واخان کریدور؛ افغانستان ته یې ګټې څه دي؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو اداره وایي له چین سره یې د واخان له لارې د ریل پټلۍ لپاره زمینه برابره کړې چې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې له بزای ګنبد څخه د چین تر پولې پورې د نږدې ۵۰ کيلومتره سړک جوړیږي، چې نږدې۴۰۰ میليونه افغانۍ لګښت لري.

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې یاده لار د افغانستان لپاره د ترانزیټ یوه مهمه او اسانه لار ده چې د جوړېدو چارې یې دوام لري.

مجاهد وایي، هڅه کوي چې له چین سره چې له دې لارې له افغانستان سره وصلېږي په دې برخه کې تعامل ولري او په راتلونکي کې پر دغه لار د ریل پټلۍ لپاره اسانتیاوې هم په پام کې نیول کېږي.

ذبیح الله مجاهد وایي: «د افغانستان اسلامي امارت د واخان کریدور د پرانیستلو او د هغه لارې تر چین پورې د رسولو هدف خپل لومړیتوب ګڼي، دا د ورېښمو لار ده او د دې جوړول د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېره حیاتي او مهمه ده او موږ به په دغه برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړو، چې دا لار برابره شي. دا اوس هم د واخان پر لار کار دوام لري او دغه سړک به د اوس لپاره په ابتدایي شکل جوړېږي او وروسته به نور کار هم پرې وشي.»


هغه زياته کړه: «هڅه کوو چې له چین او یران سره چې دا دواړه هيوادونه د افغانستان له لارې وصل کېږي تعامل ولرو او دغه راز په وروستیو کې دغه لار د ترانزیټ او تجارت لپاره یوه اسانه او مهمه لار ګرځي. بل دا ده چې دلته د ریل پټلۍ لپاره هم وروسته سهولتونه په پام کې نیول کېږي او د دې لپاره هلې ځلې کوو.«

له چین سره د واخان لارې جوړېدو چارې د طالبانو ادارې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې پر مخ وړل کېږي، چې دا مهال یې چارې نږدې نیمایي بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې د پیل پرمهال په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ په یوه ټویټ کې ویلي ول چې د ځمکني ترانزيټ لپاره دا ډول پروژې د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري او دغه هېواد به له خپل مهم موقعیت څخه یوه بله سالمه ګټه ولري.

جاو شینګ وایي: «چین او افغانستان لا زیاتو سوداګریزو او ترانزيټي همکاریو ته اړتیا لري. چین او افغانستان به د ورېښمو لارې په وسيله سوداګري او ترانزیټ پراخ کړي او په دغه برخه کې ګټور پلانونه تر غور لاندې دي. په دې سره افغانستان کيدای شي له خپل مهم موقیعت څخه په یوه مهم اقتصادي هيواد بدل شي.»


په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې له چین سره د سوداګرۍ زیاتېدو لپاره هڅه کوي، ترڅو د واخان له لارې له چین سره ونښلي.

د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې ایران او عربي هيوادونه هم لېواله دي چې له دې لارې له چین سره سوداګري ولري.

اخندزاده زیاتوي: «زموږ له خوبونو څخه یو یې د واخان د دهلېز له لارې له چین سره وصلېدل دي. تقریباً کارونه د بشپړېدو په درشل کې دي او دواړه خواوې یعنې چین او افغانستان لېوالتیا لري چې د واخان له لارې له یو بل سره وصل شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم واخان د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان وصل کېدل د دغه هېواد د سوداګرۍ نږدې او تر ټولو کم لګښته لار بولي.

د یادې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي: «دا لار تر ټولو نږدې لار ده خلیج ته، تر ټولو نږدې لار ده تورې بحیرې ته او حتا ټولو خلیجي او عربي هيوادونو ته.»

له دې سره اقتصادي کارپوهان، د واخان دهلېز له لارې له چین سره د افغانستان وصلېدل د هيواد د عوایدو په زیاتېدو او اقتصادي پراختیا کې مهم بولي.

د یادې پروژې د پیل پرمهال په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ په یوه ټویټ کې ویلي ول چې د ځمکني ترانزيټ لپاره دا ډول پروژې د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري او دغه هېواد به له خپل مهم موقعیت څخه یوه بله سالمه ګټه ولري.د یادې پروژې د پیل پرمهال په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ په یوه ټویټ کې ویلي ول چې د ځمکني ترانزيټ لپاره دا ډول پروژې د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري او دغه هېواد به له خپل مهم موقعیت څخه یوه بله سالمه ګټه ولري.
د یادې پروژې د پیل پرمهال په افغانستان کې د چین سفیر جاو شینګ په یوه ټویټ کې ویلي ول چې د ځمکني ترانزيټ لپاره دا ډول پروژې د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري او دغه هېواد به له خپل مهم موقعیت څخه یوه بله سالمه ګټه ولري.انځور: Taliban Prime Minister Media Office
د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وایي، د ورېښمو لار به د چین او افغانستان ترمنځ د وارداتو او صادارتو برخه لا غني کړي او د افغانستان پر بازارونو به مثبت اغېز ولري: »دا چې په دې وروستیو کې حاکم نظام د واخان پر لار د پانګونې هڅه کړې، دا یو مثبت او مهمه هڅه ده، ځکه چې له دې لارې به دغه هيواد له چین سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. که چېرته موږ وکولای شو، چې له دې لارې خپل تجارت ته دوام ورکړو او دغه لار دومره پیاوړې کړو چې د ترانزیټي سهولتونو لپاره هم ترې استفاده وشي، دا به نه یوازې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت تاثیر وکړي، بلکې کولای شي، چې د سیمې هيوادونو له پاره هم اقتصادي ارزښت ولري، ځکه په اوسني عصر کې د چین تجارت د ټولې نړۍ په مارکیټ کې خاص ځای لري او د مختلفو هېوادونو لپاره په مختلفو نورمونو باندې اجناس تولیدوي.«

عزیز زياته کړه: «په هره اندازه چې موږ وکولای شو له چین سره خپلې تجارتي اړیکې پیاوړې کړو دا کولای شي، چې د افغانستان د اقتصاد لپاره یوه مثبته هڅه وي. د واخان له لارې به تجاران وکولای شي، چې له چین څخه د افغانستان او د سیمې د اړتیا وړ توکي ترلاسه کړي او ترڅنګ به یې وکولای شو، هغه توکي چې له افغانستان څخه صادرېږي، په ځانګړي ډول وچې او تازه مېوې، منرالونه او نور توکي په اسانۍ سره چین ته صادر شي. په مجموعي شکل ویلای شم په هره اندازه، چې افغانستان وکړای شي د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته د تجارت لارې پرانیزي، نو دا د افغانستان پر اقتصاد مثبت تاثیر لري، چې دغه تاثیرات بیا اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ لپاره زمینه برابروي.»

ورته مهال یو شمېر نور اقتصادي شنونکي بیا وایي، سره له دې چې افغانستان ډېر مهم او ستراتېژیک موقعیت لري او مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي، خو بیا هم د ترانزیټ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالقادر جیلاني یي لامل په تېرو شلو کلونو کې د ځینې ګاونډیانو سیاسي مداخلې، جګړې او نا امني بولي، چې افغانستان ونه شو کړای لویې لارې په معیاري او اساسي ډول ورغوي، تر څو د ترانزیټ په برخه کې شته ستونزې حل شي.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي