مقامونه او څوکۍ میراثي نه دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

له بلخ څخه د استاد عطا محمد نور لیرې کول به یوه بله ګټه دا هم وکړي او ټولو ته به دا یقیني کړي چې حکومتي مقامونه او څوکۍ د چا شخصي او میراثي نه دي، بلکې دغو مقامونو او څوکیو ته لکه څنګه چې هر څوک د لزوم او اصولو له مخې راځي، نو همداسې به د اصولو له مخې بېرته ورڅخه ځي.

د اصولو له مخې په دې مانا کله چې یو څوک د مقررۍ پرمهال دا مني چې د مقررۍ صلاحیت یې د ولسمشر له واکونو څخه دی، نو د لیرې کولو او تللو پرمهال دې هم دا ومني چې په دې برخه کې ولسمشر بشپړ واک او صلاحیت لري او هغه چې څنګه پرېکړه کوي باید ورته درناوی وشي.

داسې نه کېږي لکه عطا محمد نور چې دیارلس کاله د بلخ والي وو. په دغه ټوله موده کې هم والي وو او هم د حکومت سرسخته مخالف او منتقد او حتی د حکومت امکانات یې بېرته د حکومت په خلاف کارول، دا نو نه د اخلاقو تقاضا ده، نه د قانون، نه د اصولو او نه هم د ښې حکومتولۍ او ولسواکۍ کوم منلی اصل دی.

د حکومت او قانون د واکمنۍ او د ولسواکۍ او ثبات د بنسټي کولو لپاره حتمي ده چې په بېلابېلو برخو کې دغه ډول تغیرات راشي. یانې هغوی چې څو کاله په یو ځای، دنده، مقام او څوکۍ پاتې شوي دي، نو هیله ده چې یا نورو ځایونو ته تبدیل شي او یا له دندې لیرې شي. لکه څنګه چې له دیارلس کاله وروسته د استاد عطا محمد نور د لیرې کېدو پراخ ولسي هرکلی وشو، نو باور دی چې د نورو ښاغلو د لیرې کولو او بدلولو به هم دغه وړ  او حتی تر دې هم زیات هرکلی وشي.

ځکه ولس تحول او بدلون غواړي، مثبت او ګټور تحول. که څه هم انسانان د فرد په توګه د بدلون پر وړاندې مقاوم وي، خو ټولنه او ولس د اړتیا له مخې غواړي چې هم بدلون وویني او هم یې لمس کړي، ځکه دوی له بدلون پرته ښه والی او پرمختګ ناشونی بولي.

د بدلون، تغیر او تبدیل ګټه داده چې نویو ځوانانو او کدرونو ته به د کار او خدمت زمینه برابره شي. هغوی چې لوړې زده کړې، تخصص، تجربه ، مهارت او انرژي لري، په پوره مینه او لېوالتبا به کار او خدمت ته مټې رابډوهي او باور دی چې دغه نوي ځوانان به د هغو په پرتله چې څو کاله پر یو ځای پاتې شوي دي زیات ګټور تمام شي، ځکه نړۍ او د بدلون په حال کې دي، د څو کالو مخکېنۍ تجربې او پوهه د نن اړتیا او غوښتنو ته ځواب نشي ویلی، نو له همدې امله د هغو کسانو استخدام ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې د نننیو غوښتنو او اړتیاو د ځواب ویلو وړتیا او کمال په ځان کې ویني.

د پخوانیو چارواکو ادلون بدلون به هم نورو ته د خدمت زمینه برابره کړي، هم به ولس او خلک د تحول او بدلون احساس وکړي او هم به د قانون او حکومت حاکمیت او د ولسواکۍ بنسټي کېدل باوري شي. خلک به دا ومني چې هېواد ورځ تر بلې د ثبات لور ته نږدې کېږي او همدارنګه به د خدمت یو مثبت رقابت او سیالي رامنځته شي، ځکه هر نوی استخدامېدونکی مقام به کوښښ کوي چې تر پخواني لا زیات او ښه خدمت وکړي، تر څو ښه وځلېږي او د خلکو په منځ کې یې محبوبیت زیات شي.