مالیاتو ته ولې پام پکار دی؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

مالیات د ملي عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ د خودکفایۍ په لور اوچت ګام دی. ولسمشر غني چې له یوې خوا په دې هڅه کې دی چې افغانستان باید له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودروي او له بل پلوه د فساد مخه ونیسي، نو له همدې امله یې د مالیاتو راټولو او مدیریت ته پام زیات کړی دی

.

څه موده وړاندې مې سفر درلود، په کابل هوایي ډګر کې مې د ولسمشر کرزي د وخت یو چارواکی ولیده چې سرګردانه ګرځېده. مېرمن او لورکۍ یې هم ورسره وه. له روغبړ وروسته مې وپوښت، ویل د شرکت مالیه مې نه ده ورکړې، اوس ممنوع الخروج یم، مګر زه باید د خپل ټپ د درملنې او عملیات لپاره هند ته لاړشم، ټکټونه مې اخیستي، سهار راهیسې دلته تاوېږم.

د یاد چارواکي له سرګردانۍ پوه شوم چې ولسمشر غني د مالیاتو موضوع جدي نیولې ده او حکومت کوښښ کوي چې د مالیاتو قوانین په ټولو شرکتونو او مالیه ورکوونکو یو ډول تطبیق کړي.

خلک فکر کوي چې دولت له وګړو څخه د مالیې په اخیستلو سره له هغوی سره ظلم کوي، مګر دا په حقیقت کې له هغوی سره مرسته ده، ځکه دولت دغه مالیه بېرته همدوی او نورو هیوادوالو ته د اسانتیاو په برابرولو لګوي.

په لویه کې ولس د مالیې ټولولو سره موافق دی، خو د شفافیت اندېښنه یې لري، یانې که دوی پوه شي چې مالیه غلا کېږي نه او شخصي جیبونو ته نه ځي، نو دوی به د مالیې ټولو تود هرکلی وکړي.

د مالیې د شفافیت او ښه مدیریت لپاره باید شرایط د امکان تر بریده داسې ساده شي چې د مالیې ورکوونکي د خوښي او ارامي احساس وکړي، نه د زحمت او ناراحتي او بل لورته خلک مطمین شي چې ټوله شوې مالیه ملي عوایدو ته ورجمع کېږي.

د مالیې ورکولوفرهنګ باید پياوړی شي او د مالیو په راټولولو کې شفافیت رامنځته شي، په دې برخه کې د ولس، رسنیو او ټولو اقشارو پوهاوی او رول مهم دی، ځکه تر هغو چې له دې او نورو عایداتي لارو خپل عواید پوره نه کړو، نو تر هغو به د پردیو لاس او خیرات ته احتیاج یوو او بله بدګڼه یې داده تر هغو چې موږ په پردیو مرستو متکي وو، نو په تصامیمو کې هم ازادانه واک او اختیار نشو لرلی.

د مالیې ټولو په بدل کې دولت مکلف دی چې خلکو په ځانګړي ډول تاجرانو ته اسانتیاوې ورکړي. د دوی مالونه او تولیدات وپېري او د قاچاق مخه ونیسي، د برېښنا، ځمکې او نورو برخو کې ورسره همکاري وکړي، حتی واړه پورونه ورکړي، امنیت او خوندیتوب ته یې پام وکړي، ځکه څومره چې د دولت خدمات او اسانتیاوې زیاتې وي، نو همغومره پانګونه او کار او بار ورسره زیاتېږي او دا معلومدار په مالیه تاثیر لري.

کوچینو او منځنیو شرکتونو ته دې  مالیه یوازې د دولت د عوایدو له پلوه نه سنجول کېږي، بلکې د ظرفیت او د کار د تولید لپاره د هغوی د پانګونې اندازه باید اصلي معیار وي. دا اقدام به دا مرسته وکړي،څو منسجمه او باور وړ فضا رامنځته شي او د کومې مودې په اړه چې له دې شرکتونو سره موافقه کېږي، هغه بدلون ونه کړي او د تړون شرایط په شفاف ډول په متن کې درج شي، څو هغوی په باور سره په دې برخه کې کار وکړي.