چین په افغانستان کې څومره پانګونه کړې؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو سرپرست حکومت مسولین وايي چې چین په افغانستان کې تر یو میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې او دا چې چین لا ډیرې پانګونې ته علاقه لري. د چین د دغه پانګونې ډېره برخه يې د کانونو د استخراج په برخو کې ده.

د طالبانو په بيا واکمنۍ سره په افغانستان کې د چین د پانګونې اندازه لوړه شوې ده. د قشقرې نفتي حوزې، د لوګر د مس عينک دوهم کان، په هرات کې د غوریانو د اوسپنې کان او د تخار ولایت د سمتي ساحې د طلا کان هغه کانونه دي چې چین پکې عملاً د یو میلیارد او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په پانګونه مصروف دی.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د چین اوسنۍ اقتصادي ښکېلتیا او پانګونه د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو پر بناء ده او که په قراردادونو کې د ښکېلو لوریو لپاره توزان په پام کې ونه نیول شي، افغانستان به په اوږد مهال کې اقتصادي انزوا ته یوسي.

د چین پانګونه

له کابل سره تر بل هرچا چین په داسې مهال سیاسي او تر ډېره اقتصادي اړیکې پاللي چې هیچا دې سیاسي دريځ ته زړه نه شو ښه کولی. د طالبانو د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو را وروسته چین یوازینی هیواد دی چې په افغانستان کې يې د پانګونې کچه تر يو میلیارد ډالرو اوړي. د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي چې د افغانستان په شمال کې د قشقرې نقتي حوزو استخراج، د تخار طلا او د لوګر د مس عینک دوهم کان هغه ځایونه دي چې چین پکې څه باندې یو میلیارد پانګونه کوي.

چین په قشقري نفتي حوزه کې ۴۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او سربیره پر دې د تخار د سمتي حوزې د سروزرو قرارداد هم چین ته ورکړل شوی چې پکې دغه هیواد ۳۱۰ میلیون ډالر پانګونه کوي. د چین له لوري دریمه ستره پانګونه د لوګر ولایت د مس عینک دوهم کان دی چې پکې چین شاوخوا ۴۱۱ میلیون ډالر پانګونه کوي چې مجمعوي پانګونه ۱۱۷۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

افغانستان کې د پانګونې له پاره شرایط څه ډول دي؟

له چین سره د قشقرې د نفتي څاګانو قراردا د روان عیسوي کال په جنورۍ میاشت کې وشو. چین د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ په درشل کې د طالبانو اوسني سرپرست حکومت او سوداګرۍ خونې په ګډو هڅو د هوايي دهلیز له لارې هم صادرات پيل کړي.

د سږ ۲۰۲۳م کال لومړنۍ د جلغوزو جوپه د اکتوبر مياشتي پر ۸ مه نېټه چین ته ولیږدول شوه چې د شمیر له مخې تراوسه ۶۰ ټنه صادارت یې د هوايي دهلیز له طریقه انتقال شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «خوشبختانه چې له تېرو درې کالو راهیسې موږ په ازادانه توګه په خپلو داخلي هڅو د هوايي دهلیز انتقالات پيل کړي دي. سږنۍ لومړنۍ جوپه د ۶۰ ټنو جلغوزو ده چې څلور میلیونه امریکايي ډالره ارزښت لري، چین ته ولیږل شوه. تر هغې چې جلغوزو موسم وي موږ له ۶۰ تر ۱۰۰ ټنو پورې صادارت د هوايي دهلیز له طریقه چین ته ولرو.»

بل لور ته بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین هم له چین سره د اقتصادي ښکیلتا په برخه کې د ۷۴۰ میليونه ډالرو په ارزښت د صادرتو او وارداتو خبر ورکوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین هم له چین سره د اقتصادي ښکیلتا په برخه کې د ۷۴۰ میليونه ډالرو په ارزښت د صادرتو او وارداتو خبر ورکوي.د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین هم له چین سره د اقتصادي ښکیلتا په برخه کې د ۷۴۰ میليونه ډالرو په ارزښت د صادرتو او وارداتو خبر ورکوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولین هم له چین سره د اقتصادي ښکیلتا په برخه کې د ۷۴۰ میليونه ډالرو په ارزښت د صادرتو او وارداتو خبر ورکوي.انځور: Yunus Momand
د طالبانو ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده په دې هکله وویل: «له افغانستان سره د چین سوداګري په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۴۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي، له دې ډلې يې ۱۳میلیونه صادرات او پاتې نور يې واردات دي. د افغانستان په صادارتو کې وچه او تازه مېوه او ګڼ نور توکي شامل دي.»

تر دې ور اخوا د روان کال د جنورۍ مياشتي په لومړۍ نېټه د چین یو پلاوي چې د سي ار بي سي شرکت مسولینو پکې ګډون درلود، د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او برېښنا شرکت مسولینو سره ناسته لرله څو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه ترلاسه کړي. په دې ناسته کې چینايي پلاوي د اوبو د بندونو په جوړولو او له ډبرو سکرو څخه د ۵۰۰ میګا واټه برېښنا د تولید ژمنه کړې وه چې ورباندې یاد چینايي شرکت د پانګونې ژمنه کړې وه. 

 د همدې کال د اکتوبر مياشتي پر ۵ مه نېټه د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چین ته د یاد هیواد په رسمي بلنه تللی و او هلته یې د ټرانس همالیه په نوم یوې ناستې کې د ګډون تر څنګ د یاد هیواد د برېښنا رسونې له مرکز سره په خبرو کې له افغانستان سره د مرستو پر ټينګار بحث کړی. 

له چین سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په درشل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د روان ۲۰۲۳م کال د سپټمبر پر ۱۷ مه نېټه د بدخشان د واخان سړک جوړنې خبر ورکړ.


د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وايي چې دا سړک د بدخشان له بزاۍ ګنبد څخه د چین تر پولې پورې رسیږي چې ۷، ۴۹ کلیو متره کیږي. دا پروژه به د خواو شاه ۳۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شي.

په افغانستان کې د چین له پانګونو ویره؟

چین په سیمه کې یو له لویو اقتصادي او ځواکمنو هیوادونو څخه دی چې د روان ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۱۷ مه يې د یو کمربند او یوې لار تر عنوان لاندې د ۱۳۰ هیوادونو ګډه اقتصادي غونډه هم رابللې وه. همدې ناستې ته د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت هم بلل شوی و چې موخه یې په اړوندو هیوادونو کې د چین پانګونه، ورسره سوداګري او ترانزیت او دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکول وو.

اقتصادي کارپوه نورالله عزیز په دې باور دی چې د چین لپاره افغانستان د سیالۍ او ګټې دواړو مهم ځای دی. د هغه په خبره د افغانستان کانونه یو له هغو دي چې چین يې علاقمند کړی څو هلته سرمایه ګزاري وکړي، خو وايي که سرپرست حکومت خپلو تړونونو ته متوجه نه شي، بدې پایلې ورته لرلی شي.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د چین اوسنۍ اقتصادي ښکېلتیا او پانګونه د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو پر بناء ده.اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د چین اوسنۍ اقتصادي ښکېلتیا او پانګونه د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو پر بناء ده.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز دویچه ویله ته وویل: «مهمه خبره دا ده چې د چین پانګونې او ورسره تر سره کیدونکو قراردادونو کې که محتاط چلند و نه شي. دا به په اوږد مهال کې اقتصادي تاوان ولري. ښه لاره یې دا ده چې اوسنی حکومت باید پر یوه هیواد متکي نه اوسي چې ټول قراردادونه ورسره لاسليک کړي. زیاتره د اقتصاد زبر ځواک هیوادونه د خپلو اقتصادي قرضداریو له طریقه کمزوري هیوادونه د خپل ځان تابع کوي چې ورڅخه ځان خلاصول به يې بیا سخت او اقتصادي تاوان ولري.»

د اقتصادي چارو بل افغان کارپوه محمد صمیم جاهد هم د چین د پانګونې په هکله له احتیاطه د کار اخیستلو سپارښتنه کوي. محمد صمیم جاهد دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «له چین سره اوسني تړونونه د چین په ګټه دي. زما نظر دا دی چې په ټولو کې يې چین ته زیاته ترجیج ورکړې ده، چین ډېر کله غواړي د بانکي حسابونو لپاره خپله بشري قوه وګماري، خپلو خلکو ته په تر سره کیدونکي پانګونه کې کار پيدا کړي، زه وایم که چیرته تړون کې توازن مراعت شي، نو بیا هیله شته چې افغانستان به د سریلانکا، پاکستان او افریقايي هیوادونو په سرنوشت اخته نه شي.»

د چین هیواد دولتي او خصوصي پلاوي لا هم افغانستان ته په ګڼو مواردو کې سفرونه لري، څو وکولای شي په نورو برخو کې هم پانګونې ته زړه ښه کړي. دا چې دا پانګونه به څومره اوږد مهالې ګټې ولري او رښتیا به هم چین د خپلو سیاسي اهدافو په لټه کې وي، هغه پوښتنه ده چې وخت به يې ځواب کړی.