشراف په سوداګریزو معاملو او په ملاتړ سییتم کې شاملول له ۲۰۰۱ کال وروسته پیل او په دیموکراتیک جوړښت پوری اړه لری ، ځکه چې د چارواکو لپاره یې د ټول شموله چلند تعقیبولو هڅونه یې را منځته کړه. دغه دیموکراتیک جوړښت در بن په کنفرانس کې د ملي ټاکنو لپاره د ژمنې ورکولو پریکړه وه ، کوم چې په ۲۰۰۳/۲--۴ کې د اساسي قانون جوړولو کې پیاوړی شو او د تاکنو پروسو لپاره د نړیوالې ټولنی یې ملاتړ وکړ. وروسته البته د ټاکنیز سیستم د ګڼ شمیر نیمګرتیاوو په اړه ډیر لیکل شوی دی ، خو برسیره پر دې چې نیمګړتیاوې شته ، ټاکنو در هزاره ګانو لپاره ښه خدمت کړی ده. په ملي کچه ، دوی له حکومت څخه ګټه پورته کړه او هم په ولایتی کچه دوی و توانیدل چې د نورو قومونو په پرتله ځان ثابت کړی.
د بین المللی ټولنې تصمیم د یوې برخې په توګه په افغانستان کې د پام وړ مرستې ، امنیت او دیپلوماتیک شتون د را منځته کولو پریکړه هم هزاره ګانو ته ګټه ورسوله. د ټولنې ژمنتیا او د نړیوالې ټولنې سره د ملګرتیا په اړه د شک نشتوالۍ ، هزاره ګانو ته دا زمینه مساعده کړه چې په ډیرو ادارو کې د کار موندلو لپاره برابره کړی. خو نورې پالیسي پریکړې چې تمه کیده هزاره ګانو ته ګټه ورسوی ، هیڅ مثبته پایله یې نده ورکړې.
د بن په تړون کې د نړیوالې ټولنې لخوا د سرشمیرنې ترسره کولو ملاتړ او ژمنه شامله وه. که څه هم د اوږدې مودې لپاره ابتدایې آزموینې روانې وی ، خو سرشمیرنه هیڅکله هم تر سره نشوه. سرشمیرنې کولای شو چې د اداری واحدونو تر منځ د سرچینو د تخصیص لپاره یو عیني اساس چمتو کړي او یا په حقیقت کې ددې واحدونو د بیا منطقي کولو لپاره زمینه برابره کړي. دا به هزاره ګان او نورو قومي ډلو ته دا توان ورکړی وای چې د سیاسي واک په سرچینو او ونډو باندې خپلې ادعاوو ته رسمیت ورکړي. د سرشمیرنې ځنډول له حکومت سره مرسته کړې چې د قومی ډلو ترمنځ معامله مبهمه ، انعطاف منونکې او په خبرو اترو پورې یې مربوط وساتي.پ
په پای کې نړیوالې مرستی د بیا جوړونې او پراختیا لپاره په معقول ډول تمه کیده چې د هیواد تر ټولو بې وزله سیمې ، لکه د هزاره جات هزاره ګان تر هدف لاندې ونیسي. په دې ډول د مرستو یوه کوچنۍ برخه د بیوزلۍ کمولو لپاره وقف شوې او یا د بیوزلو او سوله ایزو سیمو لپاره چمتو شوی وې ، خو ددی پرځای در مرستو منابع په مرکز او هغه سیمې چې یاغیان پکې اغیزمن وه ، اختصاص ورکړ شوې وې. البته دا خبره د سوله ایز هزاره جات له خوا په مکرر ډول مطرح شوې ده.


ادامه لري

              د پروفیسور مایکل سیمپل لیکنه

             د ‌ذ. آسمایی ژباړه

دوهمه برخه

د هزاره ګانو راپورته کیدل او په افغانستانن کې د پلورالیزم ستونزی

د پروفیسور مایکل سیمپل لیکنه

د ‌ذ. آسمایی ژباړه

۳- له کال ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۱ پوری د هزاره ګانو د پرمختګ ارزونه

هزاره ګانو خپل ګډون د عامه ژوند په مختلفو برخو کې د ۲۰۰۱ کال مخکې کچې ته لوړ کړۍ دی. ددوی دغه د پام وړ وده له طالبانو وروسته لسیزې د ټولنیزو - سیاسی مهمو ځانګرتیاوو څخه یوه ګرځیدلې او ستاینې یې را پارولی دی.

تر ټولو ښکاره خبره داده چې هزاره ګانو پکې عام ځای ترلاسه کړی د محرم میاشتی د ماتم مراسمو لمانځل دی ، ځکه چې د طالبانو په وخت کې د تړلو دروازو تر شا دا مراسم ترسره کیدل. له ۲۰۰۱ کال وروسته لسیزه کې د شیعه ګانو د لمانځلو په تالارونو کې خلکو او لوړ پوړو کسانو ګډون کاوو. د هزاره ګانو وړتیا چې خپل مراسم په عامه ځایونو کې تر سره کړی ، په واضح ‌ډول د یوې ټولنې د ټینګار سمبول ده چې په چټکۍ سره له خپل تاریخی حاشیه توب څخه تیریږی.

په ملی کچه د ملاتړ سیاست

د هزارګانو اصلی سیاسی - پوځی ډله حزب وحدت د طالبانو په وړاندې وسله وال مقاومت کې برخه واخیسته ، دغه مقاومت په غیررسمی ډول د شمالی ټلوالې په نوم پیژاندل کیږی او په همدې اساس یې د بن په تړون کې هم برخه واخیسته ، چې پر بنسټ یې د ۲۰۰۱ وروسته د حکومت سیستم ولاړ دی. کومه کابینه چې په کال ۲۰۰۱ کې جوړه شوه ، د شمالی ټلوالي ډلو ته په ملی حکومت کې د ونډې ورکولو لپاره ډیزاین شوی وه ، چې په پایله کې یې استاد محقق د پلان وزیر او د لنډ مهالی ادارې مرستیال و ټاکل شو. دغې پروسې د کابینې جوړولو په راتلونکو پړاوونو کې پراختیا و موندله. لکه څنګه چې له ۲۰۰۱کال وروسته د ډلو پیژندنه ډیره مهمه شوه ، قومیت هم ډیر مهم شو ، نو کابینې هم د نا اعلان شوی قومی ونډو پر بنسټ جوړی شوی. په هره کابینه کې د هزاره وزیرانو یوه ډله شامله ده. که څه هم ولسمشر د کابینې د غړو د ټاکلو واک لری ، خو سیاسی عمل چې را منځته شو هغه دا وه چې د هزاره ګانو د دو اصلی قدرت غوښتونکو ، هریوه استادخلیلی او استاد محقق څخه نوماندی غوښتلی دی. هزاره ګانوته د ځواک وزارتونو پرځای لکه د کوره نیو چارو او دفاع وزارت ، د ملت جوړونی وزارتونه ځانګړی شوی دی ، لکه د لوړو زده کړو ، ترانسپورت ، پلان جوړونې او عامه کارونو وزارتونه ورکړ شوی دی. هزاره نوماندان د ملت جوړونې دغو وزارتونو ته د پورتنیو د دو قدرت لرونکو په ارتباط پیژاندل کیدای شی.

د بن په تړون کې له ګډون څخه وروسته په ملی سیستم که شامیلیدل جریان درلود ، هغه کسان چې د وزیر په توکه یې څوکۍ نیولې ، کولای شول چې خپلو ملګرو ته د کارموندنې او قراردادونو زمینه برابره کړی ، ترڅو مخکې تر دې چې د فساد ضد اقدامات پیل شی ، دوی به خپل کار کړی وی. برسیره پردې ، هزاره ګانو ته له ۲۰۰۵ کال راهیسې د دوو مرستیال ولسمشر څوکیو څخه یوه ورکړ شوی ده. د ټاکنو کړنلاره پر بنسټ د ولسمشرۍ نوماند باید دوه مرستیالان و ټاکی. په دواړو ټاکنو کې حامد کرزی یو تاجیک د لومړی مرستیال په توګه او یو هزاره چې کریم خلیلی وه ، ددوهم مرستیال په توګه نومولی دی او په دې توګه د بن د تړون سیاسی منطق ساتل شوی او د هیواد دریو غوره قومی ډلو شاملول یې نتیجه ده. د قدرت د شریکولو دغو فورمولونو دا په ګوته کړه چې هزاره ګان په سیاسی نظام کې ګډ دی.

ټاکنیز او پارلمانی سیاست

د قومی یووالی لپاره په لوړه کچه د هزاره رایه ورکونکو د ګډون په توګه او ددوی تمایل په قدرت او سیاست کې د استازو ونډه پیاوړی کړی ده. په ۲۰۰۴ کال کې هزاره کاندید استاد محقق ۱۱،۷ فیصده رایې لاسته راوړلې. که څه هم هزاره ګانو په عمده توګه د بن د پروسې ملاتړ کړی وو او د حامدکرزی د ملی مشرتابه سره یې خواخوږی کوله ، خو ټاکنې په لویه کچه د ځواک یوه قومی ننداره وه. په اصل کې مخکښو پښتنو ، تاجیکو ، هزاره او اوزبیک نوماندانو ټولو د خپلو ټولنو څخه اکثریت رایې ترلاسه کړی. حامد کرزی د ۵۵،۴ فیصده رایو سره د خپلې ټولنې سربیره د قومی رایو د راجلبولو لپاره یوازینۍ لوی نوماند وو. په نوی حکومت کې د شیعه ګانو سیاسی استازیتوب د ۲۰۰۵ کال په پارلمان کې نور هم پیاوړۍ شو. شیعه ګان چې دوه پر دریمه برخه یې هزاره ګان وو ، ۱۸ فیصده څوکۍ یې و ګټلی. د هزاره ګانو د راټولیدو په پایله کې استاد محقق د هیواد په کچه تر ټولو لوی شخصی رایې تر لاسه کړی. د یوی بیلګې په توګه چې څارونکو د معاصرو هزاره ګانو ټاکنیز سیاست د تاریخی روایاتو سره څنګه تړاو ورکړ ، د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزو ټاکنو شعارونه یې داسې را منځته کړل چې افغان اقلیت په دوهم پراو کې له خپل مهم رول څخه خوند اخلی ، هزارګان د پیړیو تبعیض او مذهبی ځورونې وروسته ممکن د را تلونکی ولسمشر په ټاکلو کې پریکړه کوونکۍ وی ، او داسی نور. په همدې ډول ، حامد کرزی له خپل ځان سره د هزاره ګانو یو لوړ پوړی مشر درلود او هم یوه بل هزاره کاندید ۱۰ فیصده رایې په لومړی پړاو کې تر لاسه کړی او داسې ښکاریده چې د واک توازن یې ساتلۍ وو. کله چې د ټاکنو دوهم پړاو لغوه شو ، د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې هزاره ګانو او نورو شیعه ګانو په پارلیمان کې ډیر استازیتوب ترلاسه کړ او څوکۍ یې په سلو کې ۲۳ ته ورسیدی ، په داسی حال کې چې پښتانه له ۴۷ څخه په سلو کې ۳۹ ته را ټیټ شول. په دوهم پړاو کې د غزنی په ولایت کې چې د پښتنو ، هزاره ګانو او تاجیکو ګډ نفوس لری ، د هزاره ګانو په سیمو کې د رایو کچه تر نورو سیمو ډیره لوړه وه ، دا په داسې حال کې وو چې نورې سیمې د باغیانو له خوا اغیزمن شوی وی. په پایل کې هزاره ګانو د غزنی ټولې څوکۍ خپل ځانته کړی. یوه بینظمی چې ولسمشر یې د پایلو منلو ته زړه نا زړه کړ ، هغه دا وه چې د ټاکنو په اړه یې اوږده شخړه راپورته کړه. روښانه نده چې په پارلیمان کې د هزاره ګانو د ګډون څه وو ، چې ولسمشر بریالۍ شوی چې له جدی پریکړی کولو څخه یې لیری کړی. په هرحال ، د هزاره ګانو د رایی ورکونکو قوی ګډون دا ډاډ رامنځته کړ چې د ولسمشرۍ ټول کاندیدان باید ټولنه ځانته را جلب کړی او په دې خاطر یو هزاره په خپل لست کې شامل کړی.

اداره

د هزاره ګانو تاریخی ګوښی ته لیږدول دا په ګوته کوی چې څنګه سیمه ایزه اداره ددوی د بیواکه کولو لپاره دیزاین شوې وه. له یوی خوا ولایتونه داسی ویشل شوی وه چې د هزاره ګانو اکثریت ولسوالۍ د ګاونډیو پښتنو اکثریت ولایتونو سره تړلی وې ، له بلې خوا هزاره ګان د لوړو اداری پوستونو څخه ایستل شوی وه. د سیمی د ادارې د قومی سیاست ددې دواړو اړخونو په اړه یو څه تحرکات شوی وه. په لومړی سر کې نوی حکومت په دایکنډی کې د هزاره اکثریت ولایت جوړولو منظوری ورکړه چې په دې ډول د مقاومت یو له غنیمتونو څخه وو. د ۲۰۰۱ کال وروسته د ولایاتو د رامنځته کیدو په نوی ترتیب کې د پنجشیر ولایت د تاجیکو لپاره را منځته شو ، یعنی یو ولایت د هزاره ګانو او بل ولایت د تاجیکو لپاره. ظاهرا د والیانو مقرری له جمهوری ریاست یوه وسیله ګرځیدلې وه. د څلوردیرشو ولایتونو والیانو مقرری د مرکز د قومی سیاست ښکارندوی وه. لومړی د دو اکثریت هزاره ولایتونو لکه بامیان او دایکنډی د هزاره ګانو لپاره ځانګړی شوی دی. دې خبری په مستقیمه توګه د هزاره ګانو لپاره د شکایت ور پرانیست چې ګواکی متعصب پښتانه هزاره ګان اداره کوی. دوهم داچې هزارګان حق لری چې په نورو ولایاتو کې د والی په توګه کار وکړی ، د بیلګې په توګه د سرپل او هرات کې چې ډول ډول خلک پکې ژوند کوی ، البته په غزنی کې یې د والی د معاون مقام ور رسیدلۍ وه. په هرحال ، په هیڅ یوه ولایت کې چې اکثریت پښتانه یا تاجیک پکې ژوند کوی ، لکه جنوب یا شمال شرق ولایتونه او وردک اوپروان چې لږکی هزاره ګان پکې ژوند کوی ، د هزاره ګانو لپاره کوم مقام نه لیدل کیده. په دې ډول ، د لومړیو لسو کلونو اداری تمرین یو ډول نا اعلان شوی قومی ریزرویشن سره مساوی ده چې په دې ډلو کې هزاره ګان د ۲۰۰۱ کال څخه مخکې په پرتله د پام وړ ورزیاته شوي ونډې څخه خوند اخلی.

امنیتی قوتونه

د هزاره ګانو ګدون د طالبانو ضد وسله وال مقاومت کې دا خبره ډاډمنه کړه چې هزاره مشرتابه د هغو معاملاتو برخه وه چې د پولیس او اردو په جوړولو یې لاس پورې کړ. که څه هم تاجیک متحدینو یې په پیل کې د ټولو امنیتی ادارو مشری کوله ، د هزاره مقاومت قوماندانانو د هغو واحدونو په لومړی لیست کې شامل شول چې د دفاع وزارت لخوا یې ملاتړ کیده یا د کورنیو چارو وزارت ته لیږل شوی وو. کریم خلیلی د دفاع په وزارت کې د مرستیال په توګه و ټاکل شو ، ترڅو وکولای شی د هزاره ګانو ګټې په دغه وزارت کې خوندی وساتی. که څه هم تاجیکان ډیر وو ، خو هزاره افسرانو په اردو او پولیسو کې ځینې لوړ پوړی پوستونه نیولی وه. هزاره افسرانو د کندهار او مزارشریف د قول اردو قوماندان او د ګردیز د قول اردو مرستیال په توګه دنده ترسره کړیده. هزاره افسرانو د کابل او هلمند ولایتونو په پولیسو کې د پولیسو مشرتوب کاوه او په جنوب لویدیځ کې د زون مرستیال قوماندان په توګه مهمې دندې ترسره کړی دی. دا هغه دندې وې چې په تاریخی ډول به تل د پښتنو یا تاجیک افسرانو سره وې . د یادونې وړ ده چې په خپله ټولنه کې ، هزاره ګانو په امنیتی ځواکونو کې د ګډون لپاره کومه ستونځه نه درلوده. برعکس ، لکه څنګه چې بغاوت زور اخیستی ، په پښتنو سیمو کې د استخدام به وړاندی د پام ور خنډونه موجود وو. د نړیوالو ځواکونو د روزنې قږماندانۍ ادعا کړې چې د قومی انډول او ونډی څارنه کوی ، ترڅو له لږ یا ډیر استازیتوب څخه مخنیوۍ وشی ، خو حقیقت دادۍ چې په اردو کې د استخدام لپاره د هزاره ګانو برخه په آسانۍ سره ډکیده ، په ځانګرې توګه د جنوب او جنوب لویدیځ څخه ، استخدام کول ګران بریښیدل. په مرستندویه خدماتو کې د هزاره ځوانانو نړیوالو ځواکونوته د ژباړونکو په توګه کار کړۍ او په ځینو مخلوط یا هزاره - پښتنو سرحدی سیمو کې هزاره ګانو د ملیشه ځواکونو لپاره رضاکارانه کار کړی ده.

رسنۍ او مدنی ټولنه

د هزاره ګانو اصلی پرمختګ د امنیتی سکتور پرځای د نرم ځواک په توګه په مختلفو برخو کې دی ، چې روڼ اندي ډلې له هغه ځای څخه ګټه پورته کولو لپاره چټک ګامونه اخلی ، کوم چې د مدنی ټولنو لپاره پرانستل شوی دی. هزاره ګانو ګڼ شمیر کلتوری سازمانونه ، د بشری حقونو ډلې او خدمتی نادولتی موسسی جوړی کړی دی. اصلی نیمه دولتی اداره چې د هزاره ګانو ترمشری پاتی شوی ، د افغانستان د بشری حقونو خپلواکه کمیسیون ده ، خو په سر ددی هم رهبری یې د څو توکمیزو کارکوونکو د جوړښت په پام کې نیولو لپاره محتاط پاتی شوی ده. د هزاره ګانو علاقمندی و مدنی ټولنو ته له پلازمینی هاخوا پراخ شوی ، د بیلګې په توګه د هزاره ټولنی په برخه کې د سپورت کلوپونه ، کلتوری ټولنی او د ځان سره د مرستې ډلې په ولایتونو کې ، لکه بلخ ، غزنی او هرات د پام وړ دی. د ملګرو ملتو لخوا څارل شوی یوولسو خصوصی ورځپاڼو څخه یې دری په هزاره ګانو پوری اړه درلودی. همدارنګه د دیارلسو خصوصی تلویزون ستیشنونو څخه ، درې یې د شیعه ګانو له خوا اداره کیدی ، خو بیاهم یو یې هزاره ګڼل کیږی. ځوان هزاره ګان ، لکه ژورنالیستان ، لوبغاړی او تولیدونکی د نویو رسنیو د مسلکونو په ټولو اړخونو کې فعال وو.

ښوونه او روزنه

د هزاره ګانو د لاسته راوړنو په لړ کې ، تر ټولو ډراماتیک ډګر د زده کړی په برخه کې ده. جوړ شوۍ ګرافیک د هزاره ګانو په اکثریت سیمو کې په ښوونځیو کې د شمولیت زیاتوالۍ او د پوهنتون په آزموینه کې د هزاره زده کوونکو د لوړی کچی بریا له ورایه ښیی. د بیلګې په توګه ، د کورنیو جګړو یو هزاره جنګیالۍ ، چې د طالبانو له سقوط څخه مخکی د سیاسی لوبو برخه وه ، په پای کې یې د یوه لوی ښوونځی اداره په غاړه واخیسته او له هزاره میشتو سیمو څخه یې جلب او جذب ته پیل وکړ. هغه په وضاحت سره خپل نظر داسې بیان کړ چې د هزاره ګانو د تاریخی ګوښه کیدو څخه د وتلو یوازنی لیاره ښوونه او روزنه ده. باید وویل شی چې ددې تر څنګه ، ښوونې او روزنې ته د هزاره ګانو لیوالتیا هم له ورایه څرګنده وه او په کابل او نورو هزاره میشتو سیمو کې یې د زده کړی د مرکزونه جوړول د ثانوی زده کړو په برخه کې هم د زده کوونکو فعالیت لوړ کړی. البته هزاره ګانو له پخوا په لوړو زده کړو کې د نفوذ مینه درلوده. د کال ۱۹۷۹ او ۱۹۹۸ تر منځ موده کې ، کله چې هزاره جات له مرکزی حکومت څخه جلا شوی وه ، خپلواکو سیمه ییزو ادارو د پوهنی د څانګو او د لومړنیو او ثانوی ښوونځیو د شبکې د ساتلو لپار مبارزه کوله. وروسته په کال ۱۹۹۸ کې کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ ، د ټولنې د فشار په واسطه ، اړ شول چې خپله تعلیمی پالیسی بدله کړی ، تر دې چې حتی د نجونو لیسو هم د جاغوری په ولسوالۍ کې نجونو ته خپلې دروازی خلاصې کړې. د هزاره ګانو نا اعلای شوی کمپاین د لوړو زده کړو نوی نسل روزلو په لور وه ، په داسې حال کې چې بغاوت او د حکومتی ادارو څخه جلاوالۍ په پښتنو سیمو کې د زده کړی ګډون سطحه را ټیټه کړی وه. په حقیقت کې دا احساس چې هزاره ګان د ټولنیز پرمختګ لپار ، تعلیم د یوی وسیلې په توګه کاروی ، حتی یو له هغو عواملو څخه وی چې طالبان مجبور کړی له خپلې پالیسی څخه د تعلیم په هکله په شا شی.

اقتصاد

د هزارګانو د اقتصاد په دودیز ډول په غرونو کې مالداری او کرنه وه او ښارونوته له مهاجرت او کارکولو سره یې خپل ژوند سره مرسته کوله. دغو فعالیتونو د هزاره ګانو په لیرې پرتو سیمو او ښارونو کې د نسبتا ښه امنیت څخه ګټه پورته کولو زمینه مساعده کړی ده. یوه خبره داده چې هزاره ګان د مخدره توکو یا نظامی او حکومتی قراردادونو کې په څرګند ډول شامل ندی. دا کارونه له ۲۰۰۱ را پدیخوا تر ټولو ګټور اقتصادی فعالیتونه دی ، مګر لږ تر لږه چې د هزاره ګانو اشرافو د ملی ملاتړ به سیستم که پښه ایښې ، یو حقیقت دی او دې خبری د هزاره ګانو اقتصادی فعالیتونو ته یو څه سیاسی ملاتړ برابر کړی ده. د ښاری ځمکو پراختیا چې د سیاسی ساتنې څخه ګټه پورته کوی ، د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته په اقتصاد کی د پانګونی له اصلی برخو څخه وه او دا هغه ډګر وه چې پخوانی قوماندانان او د واک دلالان پکی فعال وو. په دې ډله کې د هزاره ګانو د ملکیتونو تر ټولو مشهور حاجی نبی نومیږی ، چې د مرستیال ولسمشر خلیلی ورور ده. دا سړی د کابل شاو خوا کې د ځمکو په استملاک او پراختیا کې ښکیل ده. د هرات په لور هم د هزاره ګانو مهاجرت ، لږ له سترګو پټ شانته ، د نویو ټولنو او د ځمکنۍ پراختیا په خاطر پیل شوی وو. البته چې دا د هزاره ګانو کلیوالی - ښاری اوږد مهاله مهاجرت په دوام کې ده ، مګر ډیری یې هاغه مهاجران پکې شامل دی ، چې له ایران څخه یې په را ټولې کړې سپما دلته پانګونه کوی. له بلې خوا سیاسی نظم پس له ۲۰۰۱ څخه زمځکو ته لاسرسۍ ده ، چې له ډیره وخته هزاره ګان له کوچیانو سره د ترانزیت او څړځایونو په حق سره اخته دی. په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کې د کوچیانو تګ هزاره میشتو سیمو ته د تاوتریخوالی سبب و ګرځید ، چې هزاره ګانو ډله ایز لاریونونه وکړل. خو سره له دې چې مرکزی حکومت ځان تیر ایسته ، بیا هم سیاسی او امنیتی نظم د کوچیانو لپاره محدودیتونه وضع کړل. برعکس ، په کال ۱۹۹۹ کې ، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کوچیانو وکولای شول چې د هزاره ګانو په سیمه کې پراخه حمله تر سره کړی.

ادامه لری

     د پروفیسور مایکل سیمپل لیکنه

             د ‌ذ. آسمایی ژباړه

             د ‌ذ. آسمایی 

لومړی برخه  

سریزه

۱- له ۲۰۰۱ کال وروسته د رامنځته شویو فرصتونو په وړاندی د افغانستان د هزاره ګانو غبرګون ، په ساده ډول د لیوالتیا په توګه مشخص شوی دی. ددې لیوالتیا د اقلیت غړو په نویو سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزو برخو کې په ځانګړی توګه په ښوونه او روزنه کې خپل ګډون لوړی کچې ته بیولۍ ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته دغه لیوالتیا سبب شوه چې ددوی ټولنه د نورو په پرتله چټک پرمختګ وکړی چې نړیوالو رسنیو هم په دې هکله مثبت غبرګون له ځانه ښودلۍ ده. په ظاهر کې دغه بدلون په یوه مسلمانه ټولنه کې د پلورالیږم بریالیتوب ده چې عواملو پیژاندل یې د مطالعی وړ ده ، خو دغه دهزارګانو پرمختګ په ملی سیاست کې د پام وړ قطبی کیدو سره مل ده. په عین حال کې داسې پوښتنی هم منځته راځی چې د هزاره ګانو لاسته راوړنی ترکوم حده پوری د ادارو په پراختیا او یا سیاسی مصلحتونو پوری اړه لری. په داسې مسایلو کې پوښتنه منځته راځی چې آیا دغه د هزاره ګانو پرمختګ یوه لنډ مهاله پدیده ده چې له بهرنی مداخلی سره تړاو لری او یا که دوامداره ده.

دغه لیکنه له ۲۰۰۱ کال وروسته د هزاره ګانو په تولنیز - سیاسی رول کې د بدلونونو ماهیت ، ددی بدلون محرکه قوه او بالاخره د افغان پلورالیزم اوږدمهاله امکانات په پام کی نیسی.

۲- په افغانستان کې د قومی سیاست شالید

قومی موضوعات هغه څه دی چې په افغانستان کې تر هرڅه دمخه ژور حساسیتونه پکې نغښتی او یوه جنجالی خبره ده. افغانستان د یوه داسی دولت یوه کلاسیکه بیلکه ده چې د مختلفو ټولنو پر بنسټ جوړه شوی او ډله ایز هویتونه د وخت په تیریدو سره بیا جوړ شوی دی. د ۲۰۰۴ کال اساسی قانون څوارلس قومی ډلې په رسمیت پیژندلی چې څلور یې ترټول لوی دی. دغه څلور یې پښتانه ، تاجیک ، هزاره او اوزبیک دی. په حقیقت کی د افغانانو هویتونه پیچلی او متحرک دی. هزارګان معمولا د فارسی ژبو په توګه خلکو ته ور پیزاندل شوی ، په شیعه فرقې پورې تړاو لری ، د افغانستان غرنیز مرکزی برخه یعنی هزاره جات کې اوسیږی او د چنګیز خان د لښکرو د نسل له افسانې سره تړاو لری. په تیرو دری لسیزو کې د هزاره ګانو د راټولولو سیاسی مشران له دې مسالې سره مخ شوی چې د هزاره جات سیدان چې د عرب نسل ادعاکوی یا هغه سنی تولنې چې هزاره ګانو سره د قبیلوی تړاو ادعا کوی یا غیر هزاره شیعه ګان ، لکه قزلباش څنګه سره یوځای کړی. سره له دې او برسیره پردې چې د هزاره هویت د عملی کولو په برخه کې ځینی ابهامونه او ستونځی شته ، خو مشرانو یې له ۱۹۷۸ کال راهیسې د افغان شخړی په هره مرحله کې په بریالیتوب سره متحرک ساتلی دی. هغو ادارو او موسساتو چې هزاره ګانو ته یې تحرک ورکاوه ، تر ۲۰۰۱ لا د مخه پورې په کمیدو وه او د بن پروسې په کلونو کې نور هم کم شو ، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته د ټولنیز او سیاسی پرمختګ لپاره فرصتونو ته د هزارګانو له لیواله ډک غبرګون ډاډ را منځته ګړ چې هزارګانو د سیاسی ازاستتازیتوب په ملی کچه ، حتا د هغو ګوندونو له ړنګیدو وروسته چې په پیل کې یې دوی ته تحرک ورکړی وه ، خپله ونډه نوره هم ډیره کړه.

لکه څنګه چې قومی مسلې جنجال پیښوی ، په ډیرو افغان عامه خبرو اترو کې داسې غوښتنه کیږی چې مبصرین قومیت له پامه و غورځوی او یا یې رد کړی. د ملی یووالی مفکوره د عامه خبرو په وخت کې په درناوی بدرګه کیږی ، په دې معنی چې پښتانه ، تاجیک ، هزاره ګان او ازبیکان او نور ټول سره اساسا افغانان دی. په ضمنی ډول ددوی قومی هویت نشی کولای چې ددوی سیاسی چلند ، اقتصادی امکانات یا حتی د بغاوت ملاتړ یا مخالفت کولو تمایل وړاند وینه وکړی. یو له هغو خنډونو څخه دادی چې هره هغه څیړنه چې په سیاست یا په شخړو کې د قومی هویت ښکیلتیا په تړاو شواهد وړاندی شی ، د ملی یووالی په تخریب تورنیږی ، خو برسیره د قومیت د ردولو له دود سره د هزاره ګانو په سیاست کې عملا داسې ښیی چې قومیت مهم دی.

د افغانستان په قومی سیاست کې مهم حقایق دادی چې پښتانه پکې لویه قومی ډله ده خو ساده اکثریت نلری. د قومی ونډو اټکلونه سره توپیر لری ، د بیلګې په توګه ، روبین په کال ۱۹۷۸ کې پښتانه ۴۶ فیصده ، تاجیک او نږدی خپلوان یې ۳۲ فیصده ، هزاره ګان لس فیصده او اوزبیکان اته فیصده یاد کړی دی ، خو وروستی اټکلونه د پښتنو او نورو توکمونو تر منځ لږ واټن ښیی. د ریاضی له نظره داسی په ګوته کیږی چې قومی لوبغاړی د دوه اړخیز اکثریت - اقلیت دریځ په پرتله د اتحادونو بډایه انتخاب سره مخ دی. دا خبره د ۱۹۹۰ لسیزی د ډلو ټپلو شخړو په جریان کې او په کال ۱۰۰۴ او ۲۰۰۹ کلونو به ټاکنو کې د ولسمشری نوماندانو او متحدینو تر منڅ د خبرو اترو په جریان کی په مساوی ډول پلې شوی ده. لویې قومی ډلې په دې کې شهرت لری چې د پخوانیو رژیمونو د واک په سلسله مراتب کې د خپلو اشرافو دریځونو ته انعکاس ورکړی ، مګر هرې ډلې په منځ کې ددغه تنوع لږ اجازه ورکوی. پښتانه د واکمنې ډلې په توګه شهرت لری او له پیل را هیسې په دولتی ادارو کې د امتیاز وړ مقام لری. په دې ډول ، د پښتنو ترمنځ توپیرونه ، دلویو قبیلو لکه غلجی او درانی او په جنوب کې د پښتنو اکثریت لرونکی سیمی او هغه پښتانه چې په شمال کې میشت دی او د ناقیلینو په نامه یادیږی ، د پام وړ دی. که څه هم پښتانه د افغانستان د اشرافو ډیره برخه جوړوی ، خو دغه ډله یو کلیوالی بنسټ هم لری چې د مدرنیتی په مقابل کې خورا بې پروایی لری ، د زده کړې په هکله شکمن دی او د عصری ادارو په وړاندې مقاومت لری.

ټاجیکان یوه بدیل واکمنه ډله ده چې په تاریخی توګه د هیواد په اداره کولو کې د پښتنو شریکان دی. د ښاری ژوند د پرمختللو نفوس ډیره برخه ، چې په بیروکراسی او مسلکونو کې ښه ځای لری ، تاجیک دی. د افغانستان په ملی سیاست کې د تاجیکانو نفوذ هغه وخت زیات شو چې پلازمینه له کندهار څخه و کابل ته و لیږدول شوه ، چې د تاجیکانو لوی نفوس لری. له کال ۱۷۴۷ را په دیخوا چې پښتنو مشرانو هیواد اداره کاوه ، تاجیکانو د دوو لنډو دورو مسوولیت په غاړه درلود ، چې یو یې په کال ۱۹۲۸/۲۹ کې حبیب الله چې په بچه سقاو مشهور وه او بل یې برهان الدین ربانی په کال ۱۹۹۲/۹۶ کې وو. اوزبیکانو او هزاره ګانو ، چې ګواکی په افغان دولت کې له سیاسی واک څخه بې برخې شوی دی ، خپل احساس شریک کړۍ وه ، خو د هندوکش په شمالی برخه کې چې ددوی اصلی سیمه ده ، خورا بډایه کرنې او د څارویو پالنې لری. اوزبیک او تاجیک دواړه له هزاره ګانو سره په مهمو ارخو کې توپیر لری ، هغه دا چې له پښتنو سره د سنی فرقې شریکان دی ، خو هزارګان په شیعه فرقې پوری اړه لری. د یادونې وړ ده چې هزاره ګان د لویو قومی ډلو په مینځ کې تر ټولو ګوښه شوی قومی دله باندې شهرت لری. دا کیسه کیدای شی په دې ډول لنډه شی چې ، د هیواد د تاریخ په ډیرو برخو کې ، هزاره ګان معمولانوکران ، پاکونکی ، جوالیان او داسې نورو چارو بوخت یو لوی شیعه اقلیت په توګه له پامه غورځول شوی وه او په ځینو مواردو کې د پښتنو واکدارانو له خوا قتل عام هم پرې ګډ شوی وو. د هزاره ګانو د لږ پرمختګ کیسه د ۱۸۸۰ لسیزې په اوږدو کې د عصری افغانستان د بنسټ ایښودونکی امیر عبدالرحمن رول ته په ښه سترګه نه ګوری ، چې په کې یې هزاره ګان په خورا تاوتریخوالی سره په دولتی سیستم کې شامل کړل. د هزاره ګانو سیاسی شخصیتونه او روڼ اندی په منظم ډول د عبدالرحمن د تجربی په رڼا کې په معاصرو پرمختګونو رڼا اچوی او تفسیروی یې. له تاریخی پیښو سره په تړاو د مستندو شواهدو په توګه د هزاره ګانو ځینې مشران لاهم د نولسمی پیړی د غصب شویو ځمکو اسنادو ته درناوی کوی ، ادعا لری او د جبران غوښتنه کوی.

له هزاره ګانو سره د ظلم په اړه تاریخی کیسه ددې ډلې په کلیوالی سیمو تمرکز کوی او په مرکز کې د ټاکل شویو پښتنو اداره چیانو او سیمې ته د راوړل شویو پښتنو څړځایونو تر منځ ملګرتیا یادوی او دوی یې داخلی استعمار بیانوی ، خو له اوږدې مودې راهیسې د هزاره ګانو اقتصاد و ښارونو ته لکه ، کابل ، کویټه او داسې نورو پوری اړه لری چې هلته مهاجرت کوی . په ښاری افغانستان کې هزارګان د بیوزلو غیر مسلکی کارګرانو په توګه ، د کراچیو چلوونکو یا د کورني کارګرانو په توګه پیژاندل کیږی. داسې خبری او کیسې هم شته چې دوی د اوږدې مودې لپاره د لوړو رتبو افسرانو ، ملی حکومت او د واک له مقامونو څخه منع شوی وو.

په کال ۱۹۷۸ کې د پخواني رژیم ړنګیدو داسې شرایط را منځته ګړل چې د افغانستان قومی او ژبنۍ ډلې کولۍ شی د واک په ویش کې سره یوځای شی. دا تحرک د هزاره ګانو په منځ کې ښه را څرګند شو چې په دواړو خواوو لکه ، حکومت او د وسله وال مخالفانو په منځ کې یې مانورونه و کړل. د هزاره ګانو د هویت او سیاسی شعور مخ په زیاتیدونکی احساس د کوره نۍ جګړی په وخت کې د عبدالعلی مزاری او محمد محقق په څیر مشرانو په سیاسی بیاناتو کې څرګند شو. له ۲۰۰۱ کال وروسته د هزارګانو غوښتنی ، د بیلتون په توګه نه ، بلکه په ملی سیاست کې د پیاوړی او د نوی افغانستان د اتباعو په توګه د معاملاتو په غوښتنو کې څرګندې شوې. د هزاره ګانو سیاسی مشرتابه د بن پروسې ملاتړ وکړ تر څو افغان دولت د هغو هیلو د پوره کولو لپاره و هڅوی ، کوم چې د پخوانۍ جګری په جریان کې یې د دوی د خوځښت او تحرک لامل شوی وو. له ۲۰۰۱ کال وروسته دا د هزاره ګانو د لیوالتیا ایډیولوژیکی اساس او بنیاد وو.

ادامه لری

Virusvrij.www.avg.com 

تاریخ؛ د تېر وخت د حقیقتونو سپیڅلی آرشیف.

ليکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت.
سریزه:
تاریخ د بشري ژوند د تېر سفر هغه ستره پاڼه ده چې د انسانانو، ټولنو او ملتونو تېرې تجربې، کړنې، بریاوې او ناکامۍ پکې خوندي ساتل کېږي. د تاریخ په مطالعه کې انسان یوازې د تېرو پېښو له حاله نه خبرېږي، بلکې د هغو له پایلو څخه د راتلونکي لپاره د سمې لارې د موندلو فرصت هم ترلاسه کوي.
 تاریخ د انسانانو د ښو او بدو کړنو هغه تلپاتې حافظه ده چې ښې کړنې د تقدیر او ستاینې وړ ګرځوي او له ناسمو کړنو څخه د عبرت او زده‌کړې زمینه برابروي.
خو د تاریخ ریښتینی ارزښت یوازې د پېښو په ثبت او خوندي کولو پورې نه محدودېږي، بلکې د تاریخي حقایقو په سمه پېژندنه، تحلیل او عادلانه بیان کې هم نغښتی دی. په همدې اساس، د تاریخ لیکونکي پوهه، امانتداري، عدالت، د لید زاویه او د پېښو د دقیق تحلیل وړتیا هغه مهم معیارونه دي چې د تاریخ د اعتبار او ارزښت کچه ټاکي.
 که تاریخي پېښې له حقیقت او واقعیت سره سمې، هر اړخیزې او له تعصب څخه لرې ولیکل شي، نو تاریخ د راتلونکو نسلونو لپاره د هدایت، عبرت او سمې لارې د موندلو یوه باوري سرچینه ګرځي؛ خو که د تاریخ په لیکنه کې حقیقت، امانت او عدالت له پامه وغورځول شي، نو د پېښو د تحریف او د دروغو د ګډېدو زمینه برابرېږي.
تاریخ د پخوانیو پېښو د خوندیتوب یو سپیڅلی آرشېف دی چې لوستونکو ته د ښو او بدو حالتونو او شرایطو د تفکیک زمینه برابروي، ترڅو لوستونکي وکولای شي د تور او سپین ترمنځ حقیقي لار ومومي.
بشریت هغه مهال خپل مسیر په ریښتني توګه وموند کله چې د دوی کړنې د قلم او لیکنې له اړخه د کتابونو لمنو ته په ريښتنې توګه دننه شوې، ښه یې د ستاینې له اړخه تقدیر شول او له بدو څخه یې بیا د عبرت په هدف د نیوکې میدان ته ټیل وهل شول. هدف دا چې تاریخ یې د پټولو لپاره داسې څه نه درلودل چې د لوستونکو سترګې پرې پټې کړي.
د تاریخ اهمیت د تاریخ لیکونکي له پوهې، امانتدارۍ، عدالت او د لید د زاویې ترڅنګ د حقایقو او واقعیتونو د غوره تحلیل له شرایطو سره د تناسب له ځواک سره په پراخه کچه اړیکه لري؛ یعنې څومره چې د تاریخ لیکوال د پورتنیو ښېګڼو له لوړ حد څخه برخمن وي، په هماغه کچه به یې د تحلیل احاطه پراخه وي، مسائل او پېښې به د ټولو جهتونو له متناسب انعکاس سره، د وخت او شرایطو په ښه فهم، د لیکنې برخه وي.
برعکس، که په تاریخ کې د پورتنیو معیارونو تومنه ونه ساتل شي، نو په تاریخ لیکنه کې د دروغو احتمال ته زمینه برابریږي.
د اسلام وتلی عالم ابن خلدون «رح» وایي: «لکه څرنګه چې په خبرو کې د دروغو او ریښتیا امکان شته، ځکه خو په تاریخ کې هم د دروغو او ریښتیا امکان دی».
پایله:
په پایله کې ویلی شو چې تاریخ د بشریت د تېر ژوند یوازې یو ثبت شوی روایت نه دی، بلکې د انسانانو د تجربو، بریاوو، تېروتنو او عبرتونو یو ژوندی میراث دی.
 د تاریخ له پاڼو څخه د حق او باطل، سمې او ناسمې لارې او ښو او بدو کړنو د پېژندنې لپاره هغه مهال سمه ګټه اخیستل کېدای شي چې تاریخي پېښې په امانتدارۍ، عدالت، پوهې او هر اړخیز تحلیل سره ثبت او بیان شوې وي.
د تاریخ لیکونکي دنده یوازې د پېښو روایت کول نه دي، بلکې هغه باید د وخت او شرایطو په درک، د حقایقو په موندلو او د بېلابېلو اړخونو په متوازن انعکاس سره د تېر وخت حقیقي انځور وړاندې کړي. ځکه که د تاریخ په لیکنه کې شخصي تمایلات، تعصب، ناپوهي او له حقیقت څخه واټن ځای ونیسي، نو تاریخ خپل اصلي ارزښت له لاسه ورکوي او د حقیقت پر ځای د ناسمې پوهې سرچینه ګرځي.
له همدې امله، د ابن خلدون «رح» خبره چې په تاریخ کې د ریښتیا ترڅنګ د دروغو امکان هم شته، موږ دې ته متوجه کوي چې د تاریخي روایتونو په ارزونه کې باید له ژور فکر، علمي لید او حقیقت‌موندنې څخه کار واخیستل شي. 
په حقیقت کې، هغه تاریخ چې په قلم کې یې امانت، په لید کې یې عدالت او په تحلیل کې یې حقیقت وي، د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې رڼا ده؛ خو هغه تاریخ چې له دې معیارونو خالي وي، د حقیقي ښکلا پر ځای د تورتم میراث له ځان سره لري.


ولي الله ملکزی

د آدم زادو په دې لوی خاورین کلي کې،‌ هر توکم، هره ټولنه او هره طبقه واده ته د ژوندانه د یو ښکلي، سپېڅلي او منل شوي تړون په سترګه ګوري. واده د یو خوږ او ګډ سفر پیل دی؛ چېرته چې دواړه لوري د خوښیو شېبې په شریکه نمانځي او ستونزې په شریکه زغمي. د واده په اړه د یو ځوان او یوې پېغلې امېدونه ډېر لوړ وي چې واده باید هم مینه وي، هم عاطفه وي، هم ملګرتیا وي، هم احساساتي ملاتړ وي او هم شخصي وده. خو کله چې دا هیلې پوره نه شي، نو طبیعي ده چې نارضایتي او واټن پیدا کېږي. 
په لوېدیځ کې فردیت او شخصي ازادي ډېر ارزښت لري او کله چې په یو واده کې څوک ځان خوشحاله احساس نه کړي نو په ډېرې اسانۍ سره د پاتې کېدو پر ځای، د جلا کېدو پرېکړه کوي. بله دا چې په غرب کې خلک د نورو له قضاوت څخه نه ډارېږي، دودیز فشارونه هېڅ دي او پېغور یوه ګاګیره او سرسري اصطلاح ده. د غربي نړۍ په طلاقیانو کې جنسي کمزوري، بدلمني، د باور ماتېدل او مالي تاوانونه د دې ستونزې بنسټیز لاملونه ګڼل کېږي. 
په ختیځو ټولنو،‌ په ځانګړي ډول په افغانانو کې د طلاق کم والی هېڅکله په دې معنا نه دی چې ګوندې هلته ودونه ډېر کامیاب دي. ډېر وخت د دې موضوع ترشا بې بریده ټولنیز او کورني فشارونه وي؛ طلاق شرم ګڼل کېږي او زموږ په کلیوال چاپېریال کې طلاقه شوې ښځه سیاله نه ګڼل کېږي. له همدې وجې خلک وېرېږي چې ټولنه به یې په لور یا خور د بدلمنۍ داغ ولګوي. زموږ په سیمو کې ودونه یوازې د دوو کسانو ترمنځ نه وي، بلکې د دوو کورنیو ترمنځ تړون وي. که ستونزې هم وي، کورنۍ اکثره هڅه کوي چې جوړه جاړه وشي. اکثره میندې او پلرونه فکر کوي چې د ماشومانو په خاطر باید یوځای پاتې شي حتی که اړیکې ډېرې بدې هم وي. 
په لویدیځ کې د مېشتو افغانانو ترمنځ د طلاق ډېرېدل اووه ستر لاملونه لري: لومړی؛ اقتصادي خپلواکي او د ژوند لګښتونه دي. په وطن کې ښځې له مالي لحاظه په بشپړ ډول مېړونو باندې متکي وې خو دلته چې ښځې کار کوي او ګټه وټه لري، نو د جلا کېدو چندان اندېښنه ورسره نه وي. دوهم؛ قانوني آسانتیاوې د طلاق د لاملونو په کتار کې راځي، ځکه په کورنیو شخړو کې عدلي قوانین تر ډېره ځایه د ښځو پلوي کوي. 
دریم؛ د اړیکو د مهارتونو نه درلودل او د کاري چاپېریال فشارونه د بېلتون سبب ګرځي او زیاتره جوړې د عاطفې قرباني کېږي. څلورم؛ نوی چاپېریال او قوانین یې خلک هڅوي چې پټه خوله پاتې نه شي او باید دولتي ارګانونه خبر کړي چې په پایله کې خبره د طلاق تر سرحده رسیږي. پنځم؛ د ټولنیزو رسنیو د پراخېدو له کبله نوی کول په اسانې سره کولای شي د دین او کلچر ترمنځ توپیرونه وپېژني، فقهي احکام ولټوي او په مېشتو هېوادونو کې له قانوني آسانتیاوو څخه ګټه واخلي. 
شپږم؛ دلته وهل ټکول جرم دی؛ نو کله چې ښځه یا سړی ځان خوندي احساس کړي، له دولتي ارګانونو سره اړیکه نیسي او له زیانمنو اړیکو څخه د وتلو جرئت پیدا کوي. اووم؛ د کډوالۍ په مهال، کلاسیک دودونه او د نوې ټولنې ارزښتونه وخت ناوخته د میړه او ښځې خپلمنځي اړیکې د اختلاف خوا ته بیايي او د طلاق لامل ګرځي. اتم؛ په وطن کې خپلو کورنیو ته د پیسو د مقدار په هکله ناندرۍ. معمولا مېړونه زیاتې او مېرمنې کمې استوي، نو دا ډول توپیر زیاتره د اختلاف او حتی شخړو باعث ګرځي او بالاخره خبره رسمیاتو او محکمې ته رسیږي.
د طلاق زیانونه: شک نه شته چې دغه جلا والی ګڼ زیانونه او منفي اغېزې لري او د فرد، کورنۍ او ټولنې پر کچه محسوسېږي. تر ټولو مهم یې رواني او احساساتي زیانونه دي چې په هغو کې خپګان، یوازیتوب او اضطراب زیاتېږي او په ځان باور کمېږي. ماشومان اکثره د مور او پلار د جلا کېدو له امله انزوا غوره کوي، د زدکړو کچه یې ټیټېږي، بې ځایه غوسه کوي او د یاغيتوب او ناغېړۍ لمن رانیسي. په اقتصادي ډګر کې ستونزې زیاتېږي ځکه عاید کمېږي، د کور کرایه دوه چنده کېږي او د ماشومانو لګښتونه وېشل کېږي. 
ټولنپوهان وايی د طلاق د مخنیوي لپاره څو مهمې لارې شته؛ که چېرې عملي شي اړیکې ژغورل کېدای شي. دوئ باور لري نېک او صادقانه چلند، د ستونزو نه پټول، د مقابل لوري د روا غوښتنو منل او د احساساتو درناوی. صبر، زغم؛ له تا وېلو ما وېلو څخه پرهېز کول، د ازدواجي مشاور سره خبرې کول؛ د بخښنې عادت خپلول او د کورني ژوند اړوند په دیني او کلتوري ارزښتونو ځان پوهول د دغه ناورین مخه نیولای شي. په اسلام کې طلاق د مېړه او خلع د ښځې حق دی، خو په لویدیځ کې دوئ دواړه برابر دي. زموږ په ټولنو کې د طلاق د کچې ټیټوالی هېڅکله د کورني ژوند د هوساینې پرېکنده معیار نه دی او په لوېدیځو ټولنو کې د طلاق لوړه کچه هرومرو د کورنۍ د بنسټیزې ناکامۍ معنا نه لري. 
په لوېدیځ کې فردي ازادي نسبتاً پراخه ده، خو د کورني ثبات کچه ډېره ټیټه لیدل کېږي. برعکس، په ختیځو ټولنو کې کورنی ثبات نسبتاً پیاوړی وي، خو فردي ازادي ډېر وخت له رواجي ننګونو سره مخ وي. له همدې امله، د مېړه او ښځې ترمنځ د اساسي حقوقو، انساني کرامت او متقابل درناوي پالل اړین دي؛ یوازې هغه ګډ ژوند د دوام وړ وي چې پر عدالت او رضایت ولاړ وي. په عین حال کې هغه طلاق چې ظلم او بې‌ عدالتي پای ته رسوي؛ ښايي د ظاهري ثبات له ساتلو څخه غوره وي.


ولي الله ملکزی

د فطري جوړښت له مخې، انسان یو خپلواک او باعزته موجود دی چې د ژوند، فکر، عقیدې او شخصي انتخاب حق لري. د همدې حقوقو د خوندي ساتلو لپاره په دین او قانون کې د «شخصي حریم» مفهوم رامنځته شوی دی. شخصي حریم د یو وګړي ذاتي ژوند، باورونو، اړیکو، پرېکړو او د راز او نیاز هغه قلمرو ته ویل کېږي چې بل څوک له اجازې پرته د لاسوهنې حق په کې نه لري. البته، دا هم د هېرولو نه ده چې غلبه، عجله، هوس، ځان‌ ښودنه او حق ناحقه د خلکو په چارو کې ګوتې وهل داسې غریزه ده چې زموږ په وینه کې ځغلي راځغلي او ډېر کله په اختیار کې نه وي.
لاسوهنه په فردي بڼې وي، په ټولنیزې کچې او که د پوځي یرغل په ډول وي، په اصل کې یوه فکري ناروغي،‌ زیانمن کلتور او د بدمرغۍ سمبول دی. که څه هم دا پدیده په هرځای کې شتون لري، خو زموږ په ټولنو کې یې ځالې او هګۍ اچولې دي. د اروا پوهانو له نظره، فکري انډوخر او په هرڅه کې ځان ښکېلول زیاتره هغه کسان کوي چې د تعلیم سطحه یې ټیټه وي، په محروم چاپېریال کې لوی شوي وي، عقده‌ مند وي، مذهبي افراطي وي او یا هم د نورو خوښي او ښېرازي نه شي زغملای. دغه ډول چلند احساسات او عزت نفس ژوبلوي، د ملګرو او ګاونډیانو ترمنځ واټن رامنځته کوي او د متقابل درناوي پیاوړي مزي پرې کوي. 
څرنګه چې هر انسان جلا طبیعت، ځانګړې غوښتنې او طبیعي مېلان لري؛ نو د عبادت او عقیدې په ګډون د هر فرد شخصي انتخاب، شعور او ذوق ته باید درناوی وشي. بې‌ ځایه مشورې ورکول او په هرڅه کې ځان شریک ګڼل، سپین‌ سترګي او د غرض نښه ده. لاسوهنه د کورنۍ د غړو او دفتري همکارانو ترمنځ وي که د ولسونو او هېوادونو په سطحه وي، پایلې یې تل ترخې، بدرنګې او ډېر ځله نه جبرانېدونکې وي. زموږ په څېر په وروسته پاتې، بېوزلو او مذهبي ټولنو کې چې ډېر خلک بې‌ کاره ناست وي او له شنو نصوارو یې خولې ډکې وي، نه یوازې د لارویانو په جامو، وېښتانو او څپلیو منفي تبصرې کوي او ملنډې وهي، بلکې همدا ورته کمال او سړیتوب ښکاري. 
په اسلام کې د ږیرې او پګړۍ شرعي حکم او ارزښت هرچا ته معلوم دی. زه (ملکزی) د تاریخ د څانګې شاګرد یم، ما هېڅ چېرې نه دي لوستي چې رسول الله (ص) پخپله، یا د هغه راشدو خلفاوو، امویانو په خپل ۹۰ کلن او عباسیانو په ۵۲۴ کلن خلافت کې څوک د ږیړې پرېښودلو او پټکي په سر کولو ته اړ کړی وي. ځکه په دین کې عبادت د شخصي حریم برخه ده چې د بنده او خالق ترمنځ اړیکه ګڼل کېږي. قرآن کریم مسلمانان د جَبر، بدګومانۍ او د رعیت په شخصي چارو کې له بې‌ ځایه مداخلې څخه منع کوي او په پرمختللو ټولنو کې د فردي ازادۍ د خوندي کولو لپاره ځانګړي قوانین وضع شوي او سړغړونکي یې مجازات کېږي. 
رسول الله (ص) د نیک مسلمان د غوره کرکټر په هکله خپلو ملګرو ته توصیه کوي چې: « د ښه مسلمان نښه دا ده چې د نورو په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په هغه څه کې ځان ښکېل نه کړي چې ورسره تړاو نه لرئ» زموږ دیني ارزښتونه د فردي حقوقو په اصل ډېر ټینګار کوي. مذهب، سیاسي لید لوری، کلتور، دودونه، هنرونه، لباس، خواړه، ناسته‌ پاسته، د ځیرک تلیفون کارول او د ژوند تګلاره د هر انسان خپله خوښه، سلیقه او د مدني حقوقو برخه ده. له همدې امله، هغه کسان چې د نورو په کارونو کې مداخله کوي، خلک ترې ځان ساتي، خوا ته یې نه ورځي او په ټولنه کې ګوښه او یوازې پاتې کېږي. 
څېړنې ښيي هغه کسان چې د شخصي حریم درناوی کوي، معمولاً پر ځان لوړ باور لري، له غوره رواني هوساینې برخمن وي او له نورو سره سالمې او متوازنې اړیکې ساتي. برعکس، په شخصي چارو کې بې‌ ځایه لاسوهنه د فرد پر شخصیت، عاطفي او هوساینې اغېزې پرې باسي او د رواني فشارونو د زیاتېدو لامل ګرځي. د شخصي حریم درناوی او له غیر ضروري مداخلې څخه ډډه کول د سالمو خپلمنځي اړیکو له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. انسانان تل د یوې بوختیا او موخې په لټه کې وي؛ نو که د ګټورو او رغنده فعالیتونو زمینه ورته برابره نه شي، د ناسمو او زیانمنو کړنو د ترسره کولو احتمال یې زیاتېږي چې بې ضرورته لاسوهنه یې په سر کې راځي.
څومره به غوره وي که موږ د یو فرد یا نظام په توګه؛ خپل مخ لومړی د شریعت په هندارې او بیا د وضعي قوانینو په تله کې وتلو، ترڅو وګورو چې زموږ اخلاق، دریځ او چلند په رښتیا هم له دین او قانون سره سمون لري او کنه ؟ د یوې ژوندۍ او پیاوړې ټولنې د رغښت لپاره لازمه ده چې د غندنې او لاسوهنې د دود پر ځای، د متقابل باور، زغم او د انسانانو د وګړني حریم د خوندیتوب کلتور وپالو. هر انسان د خپل برخلیک او د ژوند د پرېکړو مالک دی او پر نورو لازمه ده چې د هغه د فردي انتخاب او طبیعي آزادۍ درناوی وکړي. نو راځئ چې ژوند وکړو او نور هم خپل ژوند ته پرېږدو!
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!
—--------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay


ولي الله ملکزی

له علي، حسن او حسین (رضی الله عنهم) سره مینه او د هغوئ درناوی د هر مسلمان د ایمان او اسلامي ارزښتونو مهمه برخه ده. نن د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم لسمه نېټه ده، چې په عربي کې ورته عاشوراء ویل کېږي. د کربلاء پېښه د اسلامي تاریخ یو ډېر دردناک، تاوجن او غمجن فصل دی. ځکه په دې فاجعې کې د رسول الله ﷺ لمسی، حسین بن علي (رض) د هغه د کورنۍ غړي او ملګري په ډېرې بې رحمۍ سره شهیدان شوي او د هر مسلمان زړه پرې دردېږي. 
که موږ د یوه کلي او یوې بانډې د جومات هغه ملا ته چې مازې قدوري، خلاصه او پنج کتاب یې لوستي وي، "امام صاحب" وایو، نو په جار او ویاړ سره حضرت حسین خپل ستر امام ګڼو. البته د اهل سنتو د عقیدې له مخې، عصمت یوازې د انبیاوو ځانګړنه ده او له هغوئ پرته بل هېڅ انسان معصوم نه دی. د کربلاء د فاجعې اصلي عاملین، د کوفي والي عبیدالله بن زیاد، شمر بن ذي الجوشن او سنان بن انس په پخوانیو شخړو کې هم د علي کرم الله وجهه له اتباعو څخه وو. کله چې په ۳۷ هجري کال کې د عراق او شام لښکرې په صِفین کې یو بل ته مخامخ شوې، نو دا درې واړه د علي بن ابي طالب سر ګروپان او د حضرت معاویه د ځواکونو خلاف د جنګ په لومړنۍ لیکي کې جنګېدل. 
د عاشوراء ورځ د حسین (رض) له شهادت څخه ډېر پخوا د روژې، شکر او عبادت ورځ وه. کله چې رسول الله ﷺ له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، ویې لیدل چې د مدینې یهودان د عاشوراء روژه نیسي. د علت پوښتنه یې وکړه؛ هغوئ وویل: دا هغه ورځ ده چې موسی (ع) او بني اسرائیل د فرعون له ظلم څخه خلاص او د نیل له سیند څخه په سلامتۍ سره اوړېدلي دي. رسول الله ﷺ وفرمایل: «موږ موسی ته له تاسو څخه ډېر نږدې یو» بیا یې د عاشوراء د روژې نیولو توصیه وکړه او ویې وېل: «که تر راتلونکي کال پورې پاتې وم، د محرم نهمه به هم روژه ونیسم.» 
د کربلاء تر فاجعې وروسته، دغه پېښه د اسلامي تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې یوازې د ویر او عبرت موضوع پاتې نه شوه؛ بلکې د سیاسي سیالیو او مذهبي اختلافونو د پیاوړتیا وسیله هم وګرځېده. د امویانو او عباسیانو وروسته، د صفویانو او عثمانیانو د رقابتونو پرمهال هم د دیني احساساتو ترڅنګ د سیاسي مشروعیت لپاره وکارول شوه. خو دا تجربه یوازې د اسلامي نړۍ تر پولو بنده پاتې نه شوه؛ بلکې د نړۍ نور ملتونه هم له ورته ازمېښتونو سره مخ او د مذهبي جګړو په تنور کې وریت شول.
اروپا په شپاړسمې او اوولسمې میلادي پېړیو کې د کاتولیکانو او پروتستانتو ترمنځ د سختو مذهبي جګړو شاهده وه. کاتولیک ځواکونه تر ډېره د فرانسې او هسپانیې له ملاتړ څخه برخمن وو او پروتستانت د انګلستان، هالنډ او جرمن پلوو ډلو له خوا ملاتړ کېدل. په دغو جګړو کې نژدې څلور میلیونه انسانان د جګړو، لوږې او ناروغیو له امله ووژل شول او پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې. خو اروپایي ټولنو د اوږدو او ترخو تجربو له تېرولو وروسته، د قانون، زغم، او عقلاني سیاست پر لور حرکت وکړ او ښېرازه شول. دا بدلون د څو پېړیو د ټولنیزو، سیاسي او فکري پړاوونو پایله وه. همدا نن، په نړۍ کې زیاتره جګړې ډېر پېچلي عوامل لري چې سیاست، اقتصاد، قومي سیالۍ، د قدرت مبارزه او بهرنۍ لاسوهنې یې بنسټیز لاملونه دي. 
څرنګه چې د کربلاء د خونړۍ پېښې ۱۳۴۶ کاله پوره شول، نو هغه باید د الهام سرچینه وي نه د کرکې، تلپاتې دښمنیو، شخړو او مذهبي ناندریو ډګر. عقلانیت، زغم او عدالت د ټولنو د پرمختګ ستنې دي. نن امت تر هر وخت زیات پوهې، متقابل احترام او سولې ته تږی دی. په همدې دوو لسیزو کې مو ولیدل چې د عراق، سوریې، لبنان او یمن ولسونه جګړو او فرقه‌ اییز تاو تریخوالي څومره بد بد وځپل؟ په دغو هېوادونو کې افراطي مذهبي ډلې، کورنۍ جګړې، بهرنۍ لاسوهنې او سیاسي سیالۍ د سلګونو زرو انسانانو د وژل کېدو، د میلیونونو وګړو د بې‌ ځایه کېدو او پراخه اقتصادي او ټولنیز زیان لامل شوي دي.
له دې ټولو ناخوالو څخه ښکاري چې مذهبي تربګنۍ او د افراطیت دوام له ذلت، فقر او کډوالي پرته بل پېغام او پایله نه لري. څومره به غوره وي چې د عقلانیت، حکمت او پخلاینې لاره خپله کړو او د هغو ملتونو له تاریخي تجربو څخه عبرت واخلو چې خپلې اوږدې شخړې یې د زغم او متقابل احترام له لارې مهار کړې او د سیالانو سیال شول؟
تاریخ ښيي چې په زیاترو جګړو کې یو لوری بریالی او بل ماتې خوري؛ خو مذهبي جګړې دواړه خواوې له مادي او معنوي زیانونو سره مخ کوي او هېڅ اړخ یې حقیقي ګټونکی نه وي. ځکه دا ډول شخړې یوازې انسانان نه وژني، بلکې د ټولنو یووالی، باور او راتلونکی هم زیانمنوي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!


ولي الله ملکزی

غدیر خم چې د اسلامي تاریخ په اکثرو متونو کې ځانګړی ځای لري، د مکې مکرمې شمال ته د ۱۸۳ کیلو مترو په واټن پروت دی او د شام حاجیان خپل اِحرام همدلته تړي. پخوا دا ځای د کاروانونو پنډغالی او مهمه څلورلارې وه؛ حاجیانو، سوداګرو او مسافرو به دمه کوله او بیا به خپلو سیمو ته روانېدل. د «غدیر» کلمه په عربي ژبې کې د اوبو هغه ډنډ ته ویل کېږي چې د باران یا سیلاب اوبه په کې راټولې شي او «خُم» د هماغې سیمې نوم وو.
د هجرت په لسم کال، رسول الله ﷺ د خپل یوازیني حج «حَجةُ الوِداع» له مراسمو وروسته د ذالحجې په اتلسمې نېټې مدینې منورې ته په لار،‌ غدیر خُم کې تم شو او خپلو یارانو ته یې وینا وکړه. د خبرو په ترڅ کې یې د علي کرم الله وجهه په اړه چې تازه له پریمانه غنیمتونو سره له یمن څخه راستون شوې وو، داسې وویل: «مَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَعَلِيٌّ مَوْلَاهُ - د چا چې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی». د غدیر خُم دې مهمې پېښې ته په بخاري او مسلم کې اشارې شوېدي، خو د نورو سني او شیعه تاریخي سرچینو په شان یې د حدیث دغه الفاظ نه دي روایت کړي. 
دلته اختلاف د پېښې په تفسیر او د «مولا» د کلمې په معنا کې دی. اهل سنت چې د دوه میلیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه جوړوي، په دې باور دي چې د رسول الله ﷺ د وینا مطلب د علي (رض) مقام، فضیلت او د مسلمانانو له خوا د هغه د ملاتړ څرګندونه ده. د دوئ په تفسیر کې د «مولا» کلمه د دوست، منلي او ملاتړ کوونکي په معنا ده، نه د ځای ناستي او وارث په توګه. سني عُلَماء استدلال کوي چې که د رسول ﷺ موخه د راتلونکي خلیفه ټاکل وای، نو ولی یې دومره بنسټیزه موضوع یوه اونۍ وړاندې دعرفات په غونډۍ کې چې له یولک څخه زیات اصحاب ورته غوږ غوږ وو، اعلان نه کړه؟ بیا یې مازې د اتیا یا نوي تنو اصحابو په وړاندې، د خلیفه په ځای ولی د مولا په نوم یاد کړ؟ له همدې امله سنیان دا حدیث د علي د فضیلت دلیل ګڼي او د خلافت د نص په توګه یې نه تفسیروي.
د اهل سنت له نظره، د رسول ﷺ له وفات وروسته د سَقِيفَه بَني سَاعِدة په جریان کې مخکښو اصحابو (رضي الله عنهم) د خلافت مسئله د شورا له لارې حل کړه او که دوئ د غدیر خم وینا د صریح نص په توګه منله، نو د سقيفې بحث به نه رامنځته کېده. همدا شان، حضرت علي بیا د حضرت ابوبکر الصدیق او حضرت عمر فاروق سره بېعت وکړ، د قاضي القضاة او مشارو په صفت یې ورسره کار وکړ او ډېره جالبه دا چې علي بن ابي طالب خپله لور أم كلثوم، عمر (رض) ته په نکاح ورکړه چې د قناعت معنا لري. 
خو اهل تشیع چې د دې ستر امت ۱۱ سلنه ده؛ باور لري چې د غدیر خُم پېښه د علي بن ابي طالب کَرّمَ اللهُ وَجهَهُ د امامت او رهبرۍ رسمي اعلان وو. د دوئ په آند د «مولا» کلمه د مشر، سرپرست او د واک د خاوند په معنا کارول شوې او دا پېښه د امامت د عقیدې له بنسټیزو دلایلو څخه ګڼي. شیعه مسلمانان په سقیفه بني ساعده کې له ابوبکر الصدیق (رض) سره بېعت او د هغه د رهبرۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. همدا شان دوئ عقیده لري چې د رسول الله (ص) د وفات په ورځ علي بن ابي طالب او د کورنۍ نور مهم غړي یې د تجهیز او تدفین په چارو بوخت وو او په دغې مهمې پرېکړې کې د دوئ شتون، ناشوني وو.
د ډېرو محدثینو او مؤرخینو د روایت له مخې، رسول الله ﷺ له حَجةُ الوِداع څه وخت وړاندې حضرت علي یمن ته د دعوت، زکات او ځُمس د راټولو لپاره استولی وو. کله چې هغه بېرته له یمن څخه راستون شو نو د مدینې په ځای سیده د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د رسول الله ﷺ خوا ته لاړ. د فریضې له اداء وروسته، د هغه د ملګري لښکر څو تنو د علي بن ابي طالب څخه شکایتونه درلودل او د هغه په ځینو پرېکړو یې نیوکې کولې چې بالآخره د رسول ﷺ ترمقام ورسېدلی. له همدې امله، د غدیر خُم په تم ځای کې رسول الله ﷺ د حضرت علي څرګند ملاتړ وکړ ترڅو رامنځته شوې ناخوښي او بدګوماني لېرې کړي. 
بالمقابل، شیعه علماء باور لري چې د حضرت پېغمبر (ص) دا وینا یوازې د شکایتونو د رفع کولو لپاره نه وه، بلکې د حضرت علي د امامت او رهبرۍ اعلان وو؛ نو ځکه هرکال د ذوالحجې اتلسم د هغه د امامت د جشن په توګه نمانځي. شک نه شته چې غدیر خُم د اسلامي روایاتو د فکري او کلامي تاریخ له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي چې خپلمنځي واټن یې کله ناکله د سمندر د دوو غاړو په څېر وي چې هېڅکله نه یوځای کېږي. سقیفه او غدیر خم د مسلمانانو د شفاهي تاریخ د بدلون خورا مهم ټکی دی چې د معنا او تعبیر په هکله یې دواړه اړخونه جلا جلا تفسیرونه لري. د دې موضوع بشپړ عقیدوي حل د اسلامي تاریخ په اوږدو کې نه دی شوی او هر مذهب خپل دلایل او علمي میراث لري. 
د اختلاف د مدیریت او مذهبي کړکېچ د مخنیوي په خاطر، باید چې یو د بل مقدساتو او شخصیتونو ته درناوی وشي او سرې کرښې وګڼل شي. د تاریخي او عقیدوي سرچینو عادلانه مطالعه، له تکفیر او سپکاوي څخه ډډه کول او د مفاهمت فرهنګ پیاوړی کول؛ زموږ د پوهانو او اغېزمنو سټو دیني وجیبه ده. د یوې پاېلې په توګه ویلای شو چې د غدیر خم اړوند اختلاف د پېښې پر اصل نه، بلکې د هغې پر تفسیر دی. د عقیدتمندو انسانانو ترمنځ د یووالي لپاره تر ټولو عملي لاره دا ده چې په اختلافي مسایلو کې یو بل وزغمي او په ګډو ارزښتونو (توحید، نبوت، قرآن او اخلاقو) تمرکز وکړي؛ ترڅو د مذهبي شخړو لمبې تتې او د نه ختمېدونکې کرکې رنګ، کمرنګه شي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!
—--------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay


ولي الله ملکزی

اسماعيلي فرقه د اهل تشيع له سترو څانګو څخه ده او د امامت لړۍ یې د امام جعفر صادق له دوهم زوئ، اسماعیل سره غوټه کېږي. د اسلام له لومړنیو پېړيو څخه تر نن پورې، د دې ډلې تاریخ اوږد، پيچلی او څو پړاويزه پرمختګ لري. د معاصر اسماعيلي مشرتابه امام ته د «آغا خان» لقب کارول کېږي. اسماعيلي عقیده د شيعه اسلام یوه مهمه برخه ده، خو ځینې ځانګړتیاوې لري؛ امام یې د روحاني لارښود په توګه ګڼل کېږي، اطاعت یې واجب ګڼي او د قرآنکریم باطني تفسیر او معنا د امام دنده بولي.
امام جعفر الصادق چې د جعفري فقهې بنسټګر ګڼل کېږي، د امام ابوحنیفه همزولی او ملګری وو. د عباسي خلیفه ابوجعفر المنصور د واکمنۍ په مهال، نوموړی په ۱۴۸هجري (۷۶۵م کال) په مدینې منورې کې وفات او په جنت البقیع کې خاورو ته وسپارل شو. هغه د حسین (رض) کړوسی او د اثنا عشري فرقې شپږم امام دی؛ دوه زامن یې درلودل یو موسی او بل یې اسماعیل وو. له مرګ وروسته یې شیعه ګان دوه ډلې شول؛ لومړنۍ ډله چې اکثریت وو، له موسی کاظم سره یې د اووم امام په توګه بېعت وکړ، خو بلې ډلې د هغه دوهم ځوئ، اسماعیل خپل امام اعلان کړ او له همدې وجې ورته اسماعیلیان ویل کېږي. 
په لسمې میلادي پېړۍ کې، اسماعيليانو په قاهرې کې د فاطمي دولت په نوم يو لوی سياسي او مذهبي دولت جوړ کړ او ۲۶۲ کاله یې د شمالي افریقا په پراخو سیمو اوسپنیزه واکمني وکړه. په بغداد کې یې د عباسي خلافت سره ژوره دښمني درلودله او ځینې مؤرخین په اسماعیلیانو باندې د صیلبي جنګونو په مهال د فرانسوي ځواکونو د ملاتړ تور لګوي. دوئ د الازهر د نړېوال پوهنتون بنسټ کېښود، پوستې سیستم یې فعاله کړ او د قاهرې ښار یې د علم او تجارت په مرکز بدل کړ. صلاح الدین الایوبي په ۱۱۷۱م کال کې فاطمي دولت ړنګ کړ او په بغداد کې یې له عباسي خلافت سره بېعت وکړ. د فاطمي دولت له زوال وروسته، اسماعيليان په څو څانګو وويشل شول چې یوه څانګه یې نزاري اسماعيليان وو؛ د آغا خان د امامانو تسلسل د نزار بن المستنصر بالله الفاطمي له نسله دی.
په نولسمې پېړۍ کې د نزاري اسماعيليانو شپږ څلوېښتم امام، حسن علي شاه د ایران له قاجاري دربار سره تودې اړیکې درلودلې، د کرمان والي او د آغا خان افتخاري منصب ورکړل شوې وو. خو وروسته یې له ناصرالدین شاه قاجار سره سياسي اختلاف ډېر ژور شو. له دندې ګوښه او اړ شو چې لومړی افغانستان او بیا د برتانوي هند د بمبي ښار ته کډه شي. هلته د پېرنګیانو له خوا د آغا خان د لقب ترڅنګ، د Prince / شهزاده په نوم ونازول شو ترڅو د معاصر اسماعيلي امامت بڼه یې رسمي او د اروپایانو لپاره یې لېکل او معنا اسانه شي.
د سنیانو برخلاف، په شیعه مذهب کې امامت د الله له لوري ټاکل شوی او روحاني او دیني مقام دی. د دوئ په باور امام یوازې سیاسي مشر نه، بلکې د دین حقیقي تشریح کوونکی منل کېږي. له اثنی عشري فرقې سره د اسماعیلیانو ستر توپیر دا دی چې دوئ ژوندی امام مني او هغوئ په غایب «مهدي» باندې عقیده لري. دواړه ډلې ګڼي چې امامان یې معصوم او له هر ډول ګناه څخه پاک دي، خو د اهل سنت له نظره له پېغمبرانو پرته، د صحابه وو، تابعینو او اولیاوو په ګډون، هېڅ انسان سوتره نه دی، بلکې خطا او غلطۍ ورسره مل ده.
د آغا خان د کورنۍ اوسنې امام رحیم الحسینې نومیږي چې د خپل پلار، کریم آغا خان له مړینې وروسته د ۲۰۲۵م کال په فبرورۍ کې د دې فرقې پنځوسم امام شو. د نړیوالو مالي راپورونو او اقتصادي اټکلونو له مخې؛ د آغا خان د کورنۍ ثروت میلیاردونو ډالرو ته رسي او د امامت او ټولنېز اغېز چترۍ یې د نړۍ د ډېرو هېوادونو په سر ولاړه ده. اسماعیلیان د پاکستان، هند، تاجکستان، افغانستان، تنزانیا، کینیا، فرانسې، کاناډا او امریکا په متحدو ایالتونو کې پراخه حضور لري او امام ته یې د یو پاچا او ټولواک په توګه پروټوکول ورکول کېږي. د دې فرقې نفوذ درې برخې لري: مذهب چې د امام اطاعت یې د عقیدې برخه ده او دیني مرکزیت یې د امام په لاس کې دی. دوهمه یې د آغا خان پراختیایي اقتصادي شبکه او دریمه یې تعلیمي او روغتیايی څانګې دي. په نړۍ کې د سرینا مشهور او مجلل هوټلونه چې شمېر یې ۳۵ ته رسیږي، د مالکیت او ادارې ډېره برخه یې د آغا خان د مالي صندوق په غاړه ده.
اسماعیلي شیعه فرقه د مسلمانانو د نفوس په تله کې کوچنۍ، خو ډېره منظمه، تعلیم یافته او اغېزمنه ډله ده. کره سرشمېرنه نشته، خو د نړیوالو اټکلونو له مخې، له ۱۲ څخه تر ۱۵ میلیونه اسماعیلیان په نړۍ کې تیت پرک اوسېږي چې د مسلمانانو د ټول نفوس (دوه میلیارده) له یوې سلنې څخه هم کم دي. اسماعيلي فرقه د اسلامي تاریخ یوه لرغونې، فکري او سیاسي مهمه څانګه ده چې له فاطمي خلافت څخه تر معاصر آغا خان پورې دوام لري. د یو غښتلي میراث په توګه، د آغا خان کورنۍ د دې فرقې د امامت معاصر تسلسل دی چې نه یوازې مذهبي، بلکې نړیوال پرمختیايي رول لري او په نړېوالو شخړو کې تر‌ډېره ځایه سوله ایز دریځ لري.
—--------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

لیکنه: ماسټري حسیب اللّٰه وحدت 
سریزه
عدالت د انسان د فردي، ټولنیز او اداري ژوند له بنسټیزو ارزښتونو څخه دی چې د هوسا، باعزته او منظم ژوند لپاره اساسي اهمیت لري. له هغه وخته چې انسان ګډ ژوند غوره کړی، تل یې دا هیله لرلې چې داسې نظام، اداره او رهبري ولري چې حق پکې خوندي وي، قانون پکې پر ټولو یو شان تطبیق شي، او انساني کرامت پکې خوندي پاتې شي. د تاریخ تجربې ښيي چې عدالت یوازې اخلاقي ارزښت نه دی، بلکې د ملتونو د بقا، د ادارو د اعتبار او د ټولنو د ثبات مهم اصل دی. هغه نظامونه او ادارې چې عدالت یې د خپل جوړښت اساسي برخه ګرځولې، د اعتماد، همکارۍ او دوامدار پرمختګ زمینه یې برابره کړې ده؛ خو هغه بنسټونه چې عدالت یې یوازې د شعار، جلب او ظاهري ښودنې وسیله ګرځولې، په پای کې له بې باورۍ، فساد او نارضایتۍ سره مخ شوي دي.

په اداري نظام کې عدالت ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه همدلته د خلکو حقونه، د کارکوونکو مسؤلیتونه، د رهبرۍ واک، د منابعو وېش، د دندو سپارل او د خدمتونو وړاندې کول له یو بل سره تړلي وي. که په دې چاپېریال کې عدالت موجود وي، اداره د اعتماد، شفافیت او ثبات پر لور ځي؛ خو که عدالت پکې نه وي، هماغه اداره د تبعیض، بې انصافۍ او ناهیلۍ په مرکز بدلېږي. له همدې امله، عدالت یوازې د قانوني اسنادو او رسمي جلسو موضوع نه ده، بلکې د اداري ژوند یو تلپاتې اصل دی.

په اداري نظام کې عدالت هغه حالت ته ویل کېږي چې هره پرېکړه، هره ګومارنه، هره ارزونه او هر ډول مکافات او مجازات د روښانه اصولو، قانون، اهلیت او مسؤلیت له مخې ترسره شي. په عادلانه اداره کې دنده هغه کس ته سپارل کېږي چې وړتیا او لیاقت ولري، د کار ستاینه د زحمت او لاسته راوړنې له مخې کېږي، او حساب ورکونه د ټولو لپاره یو شان وي. په داسې نظام کې د اشخاصو مقام، شتمني، خپلوي، واسطه، قوم او ژبه د حق او قانون پر وړاندې ځانګړی امتیاز نه شي جوړولای. له همدې امله عدالت یوازې د مقررو او لوایحو شتون نه دی، بلکې د هغو عادلانه او برابر تطبیق دی.

کله چې په یوه اداره کې عدالت حاکم وي، رهبرۍ ته مسؤلیت د امتیاز په توګه نه، بلکې د خدمت او امانت په توګه ښکاري. عادل مدیر اداره د شخصي ګټو، خپلوانو او نږدې کسانو د پالنې وسیله نه ګرځوي، بلکې د عامه مسؤلیت او ګډ اعتماد مرکز یې ګڼي. په داسې رهبرۍ کې د پرېکړو معیار روښانه وي، د کار وېش منظم وي، او د ارزونې بنسټ معلوم وي. هر څوک پوهېږي چې د پرمختګ، تنبیه، بدلون او ستاینې اساس څه دی. همدا روڼتیا د ادارې په دننه کې د شک، حسد او بې باورۍ مخه نیسي او د سالم کار چاپېریال رامنځته کوي.

برعکس، بې عدالتي هغه وخت پیدا کېږي چې اداره د اصولو له محور څخه واوړي او د قانون پر ځای سلیقه، تعصب، واسطه او شخصي ګټه واکمنه شي. په بې عدالته اداره کې د دندو وېش د اهلیت له مخې نه وي، بلکې څوک د اړیکو له امله مقرریږي، څوک د نفوذ له لارې امتیاز ترلاسه کوي، او څوک یوازې ځکه څنډې ته کېږي چې واسطه نه لري یا د حق خبره کوي. په داسې حالت کې اداره ښايي په ظاهره منظمه ښکاره شي، خو له دننه کمزورې وي؛ ځکه کارکوونکي په اخلاص کار نه کوي، مراجعان پرې باور نه لري، او اداره د اعتماد پر ځای د وېرې او فشار له لارې پر مخ وړل کېږي.

عدالت د هرې ادارې د دوام او مشروعیت اساسي عنصر دی. اداره یوازې د ودانیو، بودجې، تشکیلاتو او وسایلو په لرلو نه پیاوړې کېږي، بلکې هغه وخت واقعي ثبات مومي چې کارکوونکي، مراجعان او نور شریکان پکې د انصاف احساس وکړي. که یو کارکوونکی ډاډه نه وي چې حق یې خوندي دی، که یو مراجعه کوونکی باور ونه لري چې قانوني حق به یې په عادلانه توګه تر لاسه کېږي، او که شریکان مطمئن نه وي چې پرېکړې شفافې او برابرې دي، نو اداره به په عملي ډګر کې له ستونزو، تضادونو او کمزورۍ سره مخ وي.

د شریکانو ترمنځ عدالت په ځانګړي ډول ځکه مهم دی چې اداره د یوه شخص شخصي ملکیت نه وي، بلکې د ګڼو لورو د ګډ مسؤلیت ساحه وي. رهبران، مدیران، کارکوونکي، مراجعان، تمویلوونکي، همکار بنسټونه او عام خلک ټول له ادارې سره مستقیم یا غیرمستقیم تړاو لري. که د دغو لورو ترمنځ د عدالت تله برابره نه وي، نو د ادارې داخلي اړیکې کمزورې کېږي او ټولنیز اعتبار یې هم زیان ویني. د شریکانو ترمنځ عدالت دا معنا لري چې هر لوری خپل حق، مسؤلیت او حیثیت وپېژني، د بل لوري حق ته درناوی وکړي، او دا باور ولري چې اداره له ټولو سره د یو واحد اصل او مساوي کرامت له مخې چلند کوي.

که د شریکانو ترمنځ عدالت موجود وي، د ادارې فضا د اعتماد، همغږۍ او ګډ مسؤلیت پر بنسټ ټینګېږي. کارکوونکی ځان د ادارې فعال غړی ګڼي، نه بې ارزښته وسیله. مدیر له خپلو مادونانو سره د درناوي اړیکه ساتي او هغوی د وېرې پر ځای د منصفانه چلند له لارې مدیریت کوي. مراجعان پوهېږي چې کار یې د واسطې او پیسو پر ځای د قانون له مخې پر مخ ځي. همکار بنسټونه هم له داسې ادارې سره د اعتماد اړیکې جوړوي، ځکه هلته د شراکت او همکارۍ زمینه خوندي وي. له همدې امله، عدالت د ادارې د داخلي او بهرني ثبات ترمنځ د نښلوونکي پله حیثیت لري.

خو که د شریکانو ترمنځ عدالت نه وي، لومړنی زیان یې پر اعتماد راځي. بې عدالتي اعتماد کمزوری کوي، او کله چې اعتماد کمزوری شي، همکاري، ژمنتیا او اخلاص هم ورسره اغېزمنېږي. هغه کارکوونکی چې ویني د ده زحمت ته ارزښت نه ورکول کېږي، خو بل څوک یوازې د واسطې له امله پرمختګ کوي، د کار شوق له لاسه ورکوي. هغه مراجعه کوونکی چې ویني قانوني حق یې د اړیکو قرباني شوی، له ادارې زړه توری کېږي. همداراز، هغه شریک بنسټ چې پرېکړې غیرشفافې وبولي، له ادارې سره د باور اړیکه کمزورې کوي. په پایله کې، اداره ظاهراً روانه وي، خو په عمل کې د بې باورۍ او پټو ټکرونو له امله سستېږي.

په یوه بې عدالته اداره کې تر ټولو ډېر زیان پر وړ، مسلکي، صادقو او اصولي کسانو پرېوځي. عادلانه چاپېریال د وړتیاوو د ودې لپاره زمینه برابروي، خو بې عدالتي وړتیا محاصره کوي. کله چې د کار، مقام او پرمختګ معیار لیاقت نه، بلکې واسطه، چاپلوسي او شخصي اړیکې وي، نو بااستعداده کسان یا منزوي کېږي، یا چوپ پاتې کېږي، یا له ادارې وځي، او یا له پرمختګ څخه محرومېږي. برعکس، هغه کسان چې تخصص کم لري خو د نفوذ خاوندان وي، مهمو موقفونو ته رسېږي. دا حالت نه یوازې د انصاف خلاف دی، بلکې د ادارې مسلکي ظرفیت هم کمزوری کوي.

له دې وروسته عام کارکوونکي هم په بې عدالته اداره کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ کېږي. هغوی نه شي کولای خپل شکایت په ډاډه زړه مطرح کړي، نه خپل حق په اسانه تر لاسه کولای شي، او نه د خپلې وړتیا له مخې د پرمختګ هیله ساتلای شي. دا حالت د وېرې فضا رامنځته کوي، د نوښت مخه نیسي، او اداره د خاموش اطاعت، مصلحت‌پالنې او ظاهري همغږۍ پر لور بیايي. هغه اداره چې کارکوونکي یې په وېره کې ژوند کوي، د اصلاح، پرمختګ او سالم خدمت له بشپړ ظرفیت څخه بې برخې پاتې کېږي.

مراجعان هم په بې عدالته نظام کې محدودېږي. هغوی چې باید د قانون او اصولو له مخې خدمت ترلاسه کړي، اړ کېږي چې د خپل حق لپاره د واسطې، سفارش، رشوت او نفوذ لارې ولټوي. ځینې خلک ښايي د خپلو امکاناتو له امله ځانته لاره پیدا کړي، خو ډېری نور چې نه واسطه لري او نه نفوذ، له خپل قانوني حق څخه بې برخې پاتې کېږي. همدا حالت په ټولنه کې د بې باورۍ، ناهیلۍ او غبرګون سبب ګرځي؛ ځکه خلک ویني چې د حق ترلاسه کولو لپاره یوازې قانون بسنه نه کوي.

بې عدالتي د ټولنې پر اخلاقي، رواني او اقتصادي چاپېریال هم منفي اغېز کوي. په داسې فضا کې خلک د اصولو پر ځای د نفوذ په لټه کې کېږي، د وړتیا پر ځای اړیکو ته ارزښت ورکوي، او د زحمت او رښتینولۍ پر ځای لنډو او ناسمو لارو ته مخه کوي. ورو ورو دا ذهنیت پیاوړی کېږي چې په نظام کې بریا د انصاف او خدمت له لارې نه، بلکې د فشار، چاپلوسۍ او اړیکو له لارې تر لاسه کېږي. دا تصور د راتلونکو نسلونو پر فکر او ارزښتونو هم ناوړه اغېز پرېباسي.

په اداري نظام کې د عدالت یوه مهمه برخه د جزا او مکافاتو عادلانه تطبیق دی. سالمه اداره هغه ده چې ښه کار وستايي او ناسم عمل حساب‌ورکوونکی وګرځوي. که د تشویق او تنبیه معیار یو شان نه وي، نو د کار اخلاص کمزوری کېږي. که کوښښ کوونکی او بې‌پروا کارکوونکی یو شان وګڼل شي، که فاسد کس له حسابه خلاص وي او صادق کس تر فشار لاندې وي، نو اداري نظم زیانمنېږي. له همدې امله، عادلانه اداره باید د روښانه قانون، ثابت طرزالعمل او دقیقې ارزونې له مخې د جزا او مکافاتو بهیر تنظیم کړي.

عدالت د منابعو او فرصتونو په عادلانه وېش کې هم اساسي رول لري. بودجه، مقامونه، روزنیز فرصتونه، امتیازات او کاري اسانتیاوې باید د روښانه او منصفانه معیار له مخې ووېشل شي. که دا منابع یوازې یوې محدودې ډلې ته ورسېږي او نور ترې محروم پاتې شي، نو نارضایتي ډېرېږي او د ادارې عمومي ظرفیت راکمېږي. خو که فرصتونه په عادلانه بڼه ووېشل شي، د ادارې پټې وړتیاوې راڅرګندېږي، د کار کیفیت لوړېږي او د پرمختګ لاره د ټولو لپاره پرانیستل کېږي.

هغه اداره چې عدالت پکې حاکم وي، تر ټولو لومړۍ ګټه یې دا ده چې د خلکو او کارکوونکو باور تر لاسه کوي. باور له هرې اداري پانګې لوړ ارزښت لري؛ ځکه هم نظام ساتي، هم اداره منظموي او هم خلک د ګډو موخو پر لور هڅوي. عادلانه اداره د ملاتړ او اعتماد فضا رامنځته کوي. کارکوونکي پکې په صداقت کار کوي، مراجعان پرې باور کوي، او شریکان یې د اعتبار وړ ګڼي. همدا اعتماد اداره له داخلي شخړو، پرله‌پسې ټکرونو او غیرضروري مقاومتونو څخه ژغوري.

دوهمه مهمه ګټه دا ده چې عادلانه نظام د وړتیاوو د ودې او ساتنې زمینه برابروي. کله چې اداره د اهلیت، خدمت، صداقت او مسؤلیت پر بنسټ چلېږي، بااستعداده کسان پکې پاتې کېږي، هڅه کوي او وده مومي. په داسې چاپېریال کې څوک د خپل حق لپاره د چا تر دروازې د درېدو اړتیا نه احساسوي. هر څوک پوهېږي چې د کار، مسؤلیت او خدمت پایله به په عادلانه توګه ارزول کېږي. دا یقین د ادارې د دوامدار پرمختګ بنسټ جوړوي.

درېیمه ګټه دا ده چې عدالت د فساد، تبعیض او غیرشفافو اړیکو مخه نیسي. هر ځای چې عدالت پیاوړی وي، فساد ته زمینه کمه وي. کله چې قانون پر ټولو یو شان تطبیق شي، حساب‌ورکونه موجوده وي، او پرېکړې له شفافو معیارونو سره سمې وشي، نو د شخصي ګټې لپاره د ناوړه استفادې امکانات هم راکمېږي. له همدې امله، عدالت یوازې د حق ورکولو وسیله نه ده، بلکې د اداري فساد د مخنیوي اغېزمنه لار هم ده.

څلورمه ګټه دا ده چې عادلانه اداره د شخړو د حل توان لري. په هر نظام کې اختلاف، شکایت او سیالي طبیعي دي، خو مهمه دا ده چې د حل لپاره یې عادلانه میکانېزم موجود وي. که خلک باور ولري چې د شکایت اورېدلو، ستونزې څېړلو او پرېکړې کولو بهیر عادلانه دی، نو د پرېکړو منل هم اسانه کېږي. خو که د حل لاره هم ناعادلانه وي، کوچنۍ ستونزې په لویو جنجالونو بدلېږي او اداره له دوامدارو شخړو سره مخ کېږي.

عدالت د رهبرۍ مشروعیت هم تضمینوي. مشرتابه هغه وخت دوام مومي چې خلک پرې باور ولري. که رهبر عادل وي، پرېکړې یې وزن پیدا کوي، او موجودیت یې د ثبات وسیله ګرځي. خو که رهبر د تبعیض، سلیقوي چلند او شخصي ملاتړ پر بنسټ اداره وچلوي، مشروعیت یې له دننه کمزوری کېږي. که څه هم ممکن لنډ مهال لپاره د مقام ځواک ورسره وي، خو د خلکو او کارکوونکو له زړونو لوېږي، او دا حالت په پای کې د ټول نظام د کمزورۍ سبب ګرځي.

په اسلامي فکر او ارزښتي لیدلوري کې هم عدالت بنسټیز اصل ګڼل کېږي. اسلام نه یوازې په فردي اخلاقو کې د انصاف درس ورکوي، بلکې ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي او اداري اړیکې هم پر عدالت ولاړوي. په اسلامي پوهه کې واک امانت دی، مسؤلیت عبادت دی، او د خلکو د حق خوړل ظلم ګڼل کېږي. له همدې امله، عادلانه اداره یوازې اداري بریا نه ده، بلکې اخلاقي او ديني مسؤلیت هم دی.

نننۍ نړۍ، سره له دې چې له ټکنالوژۍ، اقتصادي سیالیو او پرمختللو اداري سیستمونو ډکه ده، بیا هم تر هر څه زیات عدالت ته اړتیا لري. اداره نن یوازې د کاغذ او فرمان پر بنسټ نه چلېږي، بلکې د معلوماتو، ارزونو، ستراتیژیو او مشارکتي اړیکو له لارې اداره کېږي. که په دې ټولو برخو کې عدالت نه وي، نو پرمختللي وسایل هم ستونزې نه شي حل کولای. ځکه انسان تر هر څه وړاندې عزت، مساوات، حق او روڼتیا غواړي.

له همدې امله، عدالت باید یوازې په شعارونو، اسنادو او ویناوو کې محدود نه وي. دا باید د ادارې په ورځني چلند کې ښکاره شي: د ګومارنې پر مهال، د ارزونې په بهیر کې، د مکافاتو په وېش کې، د شکایتونو په اورېدو کې، د رهبرۍ په پرېکړو کې او د مراجعانو د خدمت په هر پړاو کې. که عدالت په عمل کې نه وي، نو یادونه یې یوازې تشه ادعا ده؛ خو که په عمل کې موجود وي، اداره ته د اعتماد، ثبات او دوام زمینه برابروي.

پایله

له پورته بحث څخه څرګندېږي چې عدالت د هر اداري نظام، بنسټ او ادارې لپاره یوازې یو تش شعار نه، بلکې د ژوند، بقا، اعتبار او پرمختګ رښتینې لار ده. هغه اداره چې پر عدالت ولاړه وي، هلته قانون پر ټولو یو شان حاکم وي، وړتیا ارزښت پیدا کوي، شریکان باورمن وي، کارکوونکي باانګېزې وي، مراجعان خوندي احساس کوي، او رهبرۍ ته مشروعیت تر لاسه کېږي. په داسې اداره کې نه یوازې نظم ټینګېږي، بلکې د اصلاح، شفافیت، همکارۍ او دوامدار پرمختګ لپاره سالمه فضا هم رامنځته کېږي.

برعکس، هغه نظام او اداره چې عدالت ونه لري، تر ټولو لومړی پکې وړ، صادق او مسلکي کسان زیان ویني، عام کارکوونکي تر فشار لاندې راځي، مراجعان له خپل حق څخه بې برخې کېږي، قانون کمزوری کېږي، او د ادارې داخلي فضا د بې باورۍ، تعصب، فساد او نارضایتۍ په منګولو کې راګېرېږي. په همدې ډول، بې عدالتي یوازې اشخاص نه اغېزمنوي، بلکې ټوله اداره له دننه کمزورې کوي او د زوال زمینه برابروي.

نو ځکه عدالت باید د ادارې په ژبه نه، بلکې د ادارې په عمل کې څرګند وي. دا باید د رهبرۍ په پرېکړه، د مسؤل په چلند، د کارکوونکي په حق، د شریکانو په اړیکو او د خدمت په وړاندې کولو کې محسوس شي. ځکه عدالت د ادارې ښکلا، د ملتونو د بقا راز، د شریکانو د باور محور او د انسان د عزت پیاوړی ساتونکی دی. هر هغه بنسټ چې عدالت خپل اساسي اصل وګرځوي، د عزت، دوام او بریا پر لور به روان وي؛ او هر هغه اداره چې عدالت یوازې شعار وساتي، د کمزورۍ، اختلاف او سقوط له خطره به خوندي پاتې نه شي.

زیاتې مقالې …