پاکستان ولې په کراچی کې د افغان سوداګرو کانتینرونه درولي؟

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


محمد اسماعیل شاکر

افغان سوداګر وايي، پاکستان د کراچی په بندر کې د دوی په زرونو کانتیرونه درولي دي. له پاکستان سره د آپټا تړون په شتون کې ولې دا ستونزې شته؟

افغان سوداګر وايي، د پاکستان په کراچی بندر کې په سوداګریزو توکو بار زرونو کانتیرونو د درېدو له امله د ورځې لږ تر لږه ۲۰۰ زره ډالر زیان کوي.

د پاکستان دلیل څه دی؟

افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی چې د خپلو سوداګریزو توکو ټرانزیټ له پاره یې ان د پخواني پاچا ظاهرشاه له وخت له پاکستان سره د آپټا په نوم تړون لاسلیک کړی دی.

د دغه تړون له مخې، افغان سوداګر کولای شي د خپلو توکو د لېږد رالېږد له پاره د کراچی بندر وکاروي، چې په پخواني جمهوري حکومت کې د دغه تړون د بیا نوي کېدو پرمهال پاکستان ته هم دا حق ورکړل شو چې د افغانستان له لارې مرکزي آسیا سره سوداګري وکړي.

دغه تړون د وخت حکومتونو او پارلمانونو تایید کړی، خو افغان سوداګر وايي پاکستان تل له تړون څخه سرغړونه کړې او افغان سوداګریزو توکو ټرانزیټ ته یې خنډونه جوړ کړي.

دا تړون هر ځل د لسو کلونو له پاره نوی کېده، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د تړون لس کاله پوره شول او اړتیا وه چې د غځولو له پاره بیا لاسلیک شي.

افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۱م كال كې د سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو په موخه د اپټا په نوم تړون لاسلیک کړافغانستان او پاکستان په ۲۰۱۱م كال كې د سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو په موخه د اپټا په نوم تړون لاسلیک کړ
افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۱م كال كې د سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو په موخه د اپټا په نوم تړون لاسلیک کړانځور: Getty Images
اوس چې پاکستان د طالبانو حکومت هم په رسمیت نه مني، د دغه تړون برخلیک څه دی؟

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې مرستیال خان جان آلکوزي دویچه ویله ته وویل: «په دې وروستیو کې چې د طالبانو حکومت راغی د دې لس کاله پوره شوي ول چې باید نوی شوی وای، د دې له پاره چې حکومت یې په رسمیت نه پیژني پارلمان یې پریکړه وکړه چې آپټا قرارداد به د پخوا په څېر تر نوي لاسلېکېدو پورې دوام ولري.»

د پاکستان د لنډمهاله حکومت تازه قیودات

ښاغلي آلکوزي زیاته کړه چې د پاکستان د پارلمان پریکړه سربیره هم د دغه هېواد نوي لنډمهالي حکومت د آپټا تړون خلاف پر افغان سوداګرو نوي شرطونه او بندیزونه لګولي دي.

الکوزی زیاتوي: «نوي قیودات دا دي چې سل فیصده بانکي ګرانټي (ضمانت)، زموږ له مالونو د لس فیصده محصول اخېستل په ځانګړي توګه هغه لیست چې دوی د «حساسو لیستونو» په نوم ورکړی چې دا د افغان سوداګرو، خلکو او امارت اسلامي له پاره د منلو نه دي.»

الکوزي وویل، په تړون کې واضح شوې چې په تړون کې بدلونونه یواځې د دواړو لورو په هوکړه رامنځته کېدای شي.

افغان سوداګر وايي، پاکستان د آپټا تړون سربیره د ټولو سیمه ایزو او نړېوالو سوداګریزو قوانینو او اصولو خلاف د افغان سوداګرو پروړاندې خنډونه جوړوي.

د طالبانو له حکومته د ورته کړنې غوښتنه

افغان سوداګرو د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې که پاکستان خبرو ته نه حاضریږي، نو باید باالمثل عمل وشي.

«اسلامي امارت هم مجبور دی چې باالمثل عمل وکړي د دوی کانټینرونه چې مرکزي آسیا ته د کال د یو میلیون ټن په اندازه میوه وړي دا به ودرول شي، دغه راز له مرکزي آسیا څخه چې پاکستان ګاز او مالوچ راواردوي دغو ته هم خنډونه جوړېدای شي.»

آرشیف انځور: کانتینرونو کې درمل او خوراکي توکي هم شتهآرشیف انځور: کانتینرونو کې درمل او خوراکي توکي هم شته
آرشیف انځور: کانتینرونو کې درمل او خوراکي توکي هم شتهانځور: Faridullah Khan
په درول شویو کانتېرونو کې څه بار دي؟

د افغانستان سوداګری خونه وايي، په دغو کانتېنرونو کې خوراکي توکې، چای، ټایرونه چې افغانستان یې له چین څخه راواردوي، کالي، برېښنايي توکي او نور اړین توکي بار دي.

یوه افغان سوداګر زلمي عظیمي دویچه ویله ته وویل، په بار شویو توکو کې ځینې یې د خرابېدو له ګواښ سره هم مخامخ دي. «داسې مواد په دغو کارګوګانو کې شته لکه درمل او لومړني خوړنیز توکي چې که ژر اجازه ورنه کړل شي او وخت پرې تېر شي، خرابیږي.»

اړوند مطالب:افغان سوداګر وايي د کلداري بې ثباتۍ سخت تاواني کړي دي

د طالبانو حکومت وايي چې له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې له ډيپلوماټیکو لارو چارو حلوي.

د طالبانو ادارې د رئیس الوزرا دفتر وايي چې د پنجشنبې په ورځ ملا محمد حسن آخوند له یوشمېر ملي سوداګرو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې د ستونزو په حل کې به جدي هڅې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان آلکوزي وویل، افغان سوداګرو ته د پاکستان تازه خنډونه یواځې افغان سوداګر، نه بلکې د پاکستان سوداګری ته هم زیان اړولی شي.

د نوموړي په وینا د دې ستونزو د حل له پاره د افغانستان او پاکستان ګډې سوداګرېزې خونې سره خبرې شوي، چې تمه شته هغوی به یې یو حل راوباسي.