دافغانستان خودکفايي او بین المللي همکاري

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

په ۲۰۰۱ لمریز کال د امریکا متحدو ایالتونو په نیویارک ښار کې پر سوداګریز مرکز او ځینو نورو سیمو د ترهګریزو بریدونو (د سپټمبر د یولسمې پېښې) څخه وروسته، د باثباته افغانستان لپاره سیمه ییزه اجماع یو دمي رامنځته شوه. یو دمي په دې مانا چې د دې لپاره مخکې تر مخکې کومه هیله، وړاندوینه او پلان نه و، ځکه نو ورڅخه موثره او اعظمي استفاده ونشوه.

هغه مهال داسې وانګېرل شوه چې دغه بریدونه په افغانستان کې مېشتو تروریستي ډلو چې مشري یې اسامه بن لادن کوله او هغه مهال داسې ویل کېدل چې په افغانستان کې مېشت دی پلان کړي. له همدې امله امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه د طالبانو امارت ړنګ کړ، نړیواله ټلواله یې د ځان ملګرې کړه او افغانستان ته له سوله سواتو نړیوالو ځواکونو سره راغلل.

دغه مهال افغانستان هیڅ هم نه لرل، ځکه د شوروي یرغل پرمهال شویو او راوروسته کورنیو جګړو هر څه له منځه وړي او ویجاړ کړي وو. نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې اعلان کړې. د نظام جوړولو لپاره یې بېلابېلې خواوې سره را جرګه کړه. موقت حکومت یې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د بن د ناستې د پرېکړې په اساس جوړ کړ.

ورپسې منځمهاله او بیا اوږدمهاله اداره جوړه شوه او ترڅنګ یې د ملي اردو، اساسي قانون او نورو د ایجاد برخې ته توجه وشوه، افغانستان کرار کرار د خپلو نړیوالو ستراتیژیکو متحدینو پر مټ خپل بنسټونه ورغاول، مګر لا هم دومره ظرفیت موجود نه وو چې افغانستان خپل لومړیتوبونه او زیربناوې تشخیص او د نړیوالو تمویلونکو په همکارۍ جوړ کړي، له دې امله شوې مرستې په اساسي توګه ونه لګول شوې.

د ولسمشر کرزي د دیارلس کلنې واکمنۍ پرمهال د مافیا، فساد او نورو لاملونو له امله له افغانستان سره د نړیوالو علاقمندي کمه شوه او دوی دې نتیجې ته ورسېدل چې په افغانستان کې د دوی پانګونه بې ګټې ده، ځکه د هیڅ بدلون او ښه والي څرک نه لیدل کېده، د حکومت لوړ پوړي چارواکي او مقامات په فساد کې مستقیم ښکېل وو.

مګر په ۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو وروسته ولسمشر غني نړیوال دېته قانع کړل چې افغانستان په پانګونه ارزي، دلته بدلون او ښه والی ډېر ژر راتلونکی دی او د خپل پیاوړي منطق او برنامو پر بنسټ یې نړۍ قانع کړه او یو ځل بیا یې له افغانستان سره د نړۍ او سیمې د مرستې او همکارۍ اجماع او ژمنې تازه کړې.

ولسمشر غني نړۍ ته واضح وویل، چې موږ بېدرېغه نړیوالې مرستې نه غواړو او نه هم ستاسو مرستې د اوږدمهال لپاره زموږ ستونزې حلولی او موږ په پښو ودرولی شي، بلکې د دې لپاره باید دوه اړخیز تعهد موجود وي. زموږ تعهد دادی چې موږ به کال په کال پرمختګ کوو، سمون او بدلون به راولو، تاسو به هغه څارئ او اندازه کوئ او بیا به هغه ته په کتو د افغانستان د خودکفایي لپاره په ګډه بل ګام اخلو. د راتلونکي کال لپاره به خپلې قدمې ټاکو. له همدې امله افغانستان د نړیوالې ټولنې له پلان سره سم روان دی اوتر دې مهاله یې  له دوی سره کړې ټولې ژمنې پرځای کړې دي.

لنډه دا چې د با ثباته افغانستان لپاره دغه ډول نړیوال تعهد، سیمه ییزې همکارۍ او همغږي مهمه او ضروري ده چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې رامنځته کړه.