پر پانګه د افغانستان د موقعیت بدلول

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

که د ولسمشر غني اقتصادي برنامې او پلانونه سل په سلو کې تطبیق شي، نو افغانستان  به نه یوازې د شلمې پېړۍ په توګه وروسته پاتې هېواد وي، بلکې د سیمه ییز اتصال او اقتصادي همکاریو له برکته به د داسې هیواد په توګه مطرح شي چې د خپل انکشاف او اقتصادي ودې ترڅنګ د سیمې د هیوادونو امنیت، ثبات، اقتصادي وده او همکاریو کې هم پام وړ رول ولري.

د افغانستان ښېګڼه داده چې د آسیا په زړه کې پروت دی، د اسیا د څلور لارې په توګه دا ظرفیت لري چې هم خپلو خلکو او هم د سیمې نورو هیوادونو او ولسونو ته د ارام او هوسا ژوند زمینې برابرې کړې، مګر دا هر څه د ښاغلي غني غوندې فکر، پوهه او برنامې غواړي. دغه غرنی هېواد لویو قوتونوله پامه غورځولی وو. په وچه کې د پراته او د نړۍ د زبرځواکونو د سیالۍ د ډګر په توګه په سیمه ییز او نړېوال اتصال کې د دغه هیواد د موقعیت ارزښت له پامه غورځول شوی و.

افغانستان لسیزې لسیزې په جګړه کې تېرې کړې. خلکو یې د بد او ترخه ژوند تجربې وګاللې. د ژوند اسانتیاوې، امکانات او فرصتونه یې د بدمرغه جنګ خوراک شول. افغانانو د امنیت، ثبات، انکشاف او پرمختګ لپاره میاشتې او کلونه نه، بلکې لسیزې انتظار وېست، خو داسې ایسي چې دغه د انتظار ستړې کوونکې شیبې یې را لنډېدونکې دي، ځکه باور دی چې د تحمیل شوي جنګ له پایته رسېدو وروسته به افغانستان سولې ته ورستون شي، تلپاتې او باعزته سولې ته. هغې سولې ته چې د افغانانو لویه هیله او غوښتنه ده.

ولسمشر غني په یوویشتمې پیړۍ  کې د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ انګېرنې، وړاندوینې او نظرونه بدل کړل. نور به که خدای کول افغانستان جنګ ځپلی، وروسته پاتې، په وچه او ستونزو کې ایسار او له نړیوال پرمختګ ډېر شاته پاتې هیواد نه وي. افغانستان خپل اصلي مسیر موندلی او ولسمشر غني یې هره شیبه د دغه مسیر د لا ښه لنډولو او اصل منزل ته د رسولو لپاره ارزښتناکې هڅې کوي. د نوموړي پوهه، تجربې، افکار، هڅې، لاسته راوړنې، پرمختګونه، پلانونه او برنامې هغه څه دي چې افغانستان خپل د پرمختګ، ثبات او ودې پړاوو ته ور رسولی شي.

نورو به ویل افغانستان تاواني او سخت موقعیت لري چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی، مګر ولسمشر غني ورته په عمل کې ثابته کړه چې د افغانستان موقعیت د طلا هومره ارزښت لري. د دې موقعیت ارزښت په دې کې دی چې د سیمې لپاره د همکاریو په څلور لاره بدلېدلی شي او د دغه بدلون او ارزښت له پلوه هم افغانانو او هم د ګاونډیو او سیمې هیوادونو خلکو ته د کار، ژوند او نورې اسانتیاوې برابروي.

ولسمشر غني د افغانستان موقعیت په پانګه او عایداتي چینه بدل کړ. سیمه ییزې پروژې او ترانزیتي لارې یې پلان او پلې کړې. سیمې ته یې وښوده چې افغانستان منځنۍ او جنوبي اسیا او ان اروپایي هیوادونه سره نښلوي. د دوی سوداګرۍ، همکاریو، راکړې ورکړې او نورو مسایلو کې پام وړ اسانتیاوې رامنځته کولی شي.

د آسیا په زړه کې د دغې خاورې سټراټیژیک موقعیت اقتصادي وده او د مرستو پر ځای پر سوداګرۍ اتکاء لا باوري کړه. دا مهال افغان حکومت د سیمې هیوادونو سره د اقتصادي همکاریو، ترانزیت، ټرانسپورټ ، سوداګرۍ او نورو برخو کې د همکاریو ګڼ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.