د ۷۰ اويا لکه ډالرو په ارزښت د لوګر د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست له لورې

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ۴۶ شوراګانو  سره د ۲۴ کانالونو د جوړيدو قراردادونه لاسليک شول

راپور : شمس الله ځلاند / لوګر

د لوګر ولايت د کليو د بيار غونې او پراختيا رياست له لورې د ولسي تړون د برنامې په مرسته او د IPAD په مالي لګښت د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ ، پل علم او برکې برک ولسواليو له محلي شوراګانو سره د ۷۰ او يا لکه ډالرو  په ارزښت قرارداد ونه لاسليک شول .

په همدې اړه په يوه ځانګړې لويه غونډه کې د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا ريس عاشق الله اخلاص يار وويل چې د محمداغې په ولسوالۍ کې ۸ کانالونه ، په مرکز پل علم کې ۱۱ کانالونه او د برکې برک په ولسوالۍ کې ۵ کانالونه سروي شوي

وو چې نن يې رسما له شوراګانو سره د کار چارو په موخه قراردادونه لاسليک شول .

اخلاص يار وويل چې د کانالونو د پروژو کار چارې به په ټولو ولسواليو کې په يوه وخت پېل شي او د ۶ شپږو مياشتو په جريان کې به بشپړې شي .

اخلاص يار دا هم زياته کړه چې په دې پروژو کې به ۱۷۹۴ مسلکي کارکوونکي او ۶۴۲۶۵ عادي کاريګر کار کوي چې د بيوزله او بې اوزکاره ځوانانو د پاره د کار عالي زمينه ده .

  د لوګر ولايت د کليو د بيار غونې او پراختيا ريس عاشق اله اخلاص يار وويل چې ددې کانالونو په جوړيدو سره به ۹۱۸۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي چې شاړې ځکمې به هم ورسره زراعتي شي او ولسي خلک د هغو ځمکو څخه ګټه اخيستلی شي چې تراوسه همداسې شاړې پاتې دي .

په همدې مراسمو کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې پروژې ددوی پرغاړه او د پروژو ساتنه ، پالنه په پروژو کې د فساد د جدي مخنيوي دنده د شوراکانو په غاړه دی.

لوګر والي محمد حليم فدايي د  ۴۶ شوراګانو ۱۸۴ چې د هرې شورا ۴ څلورو کليدي غړو برخه لرله سوګند ورکړ چې په ټوان به پروژې په سمه توګه عملي کوي او د فساد د مخنيوي لپاره به په ټوله مانا له اړونده ادارو سره همکار وي.

فدايي د لوګر د کليو د بيا رغونې له رياست څخه غوښتنه وکړه چې دولس ستونزې په نښه او د اواري په موخه ورته ځانګړي پلانونه جوړ کړي ، نوموړي ياد رياست ته دا سپارښتنه هم وکړه چې کليدي پرژو ته تر نورو ډير پام وکړي .

لوګر والي له ولسونو داهم وغوښتل چې د سولې بهير د ګړنديتوب لپاره او د امنيت په لاټينګښت کې د ولسونو مرسته خورا اړينه ده ، فدايي وويل چې د ولس د مرستې په لړ کې کيدای شي چې د لوګر په ولايت کې نورې سترې پروژې هم عملي شي .

اخلاص يار له رسنيو سره په خبرو کې دا هم زياته کړه چې په دې ۲۴ کانالونو کې ۱۷ سربندونه ، ۴۷۴۷۸ متره کانګريټي کانال، ۹۷۳۵ متره سنګ کاري ، ۸۶۴ ورخونه ، ۸۹ پرچاوې ، ۷۲۶۹ متره ديوالونه ، ۳۹ معبرونه ، ۷۷ پلونه ، ۵ سيفون ، ۴ ترنابونه ، ۳ د اوبو ذخيرې ، ۱۷ شرشاره ، ۴ واشونه او ۲۳ حقابه شامل دي .