ولسمشر غني په زیربنا تمرکز لري

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د سپتمبر له یولسمې وروسته هیواد ته دومره پرېمانه مرستې راغلې چې که په اساسي توګه لګول شوې وای، نو اوس به افغانستان له فقر، بېچاره ګۍ، احتیاجۍ، ستونزو او ناخوالو څخه راوتلی وای، مګر دغه پیسې په بېدرېغه او فاحش ډول حیف او میل شوې. عمده دلیل یې دا وو چې هغه مهال نه دا ظرفیت موجود وو چې له افغانستان سره شوې مرستې سمې مدیریت او په موثره او شفافه توګه د خلکو له غوښتنو سره سمې ولګول شي

او نه هم د وخت حکومت خپل لومړیتوبونه تشخیص کړي وو، له همدې امله هم حکومت په ستونزو کې وو، هم ولس په ستونزو کې وو او هم بهرنیان په یو شکل پښېمانه او ناراضه وو.

هغه مهال هیڅ ډول اساسي کارونه ترسره نشول. حداقل په کوردننه داسې یو مجهز روغتون جوړ نشو او نه هم د شته روغتونو وضعیت ښه شو چې زموږ هیوادوال پاکستان او ایران ته د تلو پرځای په کوردننه خپلو ناروغانو درمنله کړې وای. همدارنګه بندونه، بندرونه، تاسیسات او نورې زیربناوې ونه رغاول شوې. د خلکو د غوښتنو او اړتیاو پرځای مافیایي او جنګي ډلو ته ارزښت ورکړل شو، دوی ته ورځ په ورځ پاملرنه زیاتېده، ان تر دې چې په دولتي ادارو یې نفوذ پیدا کړل، خپل خلک یې ځای پرځای کړل او د هغوی په وسیله یې دولتي قراردادونو ته د واسطو، زور او پیسو له لارې لاسرسی وموند.

مګر ولسمشر غني په تېرو څلور نیمو کالو کې په نشته امکاناتو داسې اساسي کارونه پیل او تهدابونه کېښودل چې تصور یې هم ګران و. هغه وایي، " چهار سال پیش که شروع کردیم، می گفتند گودال می کَنند، تهداب نمی گذارند، چون مردم حق داشتند، چهل‌سال گودال‌های مختلف کنده شده بود، مردم به منزل اول نمی رسیدند، امید است که امروز ببینید که گودال نبود، تهداب بود و به منزل اول اصلاحات رسیدیم. حالا به مردم افغانستان تعلق دارد که بالای آن تعمیر چهل منزله میسازند یا میخواهند که آنرا در دومنزله بگذارند. "

ولسمشر غني د ولس په همکارۍ او ملاتړ هم باور لري او هم ارزښت ورکوي، ځکه نو د اصلاحاتو بهیر په ښه والي او چټکوالي کې ولسي ونډه حتمي بولي او تر هغو چې ولس په دې او نورو برخو کې همکاري ونه کړي، نو د اصلاحاتو پایلې به د خلکو د توقع او هیلو مطابق نه وي.

ولسمشر غني د ښې حکومتولۍ، فساد سره د مبارزې، د بودجې د معقول لګښت، د عوایدو د لوړوالي، اقتصادي ودي، بین المللي مناسباتو، د غصب د مخنیوي، د جنګ د مدیریت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د ادارې د ځوانوالو، د ښځو رول او حقونو ته د پاملرنې د قوانینو د تصویب او د هغو د تطبیق برخه کې هم پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري. هغه وایي: "اما در این شک و شبهه نیست که در چهار سال آخر یک تهداب واضح، قانونی و اصولی برای تطبیق قانون اساسی افغانستان گذاشته شده است. ۳۹۰ قانون، لایحه، مقرره، پاس شده، حالا قانون اساسی یک آرزو نیست، تهداب حقوقی و اصولی دارد. "