پاکستان د ګړنګ پر غاړه ‏

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

احمد رشید : د پاکسان نامتوخبریال او لیکوال

پاکستان د ګړنګ پر غاړه

د سپتمبر یوولسمه د پاکستان د پاکستان د پاره یو بل ویښونکی زنګ وو ، چې له جهادي اسلام پالو ډلو لاس واخلي ،هغه وسله والي ډلې ،چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ټاکلو لپاره استعمالیدل د امریکا پر زړه ، د القاعده له ګوزارو وروسته نړۍ اسلامی تر هګرۍ ته د ښکاره دښمن په سترګه کتل،

او امریکا په ښکاره توګه د همدي ترهګرۍ د ځپلو د پاره د نړۍ په بل هر هیواد د حملي او برید لپاره تیاری ونیو ،اسلام آباد ته د بوش دا پیغام (تاسي یا زمونږ په خوا یاست ،یا زمونږ دښمن )د دي خبری ښکارندویه وه ، چې پاکستان باید له امریکې سره په افغانستان کې د برید لپاره پوره همکار او مرستندوی شي ،او دا د پاکستان د راتلونکی له پاره یو زنګ وو ، په تېر کې له جهادي ډلو سره د پاکستان په مرستو امریکا سترګي پټي کړي وي ، ځکه چې پاکستان دغه ډلي د هندوستان خلاف کارولې ، خو اوس واشنګتن دې ټولو ته تیار نه وو ، چې یو هیواد دې دي کار ته وهڅوي او یا دي ورته مرستي ورکړي ،

خو د پاکستان عکس العمل پر ځای نه وو ، پرویز مشرف فکر کاوه چې لا هم د بوش پیغام په غلطه ژباړلی شي ، او له هغه سره لوبه کولای شي ،کله چې دوی له امریکا سره دالقاعدی پرخلاف د جګړی ملاتړ اعلان کړو ،هلته په کشمیر کې ، د جهادی ډلو ټپلو خوځښتونه او مقاومت له هر بل وخت زیات شو ، او په ورته حالاتو کې يې په هندوستان او کشمیر کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ ،، چې په ترڅ کې یې په ۲۰۰۱م کال کې د هندوستان په پارلمان هم بریدونه وشول ،او نژدی وو دا کار له هندوستان سره د پاکستان په جګړه تمامه شي ، په ۲۰۰۳ زیدیز کال کې (آی ، اس ، آي )د افغانی طالبانو د مقاومت په پیاوړي کولو او بیا رابیدارولو کې مرسته وکړه ،په ۲۰۰۵ کال کې (لکه څنګه چې ما په خپل تیر کتاب کې ترې یادونه کړې وه )د امریکا او پاکستان تر مینځ د لویي شخړې د راپیدا کیدو امکانانات له هر بل وخت نه زیات شول ، خو هغه وخت خوهغه لانجه پای ته ورسیده ، خو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې دا لانجه یو ځل بیا راپورته شوي ده ،

تیری یوې لسیزۍ په نړیواله کچه د ملتونو په باورونو کې تغییر را مینځ ته کړ ، خو دا توپیر په پاکستان کې رامینځ ته نه شو ، د یو هیواد نظامی قوت ،هستوی قوت جیوپولیتیکل ارزښت ،پالیسي او درانګه به خپلو ګاونډیانو باندی اغیز شیندل ،او د هغوي په کورنیو چارو کې لاس وهنه هیڅ ارزښت نه لري ، خو دا ټول څه ، اوس پاکستان تر سره کوي ،او لا یې هم تر سره کوي د پاکستان اقتصاد کمزوری دی ، خلک یې بیسواده دي ، او ځوانان یې بیکاره دي ، د هندوستان او چین چټک اقتصادی پرمختګونه په سیمه کې ، د هغوي پر قوت او اغیز پوره تأثیر لري ، او لرلای یې هم شي .خو پاکستان د دي ټولو خلاف له ۱۹۹۰ کلو څخه راپدیخوا د پرمختګ هیڅ ګام نه دی پورته کړی ، حکومتي چارواکي او لوړ پوري خلک له مالیې ورکولو ډډه کوي ، او همدا ډول دغه قشر نه غواړي خپل سرمایه په هیواد کې ،د کرنۍ او یا نوی صنعتونو په جوړولو ولګوي ، دولتي تولیدونکی صنعتی ادارې د هیواد وینه څښي او همداسي یې بهوي ، پوځ له خپلو مصارفو راکمولو سره مخالفت کوي ،حتی هغوي هم له مالیې ورکړې څخه پرته نوي سوداګریز قوانین ځان ته تیار کړي دي ، او ځانونو له پاره یې د اوسیدو لوی لوی او ماډرن ځایونه نیولي دي ، یواځي ۱،۸ملیونه خلک مالیه ورکوي ،کروند ګر هیڅ ډول مالیات نه ورکوي ،هغوي د خوراکی توکو د نر خونو، له لوړوالو څخه ښه په پراخه کچه ګټي تر لاسه کوي ، خو بیا هم مالیه نه ورکوي ، ادارې فساد او رشوت مخ پر وده روان دی ، ملکي خدمتونه په ځانګړی ټوګه ښوونه او روزنه ،په ډیر بد حالت کې ده ،

 

 

سید عبیدالله نادر

 

احمد رشید : پاکستان د ګړنک پر غاړه کتابه څخه چې د نوم څخه یې داسي جوته کیږي چې انسان فکر کوي چې نیم کتاب یې لوستلی ،

دغه اوږود مهاله ستونزی که ژر تر ژره حل نه شي :

دغه اوږود مهاله ستونزی که ژر تر ژره حل نه شي ،کیدای شي پاکستان په یو ناکام هیواد بدل شي ،د ملګرو ملتونو شمیرنه ښيي چې د پاکستان ۱۸۵ملیونه نفوس به په ۲۰۵۰زیږدیز کال کې ۲۷۵ ملیونو ته ورسیږي ، د دي تر څنګه دا مهال په پاکستان کې د اقتصاد سر چینه کرنه جوړوي ،نو راتلونکي ته به ، پاکستان په سختی سره موجوده نفوس ته ، خوراکي توکي برابر کړي ، دا نو ډیره سخته ده ، چې وکتل شي چې نورو ۹۰ ملیونه خلکو ته به اوبه خوراک ، ځمکه او خدمتونه څنګه برابریږي ، د پاکستان یو پر دریمه برخه نفوس نن ورځ د څښاک پاکي اوبه نه لري ،نور ۷۷ ملیونه وګړي د خوراک د تر لاسه کولو د پاره ، سمي لارې چارې نه لري ،او سم نیم په نیمه ښونځیوته تلونکي ماشومان ښوونځیو ته نه ځي ،د پوهي کچه ۷۵ سلنه ده ،چې سویلي آسیا کې تر ټولو نورو ملکونږ ټیټه ګڼل کیږي ، له هغي چې په ۱۹۴۷زیږدیز کال کې پاکستان جوړ شو ،د آسیا ۵۲ سلنه نفوس یواځي پاکستان جوړاوه ،د پاکستان نیم نفوس اوس ،حتی هیڅ د دندې په لټه کې نه دي ،ځکه چې دوي پوهیږي چې ، دوی دندي نشي تر لاسه کولای ، دا مهال پاکستان کم تر کمه نهه سلنه کلني پرمختګ ته اړتیا لرۍ ،چې له شلو کالو څخه کم ځوانان په کار وګماري ،هغوي د ټول نفوس ۶۰ سلنه جوړوي ،

د پاکستان ۳۷ سلنه نفوس له پنځلس څخه کم ماشومان جوړوي ،چې په نړۍ کې تر ټولو کم عمرو نفوس لرونکي هیوادونو څخه ګڼل کیږي ، له اقتصادی پلوه که چیري دغه هیوادپه خوراکي توکو برابرولواو دندو پیدا کولو کې ،۶،۲سلنه درجی په اندازه پاتي راشي ، نو د پاکستان له پاره د بدو پایلود انتظار په معنی دی ، هغه له دي امله چې ځوانان یې هم دا مهال د جهاد په نوم ورو ورو دغي ډنډ ته ځان ورغورځوي ، کوم چې پاکستان ورغورځیدلی او د پورته کیدو یې هم څوک نه تر سترګو کیږي .

د پاکستان هغه لنډ مهاله ستونزی ، ورځ تر ورځی لا پسي پراخیږي چې لویو سیمه ایزو او نړیوالو ستونزو ته لاره هواروی ،له ۲۰۰۵ څخه راپدې خوا طالبان د حکومت ړنګولو د پوځ د ماتولواو د یو افرطی اسلامی حکومت جوړولو په تکل کې دي ، اوسمهال پاکستانی طالبان د شمال لویدځ لویه غزیدلی برخه په خپل کنترول کې لري ، او نوري تر هګري ډلې ، له دوي سره د لویو ښارونو په بی ثباته کولو کې مرسته کوي ، لکه د کراچی او دا رنګه د پنجاب د سویل تر خپلي ولکۍ لاندی لري ، په نژادي توګه افغان او پاکستانی طالبان د پوځ خلاف جګړه تر سره کوي ،

افغانسان شاه اوخوا ۱۲ ملیونه پښتان لري ،مګر پاکستان بیا دیرش ملیونه پښتانه لري ،چې د افغانستن د ټول نفوس سره برابریږي ،دوي ټول په یو نه یو ډول په ګډه د پاکستان پوځ خلاف جګړي ته تیارۍ نیسي ،او یا یې تر سره کوي ، د پاکستان په لویو ښارونو کې د بغاوت جګړه ښه په درز کې روانه ده ، بلوچستان باغیان له پوځیانو سره ، په جګړه کې ښکیل دي ،او له پاکستانه د خپلواکۍ غوښتونکي دي ، د بلوچستان په جګړه کې ښکیلي دواړو خواوي په داسي ناوړه وژنوسره اختخه دي ، چې د پاکستان په تاریځ کې تر اوسه نه دي پیښي شوي