طالبان سوله نه کوي او که یې اختیار نه لري؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

یو کال مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر (قطر) څخه د سولې اړوند یوه اعلامیه خپره شوې وه په هغه اعلامیه کې طالبانو ویلي وو باید د جګړې اصلي لوري سره چی امریکا ده ، خبرې وشي. همدارنګه هر وخت چی افغان حکومت له وسله والو طالبانو څخه د سولې غوښتنه کړې، په مقابل کې یې طالبانو افغان حکومت ته ویلي چې موږ له تاسو سره نه، بلکې له امریکا سره سوله کوو.

دا د طالبانو خپله نه، بلکې د پاکستان خبره ده، ځکه پاکستان غواړي چې په دې ډول هم د افغانستان حکومت کمزوری او منزوي کړي، هم له امریکایانو څخه د طالبانو په سر امتیاز ترلاسه کړي او هم افغان سوله سبوتاژ کړي.

حال دا چې د طالبانو په ټولو تروریستي بریدونو کې افغانان وژل کېږي. د دوی د جنګ قرباني افغانان دي، مګر سوله بیا له امریکا سره کوي. دا به نو کوم سالم عقل ومني چې وژنه افغانان او سوله بیا له امریکایانو سره کوه.

طالبان تل افغان حکومت د سولی د خبرو لپاره یو نوی شرط او بهانه لټوی تر څو د سولی خبری له ځنډ سره مخ کړی ځکه پخوا دوی (طالبانو) ویل موږ هغه وخت له حکومت سره سوله کوو چی اساسی قانون تبدیل او شرعی قانون راشی خو افغان حکومت یی په ځواب کی وویل په کومو مادو کی چی ستونزه موجوده وی او د اسلام خلاف وی دواړه خواوی به د هیواد د عالمانو سره کینو هغه مادی به حل کړو .

دا ځل طالبانو دا پلمه موندلې چې تر هغو یو بهرنی سرتېری هم وي، نو دوی به د سولې مذاکرات ونه کړي، مګر امریکایان ورته وایي چې د زموږ د مذاکراتو موخه د عسکرو وتل نه بلکې د سولې تامین دی، نو د دې لپاره حتمي ده چې لومړی باید سوله وشي او له هغه وروسته امریکایان له افغانستان څخه ووځي، مګر تر هغو چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ د سولې مذاکراتو ته چمتو نه شي، نو د دوی مذاکرات به له امریکایانو سره هیڅ نتیجه هم ورنه کړي.

د جګړی تر ټولو لوی زیان هیواد او افغان ملت ته رسیږی ځکه د روان کال د پیل راهیسی په افغانستان کی د ملکي وګړو د وژلو کچه په بیساری ډول لوړه شوی چی ډیر افغانان یی اندیښمن کړی .

همدارنګه جګړې د عادي افغانانو پر ژوند او کاروبار هم اغېز کړی. انکشافي کارونه هم ورسره په ټپه ودرېدلي دي، ځکه چې د پروژو په تطبیق کې له نیمایي زیات لګښت په امنیتي چارو راځي، نو د دې لپاره حتمي ده چې روان جنګ باید پای ومومي.

وسله وال طالبان که په رښتیا هم سولې ته صادق وي او یا د سولې اختیار لري، نو بیا دې له بې ځایه پلمو تېر شي، نورې دې د ولس سترګو ته خاورې نه شیندي او نه دې هم بې ګناه افغانان وژني. دوی دې له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي. خپل مسایل او ستونزې دې د مذاکراتو مېز ته راوړي چې د هر اړخیز او دقیق بحث په پایله کې په اساسي توګه حل شي.