د ولس او ولسمشر ملاتړ سرتېرو ته روحیه او انرژي ورکوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غلام محمد سهار
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې تل یې د دښمن پر وړاندې مقاومت کړی، د دښمن پر وړاندې جنګېدلي او خپل سرونه یې د هیواد د دفاع او د خلکو د خوندیتوب په لاره کې نذرانه کړي دي. د سیمې او نړۍ د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي، ځکه چې دوی په ډېرو سختو شرایطو کې چې هیچا هم باور نه درلود دومره په مېړانه او جرئت د تروریستانو پر وړاندې مبارزه وکړه چې ساری یې نه لیدل کېږي
.
دوی دا هر څه یوازې د دې لپاره کوي چې ولس یې په امن کې وي، د وطن بچي یې په ارامه سره ښوونځي ته لاړ شي او خپلې زده کړې وکړي. هر څوک  چې سهار له کوره د خپلې دندې لپاره وځي حد اقل له کومې وېرې او اندېښنې پرته له کوره ووځي او په زړه کې یې د دې وېره نه وي چې خدای مه کړه د دښمن د کوم برید قرباني به شي.
امنیتي او دفاعي ځواکونه له تېرو پنځو کلونو راپه دې خوا تل ستایل کېږي او همدغه امنیتي او دفاعي ځواکونه دي چې مونږه یوو. که چېرته دوی نه وای خدای خبر چې نن به مو په هیواد کې څه حال وو، د ولس به مو څه حال وو، خو همدوی دي چې سروکال ان د اختر په خوشحاله شپو ورځو کې هم دوی د سړکونو په سر ولاړ وي چې تر څو یې ولس په امن کې وي او خپلې خوښۍ لا ښې ولمانځي.
د ولسمشر محمد اشرف غني په واکمنۍ کې د امنیتي او دافاعي ځواکونو لپاره زیات کارونه وشول او له همدې امله مو اوس امنیتي ځواکونه هم ځواکمن شوي دي او د خپل ولس اعتبار یې هم لاس ته راوړی. او دوی هم تل د ښاغلي غني له خوا ستایل شوي دي او د ښاغلي غني دغو ستایلو امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلو دندو ته هڅولي چې اوس شپه او ورځ هم کار وکړي د ستړیا احساس نه کوي ځکه چې دوی اوس ولس ته او ولس دوی ته احترام لري او د هر ښه کار او لاسته راوړنې په پار ستایل کېږي.
د ولس او ولسمشر د هڅونې، ستاینې او ملاتړ له برکته زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو مبارزو لپاره روحیه اخلي او دوی ته لا قوت او انرژي ورکوي اوپه همدې خاطر په دې وروستیو کې دښمن له دوی څخه په تېښته کې دی او له دغو اتلانو سره د مخامخېدو جرئت نه لري.