په افغانستان کې د پانګه اچونې د ودې کچه او حالت

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان د پانګه اچونې د ودې په موخه باید د شپږو اقتصادي سکتورونو( کرنې، کانونو، خدمتونو، صنایع، انرژۍ او ودانۍ) برخې ته پاملرنه ډیره شي چې په دې وروستیو کې افغان دولت هم د دې برخو د پیاوړتیا په موخه بېلابېل پلانونه او ستراتیژۍ  پلي کړي دي.

تېرو ۱۶کلونو ته په ځغلنده کتنې، د هېواد په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی چې له هغې ټولګې څخه د سرانه عاید لوړوالی له ۱۵۰ ډالرو څخه نږدې شپږو سوو ته رسیدلی، پانګه اچونه زیاته شوې، افغانستان

کورني تولیدات ډیروالی موندلی او د ځینو درملو ترڅنګ، ډیرۍ توکي د افغانستان دننه تولیدیږي لکه غوړي، صابون، شامپو، بېلابېل د څښاک توکي، او د میوو بېلابېل جوسونه. همداراز د ټرانسپورټ، رسنيو، مخابراتو، بانکدارۍ او ودانيزو سکټورونو په برخه کې هم پرمختګ شوی دی او د کانونو او انرژۍ د تولید په موخه هم پلانونه په لاره اچول شوي دي.

افغانستان اوس مهال د درې تریلیون ډالرو په ارزښت ځمکنۍ زیرمې لري، چې د دې سپړنه او لدې څخه ګټه اخیستنه کولی شي، افغانستان ځان بساینې ته ورسوي او د ټولو افغانانو لپاره هم د کار کولو لارې چارې برابرې کړي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د کانونو د ښه کيفيت له امله نړیوال شهرت لري چې لاهم سپړل شوي نه دي او د بیلګې په توګه د حاجيګګ د اوسپنې د کان یادونه کولی شو، چې د نړۍ په هېڅ ځای کې د اوسپنې د کانونو سلنیزه له ۵۰ سلنې تر ۵۱ سلنې زياته نه وي، داپه داسې حال کې ده چې د حاجيګګ کان د اوسپنې سلنیزه له ۶۵ تر ۷۰ سلنې رسېږي.

په همدې حال کې د مخابراتي برخې پرمختګ خو د ځینو هېوادونو په پرتله بې ساري دی او اوس د ډيریو پرمختللو هېوادونو سره ډغرې وهي او په زرګونو کسانو په مخابراتي برخه کې په کار لګیا دي، چې د افغانستان دولت لپاره هم د ښه عاید سرچینه ګرځیدلې ده.

د څیړنیزو راپورونو پربنسټ د تیرو کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې د ودانیزو پروژو په برخه کې پانګه اچونه ډیره شوې او د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښارګوټي او میشت مینې جوړې شوې دي، چې په دې برخه کې د پانګه اچونې بهیر کړندی دی.

دغه راز افغانستان دولت د ګاونډیو هېوادونو په ګډون یې د سیمې له نورو هېوادونو سره هم سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړې او دا د دې لامل شوي چې بهرني پانګه وال هم په افغانستان کې پانګه اچونې ته لیوالتیا پیدا کړي.

افغان دولت وتوانید چې د پانګه اچونې د تشویق په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۲۹ اوبو بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړي او د ځینو یې کار هم پیل شوی، چې د دې بندونو په جوړیدو سره به د انرژۍ له برخې افغانان ځان بساینې ته ورسیږي او پانګه وال هم له بشپړې انرژۍ څخه برخمن شي.

که څه هم افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو اوس مهال هم د اوبو د نشتوالي له امله یې ډیرۍ ځمکې شاړې پاتې دي او د افغانستان د اوبو په محارولو سره به د انرژۍ تولید زیات شي او سوداګر به هم پانګه اچونې ته زړه ښه کړي، ځکه ډیرۍ پانګه وال اوس د انرژۍ له نشتوالي سرټکوي.

د افغانستان دولت په هېواد کې د لا زياتې پانګونې د جذب او تشويق او همدا ډول د هغې ډلې پانګوونکو د تېښتې څخه د مخنيوي لپاره، چې وړاندې تردې د خصوصي خدماتي او لوژستيکي کمپنيو له خوا بهرنیو ملکي او  نظامي ځواکونو سره په کار بوختې وې، هڅه کوي کار پیدا کړي او دا کمپنۍ خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ونه لیږدوي.

د کرنې وزارت د پلان او پاليسۍ پربنسټ  د کرنې په برخه کې د پانګونو جلبول، چې د کرنيزو توليداتو د ودې سبب کېږي. د کرنيزې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستنه، د اوبه شيندنې او قطره يې سيسټم له لارې کرنه، يخ خونو جوړول،  د مېوې پروسس، هغه وړې فابريکې او واټرپمپونه، چې د خصوصي سکټور پانګه اچونې ته اړتیا لري، د کرنیزې ودې تر تولو مهم لاملونه ګڼل کیږي.

دولت ته پکار ده چې د کانونو، مخابراتو، تعميراتو يا ودانۍ، سوداګرۍ، لوړو زده کړو، درمل جوړونې، برېښنا، بېمې او نورو برخو کې پانګونې ته پاملرنه ډیره کړي، څو پانګه وال هم زړه ښه کړي چې پانګه اچونه ترسره کړي.

که څه هم د پانګې اچونې د هڅونې او تضمين لپاره بايد په افغانستان کې د اداري فساد جرړې له منځه يوړل شي او د پانګه والو لپاره د سیالۍ سالم وضعیت، د خلکو امنيت او د پانګه والو ساتنه هم په پام کې ونيول شي.

دا په لومړي سر کې ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه پانګه اچوونکو ته لاره برابره وي، چې په افغانستان کې په ډاډه زړه پانګه اچونه ترسره کړي، او په دوهم قدم کې پانګه اچونکي تشویق او هڅوي چې د هېواد ګوټ ګوټ ته خپلې پانګې پراخې کړي.

د یادونې وړ ده چې ټولو منقولو اوغير منقولو شتمنيو، ماشينونو او وسايلو ته چې يوڅوک يې لري، پانګه يا سرمايه ويل کېږي؛ .منقوله هغه پانګه ده چې له يوه ځايه بل ځای ته لېږدول کېدای شي، د بېلګې په توګه پيسې، ماشينونه او داسي نور او غيرمنقوله شتمنۍ لکه ځمکه، کورونه، فابريکې او داسي نور، چې د لیږدولو وړنه وي.

حمیدالله فیضي

www.ez-afghanistan.de

www.ifc.org/SocialMediaIndex

www.ifc.org

http://www.bbc.co.uk/nazer/lifeandlearning_pashto/story  

اقتصادي اصطلاحات، عبدالله عادل، امان الله ورین، ص ۴۴-۶۶، ننګرهار.