پاکستان او طالبان دې خپلې اړیکې واضح کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د ارګ سلامخانه ماڼۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال ولسمشر غني وویلمسئله حضور قوای بین المللی در افغانستان قابل بحث استاما سوال این است که ارتباطات طالبان همرای پاکستان چی وقت موضوع بحث ما می شود و چی وقت موضوع بحث بین المللی می شودارتباطات با شکبه های تروریستی تا یک اندازه موضوع بحث شده است

وارتباطات با شبکه های اقتصاد حرام چی وقت قابل بحث می شودما این وابستگی های را که داریم و دولت افغانستان و حکومت وحدت ملی از آن نمایندگی می کند، همه اش قانونی و شفاف است و همه به اساس معیارهای بین المللی استارتباطات که مبهم و تاریک و پشت پرده باید روشن شود؛ چون ضمانت را که مردم افغانستان بخاطر صلح می خواهند، این است که صلح موجب امنیت سرتاسری شودبه اساس تجربه های تلخ بین المللی وقت که صلح به دقت سنجیده نشده باشد، به جای اینکه امنیت بیآورد، یک نوع دیگر بی امنیتی آورده.

 

د دولتونو اړیکې باید په بین المللي اصولو او نورمونو او د دواړو هیوادونو او دولتونو په ګټو استوارې وي او د افغانستان د دولت مناسبات د همدغو اصلونو له مخې پالل کېږي، مګر وسله وال طالبان چې نه کوم نظام دی، نه کوم دولت او نه هم کوم سیاسي ګوند، بلکې له پاکستان، ایران، روسیې او نورو هیوادونو سره اړیکې لريد هغوی له لوري تمویلېږي او په افغانستان کې جنګ ته لمسول کېږي.

 

د ولسمشر غني پوښتنه همدا ده چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې باید واضح شي چې د کومو اصولو له مخې ټینګې شوې دي، ځکه پاکستان له یوې خوا د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني او بل لورته د افغانستان د حکومت له دښمنانو سره هم اړیکې پاليدغه ډول دوه رنګي او مناسبات په هیڅ اصولو برابر نه ديپه دې برخه کې هم پاکستان او هم وسله وال طالبان ګرم او ملامت بلل کېږيطالبان خو بې له هغې له جنګ، وحشت او ترور مه واره نور څه نه لري، خو پاکستان چې د نړیوالې ټولنې غړی او ملګری دی، نو باید په دې برخه کې ځواب ووایي او که واضح ځواب نه لري، نو د نړیوالو قوانینو په اساس باید د دغې سرغړونې سزا وګوري.

 

پاکستان تر ډېره وخته له دې منکر وو چې ګواکې دوی دې له طالبانو سره اړیکې ولري او یا دې په خپله  خاوره کې ځای ورکړی وي، مګر د ولسمشر غني فشارونو کرار کرار د پاکستان او طالبانو پټې اړیکې رسوا کړېد دغو فشارونو په نتیجه کې چې کله پاکستان منزوي شو او ځان یې په ستونزه کې ولید، نو د طالب په سر معاملې ته چمتو شول او همغه وو چې د امریکا د راضي کولو لپاره یې وسله والو طالبانو مشران له امریکایي پلاوي سره د سولې مذاکراتو ته کېنولدوی یې په زور دې ته واداره کړل چې په ابوظبۍ او دوحه کې باید له امریکایانو سره د سولې خبرې وکړيپاکستان په ډېر افتخار دا ادعا وکړه چې ګواکې طالبان دوی د سولې مذاکراتو ته راوستي، مګر له دې نه وو خبر چې د دې ادعا پایله به یې څه وي؟ ځکه له همدغې ادعا وروسته ولسمشر غني پر پاکستان تاکید کوي چې له طالبانو سره د خپلو دغو اړیکو وضاحت او قناعت باید ورکړي.

 

د پاکستان چل او نیرنګ به نور ځکه نتیجه ورنه کړي، چې ولسمشر غني دوی په دقت څاريد دوی هر نیرنګ ته واضح ځواب لري او دوی یې په خپل رنګ کې کوټ کړي ديپاکستان یوازې یوه لاره لري او هغه داده چې په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښیيله طالبانو او نورو جنګي او تروریستي ډلو سره  خپلې اړیکې وشلوي او له افغان حکومت سره خپلې اړیکې د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو نورمونو په اساس عیارې کړي.