ولسمشر غني عایداتي منابع زیاتې کړې

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد
ولسمشر غني د افغانستان محدودې عایداتي منابع چې پخوانیو دولتونو به ورڅخه استفاده کوله، په پام وړ توګه زیاتې کړې. د بېلګې په توګه د افغانستان موقعیت، د افغانستان فضا، د افغانستان لمر، اوبه، هوا او داسې نور ډېر څه چې پخوا ورته د نورو هیڅ پام هم نه وو په نویو عادیاتوي منابعو بدل کړي او له دغو لارو څخه اوس او په راتلونکي کې د پانګونې او تشبث د فضا په رامنځته کولو سره پام وړ عاید ترلاسه کېدل شي

.

البته کانونه هم زموږ د عوایدو عمده سرچینه کېدلی شي. له کانونوڅخه د ګټه اخیستنې او د هغو د رااېستلو شرایط باید په جدي ډول وڅېړل شي او د هغو د شفاف او موثر مدیرت په برخه کې بنسټيز اقدامات وشي او ولسمشر غني له همدې امله د کانونو په اړه شوي قراردادونه ځنډولي، تر څو په دې برخه کې قانوني وضاحت او پالیسي رامنځته او بیا یې په داسې شفافه توګه د سپړنې چارې پیل شي چې هم له تخنیکي پلوه کانونو ته زیان وانه وړي او د ضایعاتو کچه راکمه شي او هم د شخصي ګټو، فساد او غلا مخه په کې ونیول شي.

د ولسمشر غني له لوري د عایداتو د نویو منابعو ایجاد او تخشیص هم د شغل په ایجاد او هم د دولت د عوایدو په تامین کې موثر رول لرلی شي.

بله عایداتي چینه چې د کانونود عوایدو په اندازه مهمه ده، ټرانزیټ دی. په دې برخه کې حکومت په تېرو څلورو کالو کې ډېر کار وکړ او په وچه کې ایسار افغانستان یې له سیمې، نړۍ او بحر سره ونښلاوه او افغان تاجرانو ته یې د اموالو د لېږد رالېږد په برخه کې پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړې.

ولسمشر غني هڅه کوي چې د ټرانزیټ په اساس افغانستان د اسیا په لویه لاره بدل شي، د دې لپاره د ترانزیت په برخه کې له خپل موقعیت څخه د ښې ګټه اخیستنې په موخه له بېلابېلو هیوادونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي، چار ې پیل شوي او له ځینو سره لا هم مذاکرات جریان لري. د دې کار بله ګټه داده چې د اسانتیاو او عوایدو ترڅنګ لسګونه زره شغله ایجادولی شو.

د نویو عایداتي چینو رامنځته کول  د ولسمشر غني د حکومت د پروګرامونو مهمې برخې دي. د هېواد د معیشتي وضعیت د ښه والي او خودکفایي په برخه کې له متشبثینو او نوښتګرو خلکو سره تل په مذاکره کې دي. څو کرار کرار په هېواد کې د تشبث فرهنګ پیاوړی شي او د هغه پر بنسټ هر وګړی چې یو واقعي تشبث لري او یا یوه نوې اختراع ثبتوي، باید له خپل تشبث څخه ګټه واخلي.

زموږ د حکومت له عمده اقداماتو څخه به یو دا وي هغه عایداتي چینې چې د دولت اړوند وي، خو فعلاً د دولتي او غیر دولتي افرادو له خوا ټولېږي او په شفاف ډول دولت ته نه تسلیمېږي، د مالیې وزارت او اړوندو ادارو تر مستقیم مدیریت او مراقبت لاندې راشي. دا وضعیت د اداري فساد تر ټولو بارزه بېلګه ګڼل کېږي. لکه په روغتونو کې باید درملنه وړیا وي، خو سلګونه ملیونه افغانۍ جمع کېږي، بې له دې چې یوه افغانۍ د دولت حساب ته تحویل شي.