حکومت د وچکالۍ په مدیریت کې هم بریالی و

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

سږ کال پر جګړې او فقر سربېره، موږ له ډېرې بدې وچکالۍ سره هم لاس او ګرېوان وو چې زموږ خلک یې له ناورین سره مخ کړي، مګر اټکل دادی چې دغه وچکالي ممکن څو کالو ته وغځېږي. که څه هم حکومت سږکال دغې ستونزې ته په عاجله، لنډمهاله او اوږدمهاله توګه رسیدګي وکړه، مګر د اساسي چارې لپاره یې ځینې داسې تدابیر هم پکار دي چې خلک ورڅخه خوندي شي.

حکومت سږکال وچکالۍ ځپلو خلکو او سیمو ته عاجلې او لومړنۍ مرستې پر وخت ورسولې او د بشري ناورین د رامنځته کېډو مخه یې ونیوله، مګر که د وچکالۍ مخنیوي اساسي تدابیر ونه نیول شي او ولس هم په دې برخه کې همکار نشي، نو په راتلونکي کې به حکومت په یوازې ځان په دې ونتوانېږي چې د وچکالۍ له ناوړه اغېزو څخه خلک په سمه توګه خوندي کړي.

خلک باید د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي. خپل چاپیریال شین او پاک وساتي. د ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شي. نوي نیالګي وکرل شي او سمه پالنه یې وشي. د باراني اوبو د مدیریت لپاره  دې وړې وړې څاګانې وکېندل شي چې اوبه د ضایع کېدو پرځای بېرته جذب شي.

د دې ترڅنګ موږ بشردوستانه مرستو ته په عاجله توګه اړتیا لرو، چې د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو خلکو سره مرسته وکړو، ترڅو د حاصلاتو په راتلونکي فصل کې له دغې فاجعې سره مجادله وکړي. د دې لپاره نړیوالې همکارۍ هم مهمې دي چې د چاپریالي بدلونونو د اغېزو راکمېدو کې موثرې تمامېدلی شي.

مالومات ښيي چې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې ۱،۸ سانتي ګرېډه تود شوی او سویل لویدیځ افغانستان ۲،۵ سانتي ګرېده تود شوی. د اقلیمي بدلون له امله وچکالي د ۳۰ کلونو پر ځای له هر ۲ نه تر ۵ کلونو کې رامنځ ته کېږي. موږ داسې اسباب نه لرو چې دغې ستونزې سره مجادله وکړو.

د طبیعي زېرمو ساتل یوه اساسي موضوع ده چې د وچکالۍ ستونزه په اوږد مهاله توګه حل کړو. دا د تېرو حکومتونو ناکامي وه چې د اوبو په مدیریت یې تمرکز ونکړ. د حکومت او مسوولینو دغه بې غوري د دې لامل شوه چې موږ وچکالي او سیلابونه وځپي. د اوبو د ستونزې د حل لپاره باید د بندونو بشپړول زمونږ په لومړیتوبونو کې وي او د نويو بندونو پر جوړولو او د اوبو پر پایپ لاینونو کار روان دی. مګر پر دې کارونو میاشتو ته نه، بلکې کلونو ته اړتیا ده. موږ له خپلو نړیوالو شریکانو څخه غواړو چې موږ سره د اوبو د مدیریت موثر میتودونه شریک کړي.

افغانستان که له نېکه مرغه پرېمانه اوبه لري، خو له دغو اوبو څخه د ښه مدیریت او مناسبې استفادې لپاره امکانات او وسایل نه لري. په دې برخه کې د نړیوالو جدي همکارۍ ته اړتیا ده.

چاپیریالي بدلونونه سیاسي پولې نه پیژني. د همکارۍ لپاره د چوکاټ جوړول، د شریکو سیسټمونو جوړول تر څو وړاندوینه وشي او په ګډو برنامو کار کول چې نړیوال چاپیریالي منابع تر لاسه کړو، د ټولو په ګټه ده او په خپل وخت به د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.