د نشه یي توکو اساسي چاره پکار ده

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د نشه یي توکو تولید او قاچاق زموږ پر لمنې یو تور داغ دی. په نړیواله کچه یې د افغانستان حیثیت ته زیان اړولی دی. نشه یي توکي او ترهګري زموږ د هیوادوالو ژوند ته لوی خطر پېښوي. اوسمهال شاوخوا یو ملیون ځوانان  پر نشه روږدي دي. زموږ په دین کې نشه او ترهګري دواړه حرام دي

.

زموږ په دود او دستور کې دا ناشونې کیسه وه چې کورنۍ دې خپل معتاد اولادونه له کوره وشړي. په تېرو دیارلسو کلونو کې د نشه یي توکیو د کچې د ټیټوالي لپاره په زرګونو پاڼې ولیکل شوې او سلګونه ملیونه ډالر ولګېدل، خو زموږ بنیادي انځور دا دی چې  افغانستان لا هم د نشه یي توکو د تولیدونکي په توګه د نړۍ د هیوادونو په لومړي کتار کې دی.

د کره سرچینو پر اساس، د مخدره توکیو له ۴۰ څلوېښت ملیارد ډالریز کلني اقتصاد څخه شاوخوا ۷ ملیارده ګاونډیو هېوادونو، ۱۴،۲ ملیارد ډالره کورنیو قاچاق وړونکیو او یواځې ۵۶۰ ملیونه ډالره کورنیو بزګرو ته رسېږي. د دغو پیسو زیاته پیمانه د ترهګرو په ملاتړ لګول کېږي. دوی ته وسلې او وسیلې پرې برابرېږي. له همدې امله د نشه یي توکو له زیاتوالي سره ترهګرۍ هم پیاوړې کېږي.

تروریستان په ناامنه او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې بزګر او عام خلک د کوکنارو او چرسو کرلو ته هڅوي. دوی ورته د قاچاق زمینه برابروي. په غلنیو لارو یې د هیواد له پولو اړوي. په دې کې داخلي او بین المللي مافیا پراخ لاس لري.  ستونزه دا ده چې د نشه یي توکیو تولید، انتظام، او قاچاق یو منسجم نظام دی. نړیوال مصرفوونکي،  نړیواله مافیااو پیاوړي قاچاقبران د دې نظام خښتې دي. له اروپا، روسیې، او ایران څخه د نشه یي توکو نړیوال بازار په چټکۍ پاکستان، هندوستان، چین او مرکزۍ آسیا ته په پراخېدو دی. دوی د پېرودلو لوړه قوه لري، نو ځکه دې هېوادونو ته د قاچاقو زمینه هم برابره ده.

مافیا په اروپایي هېوادونو کې دوی د وېش پراخې شبکې لري، او په ورته وخت کې د قاچاقو مافیا د زر ملیارده ډالرو معادل جرمي اقتصاد رامنځته کړی دی.  سره له دې چې افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی، ډېره برخه یې له ایران، او پاکستانه اروپا او امریکا او چین او نورو ځایونو ته رسېږي.

د قاچاقو جریان په دې هېوادونو کې د قاچاقبرو نفوذ ښیي. یواځې ایران په دې برخه کې جدي اقدامات کړي، خو په هغه سربېره هم شاوخوا ۴۰٪ مخدره توکي له ایرانه راځي. دا چې په اروپا کې د تجارت آزادي ده، پولیس ډېر لږ بریالي شوي چې د یوه ټن په اندازه قاچاقي مواد ونیسیي.

حکومت په تېرو درې څلورو کالو کې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې هڅې چټکې کړي. د هیواد په بېلابېلو سیمو کې یې نشه یي توکي له منځه وړي، نیولي او سوځولي او همدارنګه یې د نشه یي توکو د پروسس کارخانې ویجاړې کړې دي.

حکومت او د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې د ترهګرو د ځپلو ترڅنګ د دوی مالي سرچینې هم وچې کړي او نشه یي توکي د ترهګرۍ د تمویل یوه لویه منبع ده. څومره چې نشه یي توکو مخه نیول کېږي، نو همدومره ورسره د تروریستانو فعالیتونو محدودېږي او د دغو دواړو د مهارولو په پایله کې افغانان د ارامۍ او سوکالۍ ساه اخلي.